لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد:ګاونډیان باید افغانستان ته دداعش دترهګرو د ورتګ مخنیوي کې خپل کردار ترسره کړي


افغانستان لپاره دامریکې پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دتاجکستان سخت دریځي توانېدلي چې افغانستان ته ننوځي اؤ دغلته له داعش سره یو ځای شي.

په ټولنیزه رسنۍ ټویټر ښاغلي خلیلزاد لیکلي دافغانستان ګاونډي هیوادونه په ځانګړې توګه تاجکستان، پاکستان او ایران باید افغانستان ته د داعش دترهګرو د ورتګ د مخنیوي لپاره خپل کردار ترسره کړي.

ښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې په دې وروستیو کې دامریکې ددفاع محکمې په یو پټ سند کې وویلی شول ښایي افغانستان یو ځل بیا دترهګرې ډلې داعش په ځاله بدل شوی اؤ دغلته داعش خپل فعالیتونه لا پسې پراخه کړي اؤ منظم کړي دي.

زلمي خلیلزاد ویلي ،له افغانستان څخه د ترهګرۍ پراخېدل یو له هغو وېرو څخه وه چې د امریکا له وتلو سره تړلې وه.

خو هغه وایي "داسې نه دي شوي. القاعده په پام وړ توګه کمه شوې او اوسمهال په افغانستان کې تر هر وخته کمزورې ده"

تېره اوونۍ امریکایي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ کې خپور شوی رپورټ کې دپنټاګان د پټو اسنادو په اساس ویل شوي وؤ چې د صدر باییډن لخوا افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ویستل کیدو راپدیخوا تر دوؤ کلونو هم کمه موده کې افغانستان د داعش لپاره د همغږۍ یا رابطو په مرکز بدل شوی دی.

خو زلمي خلیلزاد ویلي طالبان داعش خراسان خپل سرسخته دښمنان ګڼي او پر وړاندې یې پرله پسې مرګوني بریدونه کړي او د دوی ګڼ مشران یې وژلي دي.

هغه ویلي داعش یو ګواښ پاتې دی، او دا به ولیدل شي چې ایا طالبان به وکولای شي چې دوی له منځه یوسي.

زلمي خلیلزاد پخپل دغه اوږد تویټ کې ویلي، طالبان له ننګونو سره مخ دي،د بېلګې په توګه، تاجکستاني سخت دریځي توانېدلي چې افغانستان ته داخل شي او له داعش سره یو ځای شي.

دهغه په وینا "کله چې زموږ ځواکونه په افغانستان کې وو، د افغانستان د پولو کنټرولول تر ټولو ستره ننګونه وه. ګاونډیان، په ځانګړې توګه تاجکستان، پاکستان او ایران باید افغانستان ته د داعش ترهګرو د ورتګ د مخنیوي لپاره خپله ونډه ترسره کړي"

هغه دا دعوې رد کړي چې ګنې په افغانستان کې یو وارې بیا دترهګرو په ځاله بدل شوی اؤ ویلي یې دي، د القاعدې په اړه وضعیت ښه شوی او په افغانستان کې د داعش ګواښ د پخوا په څیر لږ یا ورته پاتې دي.

دفرورۍ میاشت کې دامریکې د ملي استخباراتو د رییس د کلنۍ ارزونې په اساس چې پکې ویل شوي وؤ داعش د لویدیځ پر وړاندې د عملیاتو د ترسره کولو اراده اوس هم لري او له افغانستانه د باندې بریدونو ته دوام ورکوي،پخواني امریکایي ډپلوماټ ویلي ،کله چې امریکې لا هم په افغانستان کې ځواکونه درلودل، داعش-خراسان په امریکا او لویدیځ د برید پلانونه او اراده درلوده.

سږکال په 23م مارچ د امریکا د سنټرل کمانډ (سېنټکام) مشر جنرال مایکل کوریلا د امریکې قانون سازانو ته ويلي وو چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او د داعش د افغان څانګې چې داعش-خراسان ډلې په نوم پېژندلی کیږي د خال خال نښتو باوجود، داعش خراسان ترهګره ډله دې ته نزدې شوې چې خپله جګړه د افغانستان د سرحداتو نه بهر پراخه کړي.

دپنټاګان په افشا شوي سند کې هم ویل شوي چې داعش په سفارتخانو،کلیساؤ، کاروباري مرکزو او فیفا نړیوال کپ د بریدونو پلان جوړوي .

خلیل زاد لیکلي "موږ باید طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې د دوی ژمنو ته مسول وګڼو. موږ باید له افغانستان څخه د ترهګریز ګواښ د پراختیا د څارنې او د ځان د ساتنې او دفاع وړتیا په ساتلو سره محتاط واوسو"

د زلمي خلیلزاد په وینا موږ باید له طالبانو سره د خپلو ترهګرۍ ضد مبارزې او جیو پولیټیکي منافعو په برخه کې عملي چلند وکړو او د افغانانو د بشري حقونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړو.

هغه لیکلي د تیرو دوو کلونو تجربه له هغه څه بهتره وه چې ډیرو یې اټکل کاوه -

تر زلمي خلیلزاد وړاندې په افغانستان کې واکمنو طالبانو هم د امریکا د دفاع د محکمې( پنټاګان) هغو پټو اسنادو ته جعلي ويلي او رد کړي يې دي په کومو پټو اسنادو کې چې ويل شوي افغانستان یو وارې بیا د وسله والې ډلې داعش د فعالیتونو مرکز بلل شوی دی.

افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد د دغو اسنادو رپورټ خپرېدو ته په غبرګون کې ويلي وؤ "د امریکا د دفاع وزارت په حواله رسنیز شوی جعلي سند، د همېشني پروپاګند برخه ده ځینو غربي رسنیو راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د امریکا د دفاع وزارت یو ډاګیزه شوی سند ښايي چې افغانستان په اصطلاح د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی، موږ دا ادعا په کلکه ردوو"

طالبانو اؤ زلمي خلیلزاد افغانستان کې دداعش د پراختیا دعوې په داسې حال کې رد کړي چې داعش ډلې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېر څه باندې یو نیم کال کې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د یو شمېر هغو لویو بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه اخسیتې دي چې پر سکولونو، جوماتونو او نورو عامو ځایونو شوې دي او په سلګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG