لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت: په وسله واله نښته کې د پولیسو یو افسر او د ټي ټي‌ پي درې وسله وال وژل شوي


د خیبر پښتونخوا پولیس
د خیبر پښتونخوا پولیس

د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د پولیسو او وسله والو تندلارو ترمنځ نښته کې یو پولیس افسر وژل شوی او بل پولیس عسکر ژوبل شوی دی. پولیس وایي چې په دې نښته کې یې د تحریک طالبان پاکستان اړوند درې ترهګر هم وژلي دي.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو د مشر یا ایي جي ویاند پخپل بیان کې ویلي چې د استخباراتي معلوماتو په اساس پولیسو دا عملیات تېره ورځ د لکي مروت په لکي بهارخیل تهل سیمه کې ترسره کړي دي.

د پولیسو ویاند ویلي کله چې پولیس سیمې ته د عملیاتو په غرض ورسیدل نو د مخالف لوري نه پرې د لاسي بمونو او ډزو برید وشو چې هغې کې د جاوید اقبال په نوم یو انسپکټر او عرفان په نوم پولیس عسکر ژوبل شول خو بیان کې ویل شوي چې ژوبل شوي انسپکټر وروسته هسپتال کې ساه ورکړه.

د پولیسو دې بیان کې دعوه شوې ده چې په دغه مهال د پولیسو لخوا شوؤ ډزو کې درې ترهګر وژل شوي چې د دوؤ پېژندګلو په کې د انور عرف خانی او نعمان په نومونو شوې ده .

پولیسو ویلي چې دغو ترهګرو د پخواني کرنل مقرب خان د هدفي وژنې ترڅنګ په امنیتي ځواکونو ګڼو ترسره شوؤ بریدونو، هدفي وژنو او قلنګ غوښتنه کې لاس لرلو.

د پاکستان د پخواني صدر پایلوټ او د هوايي ځواک پخوانی کرنل مقرب خان اوړمه ورځ په لکي مروت کې نامعلومو کسانو په یو برید کې وژلی ؤ چې وروسته یې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې وه.

د پولیسو په وینا ددې تازه عملیاتو نه وروسته په ګڼ شمیر کې پولیس اؤ دپوځ ځوانان سیمې ته رسیدلي اؤ دلټونې عملیات یې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پولیس وایي تېر ماسخوتن (ګل/دوشنبه)د سوات کبل سیمه کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو د مرکز دننه یوه چاودنه کې لږ تر لږه 13 پولیس وژل شوي اؤ تر 30ؤ زیات نور ژوبل شوي دي.

په دې وروستيو کې د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې په ځانګړي ډول لکي مروت د بدامنۍ د پېښو ښکار پاتې شوي دي او د زیاترو بریدونو زمه وارۍ په کې تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

د مارچ په 30مه په لکي مروت ضلع کې په يوه چاودنه کې د پوليسو ډي اېس پي اقبال مومند او درې سپاهيان وژل شوي وو. تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري هم منلې وه.

د مارچ په 21مه دجنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه د وسله والو په یو برید کې دپاکستان داستخباراتي ادارې ایي ایس ایي یو لوړپوړی افسر برېګېډیر مصطفی کمال برکي او د هغه ډرایور هم وژل شوي وو.

څيړونکي وايي، دا هدفي پېښې چې د پاکستان پوځ لوړپوړي افسران په کې په هدف کیږي دا څرګندونه هم کوي، چې ترهګر او د هغوی استخباراتي نېټ ورک هم فعال او منظم ترتیب لري.

خو د لکي مروت د ورستۍ پېښې چې په کې د پولیسو افسر ډي ایس پي وژل شوی وو په تړاوو د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په ټويټر ویلي وو:

"ترهګري نه خو د قابو نه بهر ده او نه به په راتلونکې کې داسې وشي زمونږ وسله وال ځواکونه بشپړ پوره توان لري او په پټو معلوماتو هره ورځ د ترهګرو پرضد عمليات کوي، خو د عملیاتو پاوجود د ترهګرۍ خطرې اوس هم شته خو نوغی به یې اوباسو او ټولې ادارې د يو بل سره په مرسته خپل فرض ترسره کوي".

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG