لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ به د انتخاباتو لپاره امنیت ټینګ کړي؟


واشنګټن ـــــ د پاکستان پوځي ویاند مېجر جنرل احمد شریف چودهري نن (د اپرېل په ۲۵مه) مطبوعاتي کانفرنس کې دا باور ور نه کړای شو چې که په هېواد کې ټاکنې کېږي نو پوځ به یې د امنیت ټینګولو لپاره ځای پر ځای شي او که نه؟

جنرل چودهري د ترهګرۍ پر ضد په راولپینډۍ ښار کې خبریالانو ته په هېواد کې د ترهګړۍ په اړه د پوځي اپرېشن معلومات ورکول.

په ناستو خبریالانو کې ځينو د هغه نه څو واره دا پوښتنه وکړه چې که راتلونکې میاشت د سپریم کوټ په حکم په پنجاب کې انتخابات کېږي نو پوځ به یې امنیت وساتي؟

جنرل چودهري نزدې هر ځل یو ځواب تکرار کړو او وې ویل چې پوځ په دغه اړه خپل دريځ د پاکستان سپریم کوټ او د دفاع وزارت سره شریک کړی دی.

د پاکستان سپریم کوټ روانه میاشت د اختر نه وړاندې په پنجاب صوبه کې د مۍ په ۱۴مه د صوبايي اسمبلۍ لپاره د ټاکنو کولو حکم کړی وو.

په مرکز کې د پاکستان واکمن اېتلافي حکومت په یاده نېټه د انتخاباتو نه کولو پلان لري او د سپریم کوټ په فیصله یې سختې نیوکې کړې دي.

مطبوعاتي رپوټونه وايي چې د پوځ د استخباراتو مشرانو هم سپریم کوټ ته ویلي چې په هېواد کې د ترهګرۍ پرضد د جګړې له امله، د ټاکنو لپاره امنیت ورکولی نه شي. پوځي ویاند د دغه ډول رپوټونو نه پخلی وکړو او نه یې رد کړل.

د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري خبري غونډې ته وویل، روان کال تراوسه پورې په ملک کې د ترهګرۍ غټې وړې 436 پېښې شوي چې پکې 293 کسان وژل شوي او 521 ژوبل شوي دي.

هغه وويل تر ټولو زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا کې شوي، چې پکې په 219 پېښو کې 192 کسان وژل شوي او 330 ژوبل شوي دي.

د پوځ د شمېرو ترمخه په بلوچستان کې 206 پېښو کې 80 وژل شوي او 170 ژوبل شوي دي. پنجاب کې په پينځه پېښو کې 14 کسان وژل شوي درې ژوبل، او سیند کې په شپږو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او 18 ژوبل شوي دي.

د پوځ وياند وويل، روان کال امنيتي ځواکونو د ترهګرو او د هغو د سهولت کارو پرضد 8269 لوی واړه عمليات کړي دي او 1535 ترهګر یې وژلي يا نيولي دي.

په خېبرپښتونخوا کې 3591 عملياتو کې 129 ترهګر وژل شوي او 129 نيول شوي دي، بلوچستان کې په 4040 عملیاتو کې 25 وژل شوي 129 نيول شوي، پنجاب کې په 119 عملياتو کې نه څوک نيول شوی او نه وژل شوی او سيند کې په 519 عملياتو کې درې ترهګرو وژل شوي او 398 نيول شوي دي.

هغه زياته کړه د ترهګرۍ پرضد هره ورځ د 70 نه زيات عمليات پوځ، پولیس او نورې ادارې ترسره کوي او دا وخت په پاکستان کې کومه نو ګو ايريا يا ممنوعه علاقه نشته خو په ځینو ځایونو کې د ترهګرو تشکيلات فعاله دي او د هغو پرضد هره ورځ عمليات کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG