لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوات چاودنې ته غبرګون کې سیاسي مشرانو پوښتنه کړې د پښتنو خاورې ته ترهګر بیا چا راوستل؟


سوات کې د پولیسو د مرکز دننه د تېرې شپې په چاودنه په ټولنیزو رسنیو د بیلابیلو سیاسي مشرانو لخوا پوښتنې راپورته کړی شوې دي چې د پښتنو خاورې ته ترهګر یوارې بیا چا راوستل؟

د ګل/دوشنبې په ماسخوتن د سوات کبل سیمه کې د پولیسو د مرکز دننه چاودنه کې پولیس چارواکو د 13کسانو د وژل کیدو اؤ تر 30ؤ زیاتو د ژوبل کیدو پخلی کړی خو وایي لا په کره ډول نه ده معلومه چې دا د ترهګرۍ پېښه وه او که د بجلۍ د شارټ سرکټ له امله چاودنه شوې ده؟

د عوامي نشنل ګوند د خېبر پښتونخوا صوبې مشر اېمل ولي خان په ټوېټر خپل غبرګون کې لیکلي د پښتونخوا پولیس چا د ترهګرو په رحم و کرم پرېښې دي؟

هغه وایي "مونږ ته یاد دي چې کله ویل شوي وؤ ترهګر سوات ته د یو چا واده کې د ګډون لپاره راغلي وؤ، دا چا ویلي وؤ ؟چا دا ترهګر بېرته راوستل او هغوی ته څه سزا ورکړل شوه؟"

د خېبر پښتونخو په تېر حکومت کې چې کله سوات ته د ترهګرو د بیا راګرځېدو په ضد په ولسي کچه د احتجاجونو لړۍ پیل شوې وه نو په هغه مهال د صوبایي حکومت (پخواني) ویاند بیرسټر سیف ویلي وؤ چې د افغانستان نه وسله وال سوات ته یو واده کې د ګډون لپاره راغلي وؤ.

ایمل ولي خان خپله دا غوښتنه تکرار کړې ده چې چا د بیا ودانولو په نوم پښتونخوا صوبې ته ترهګر راوستي دي هغوی باید ونیول شي او پوښتنه ترې وشي چې هغه ترهګر په کوم، کوم ځای کې دي؟

د پاکستان د سینیټ غړي مشتاق احمد خان هم سوات کې په شوې چاودنه سخت غبرګون ښودلی او په ټویټر یې لیکلي ښایي ریاست یو وارې بیا اور او وینو ته د پښتونخوا د دیکه کولو پرېکړه کړې ده.

هغه وایي د پښتونخوا ولس به په هیڅ صورت دا تپل شوې جګړه ونه مني ځکه چې نور مړي، نوره وینه،نوره جګړه د منلو نه ده.

سینیټر مشتاق احمد زیاته کړې ده چې ولس ته امن اؤ تحفظ ورکول د ریاست اؤ حکومتونو ذمه واري وي خو دا چې ریاست اؤ حکومت پخپله دې ذمه وارۍ پوره کولو کې ناکام شوی نو ددې حساب به ورته ورکول وي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر دې پېښې ته پخپل غبرګون کې په ټویټر لیکلي "یو لوري ته پینډۍ کې نیو زيلینډ ته د کرکټ سیالۍ کې په څلوریزو او شپږېزو د ډول مخې ته تماشې روانې دي او بل لوري ته سوات کې د امنیتي ادارو او ترهګرو ترمنځ پټ‌ پټوني کې پښتانه خپل مړي پورته کوي".

د سوات سره تعلق لرونکي د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرکزي مشر او پخواني وزیر مراد سعید د دې پېښې پرضد سبا د شورو/چهارشنبې په ورځ ګرد سوات کې د احتجاج راجوړولو اعلان کړی او ویلي یې دي هغه پرله پسې د ترهګرو لوري ته د چارواکو پام راګرځولو خو وایي چا یې خبرې ته غوږ نه نیولو.

په ټویټر خپل یو ویډیو بیان کې مراد سعید د چا له نوم اخستو پرته ویلي دوی غواړي چې په داسې لویو سازشونو یو ځل بیا د سوات امن تالا ترغۍ او د دې ځائ خلک کډو کولو اؤ په کیمپونو کې میشته کېدو ته اړ باسي.

مراد سعید ویلي خو اوس خلک په دې لوبه پوهه دي اؤ‌ د دوي په چالونو به ونه غولیږي اؤ ددې پلان شوې ترهګرۍ پرضد به ولسونه کلک احتجاج کوي.

په خېبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې د ترهګرۍ لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده په نزدې وختونو کې دترهګرو لخوا ترسره شوؤ بریدونو کې ګڼ شمیر کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوې دي چې زیاتره په کې پولیس دي.

څېړونکي وایي د ترهګرۍ په دې نوې لړۍ کې پولیس دترهګرو لپاره اسان هدف دی.

څېړونکي اؤ خبریال طاهر خان وي او ای ډیوه ته ویلي وسله والو اوس خپله جنګي تګلاره بدله کړې ده ځکه چې هغوي ته عصري وسلې په لاس ورغلي اؤ د دغو وسلو په وسیله هغوي دشپې په تیاره کې هم خپل هدف په اسانه په نخښه کولی شي.

طاهر خان وایي ترهګر ځکه زیات بریدونه په پولیسو کوي چې دا ورته یو اسان هدف ښکاري.

دهغه په وینا یو خو د پولیسو زیاته مسلکي روزنه نه ده شوې اؤ بل وسلې هم ورسره هغه شان نه شته لکه ترهګرو سره چې دي نو ځکه ترهګر اکثره دشپې په تیاره کې په لرې پرتو سیمو کې دپولیسو په تاڼو بریدونه وکړي اؤ هغوئ ته مرګ ژوبله واړوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG