لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د دفاع محکمې پټ‌ اسناد ښایي افغانستان یو ځل بیا د داعش د فعالیتونو په مرکز بدل شوی دی


د امریکا د دفاع د محکمې( پنټاګان) په پټو اسنادو کې افغانستان یو وارې بیا د وسله والې ډلې داعش د فعالیتونو مرکز بلل شوی دی.

امریکایي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ کې خپور شوی رپورټ دپنټاګان د پټو اسنادو په اساس وایي چې د صدر باییډن لخوا افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ویستل کیدو راپدیخوا تر دوؤ کلونو هم کمه موده کې افغانستان د داعش لپاره د همغږۍ یا رابطو په مرکز بدل شوی دی.

دغه خفیه دستاویزاتو کې ویل شوي چې افغانستان کې موجود ترهګر د یو بل سره تماس کې دي او په اروپا او ایشیا کې د ترهګریزو بریدونو پلانونونه جوړوي.

د واشنګټن پوسټ د رپورټ له مخې د بایډن انتظامیې مخې ته د راغلو دې اسنادو د پخلي کولو نه ډډه کړې ده.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو هم لا په سمدستي توګه دې دعوؤ ته څه غبرګون نه دی ښودلی خو طالبانو په کراتو، کراتو ویلي دي چې افغانستان کې ترهګر تنظیمونه وجود نه لري او نه هم دوی خپله خاوره د کوم بل هیواد په ضد کاریدلو ته پریږدي.

رپورټ کې ویل شوي چې افغانستان کې موجود ترهګر دامریکا پرضد هم سازشونه کوي.

رپورټ کې د پنټاګان دخفیه دستاویزاتو په حوالې ورکولو سره ویل شوي چې داعش په سفارتخانو،کلیساؤ، کاروباري مرکزو او فیفا نړیوال کپ د بریدونو پلان هم جوړوي .

د رپورټ له مخې مخې ته راغلو دغو خفیه اسنادو کې افغانستان کې د القاعده یو ځل بیا د فعاله کیدو په باب له هیڅ نه دي ویل شوي.

د پنتاګان دا پټ سند ښایي چې دامریکې د دفاع محکمې چارواکو پروسږکال د دسمبر میاشت کې په افغانستان کې د داعش ډلې د مشرانو له خوا د نهو پلان شوؤ سازشونو په هکله معلومات تر لاسه کړي وو، خو په تېره فبرورۍ کې یې بیا ددې پلان شوؤ سازشونو شمېره پنځلسو ته لوړه شوې وه.

سږکال په 23م مارچ د امریکا د سنټرل کمانډ (سېنټکام) مشر جنرال مایکل کوریلا د امریکې قانون سازانو ته ويلي وو چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او د داعش د افغان څانګې چې داعش-خراسان ډلې په نوم پېژندلی کیږي د خال خال نښتو باوجود، داعش خراسان ترهګره ډله دې ته نزدې شوې چې خپله جګړه د افغانستان د سرحداتو نه بهر پراخه کړي.

افغانستان کې دداعش دفعالیتونو پراخه کیدو په هکله دپنټاګان داپټ سند په داسې حال کې مخې ته راغلی چې هم د روانې میاشتې په پیل کې په افغانستان د واکمنو طالبانو ویاند پخپله یوه مرکه کې دافغانستان دننه دداعش دفعالیتونو پراخیدو دعوې رد کړې وې.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله دغه مرکه کې چې دافغانستان د دولتي ټي وي د لارې خپره شوې وه، د امریکایي چارواکو هغه وروستي بیانونه رد کړي وؤ چې وایي داعش-خراسان په افغانستان کې زور اخستی او دا به وکولی شي چې د افغانستانه بهر حملی وکړي.

مجاهد دا دعوې یوازې پروپګېنډې بللې وې، خو د کوم ځانګړي هیواد نوم یې نه ؤ اخستی چې څوک دا پروپېګنډې کوي.

داعش ډلې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېر څه باندې یو نیم کال کې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د یو شمېر هغو لویو بریدونو ذمه وارۍ هم پر غاړه اخسیتې دي چې پر سکولونو، جوماتونو او نورو عامو ځایونو شوې دي او په سلګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG