دپاکستان پوځ وایي امنیتي ځواکونو دپښتونخوا دخېبر قبایلي ضلعې په تېراه سیمه کې ترهګرو سره نښته کړې ده چې پکې دوه پوځیان وژل شوي دي.
دشورو یا چارشنبې په ورځ دپوځ مطبوعاتي څانګې پخپل بیان کې ویلي چې پوځ په دغو عملیاتو کې څلور ترهګر په ژوبل حالت کې نیولي اؤ دهغوي څخه یې وسلې هم ترلاسه کړې دي خو دنیول شوؤ ترهګرو پېژندګلو یې نه ده په ډاګه کړې.
دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي په تېراه کې چې کوم دوه عسکر ترهګرو سره نښته کې وژل شوي هغې کې 26کلن سپاهي وقاض علي دچارسدې اؤ 24کلن سپاهي باسط علي دپېښور اوسیدونکي وؤ.
دپوځ بیان کې ویل شوي تر دغې عملیاتو وروسته هم پوځ سیمه کې دترهګرو په لټون بوخت دی.
دپوځ بیان کې هوډ ښودل شوی چې دخپلو عسکرو قربانۍ یې حوصلې نورې هم لوړوي اؤ دا چې دترهګرۍ نوغی به له جرړو وباسي.
تر دې وړاندې هم په 16اپریل دخېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان په زرملان سیمه کې ترهګرو سره نښته کې دوه پوځیان وژل شوي وؤ اؤ پوځ په دغه نښته کې د اتوؤ ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.
په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو د وسله والو بریدونو کې اضافه لیدل شوې چې په کې دلسګونو په شمیر دپوځیانو اؤ پولیسو د وژل کیدو رپورټونه مخې ته راغلي دي .
اوړمه ورځ دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال احمد شریف یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې ویلي وؤ د روان کال په اوږدو کې امنيتي ځواکونو د ترهګرو او د هغوي د سهولت کارو پرضد 8269 لویې او واړه عمليات کړي دي او 1535 ترهګر یې وژلي يا نيولي دي.
دپوځ ویاند ویلي وؤ په خېبرپښتونخوا کې 3591 عملياتو کې 129 ترهګر وژل شوي او 129 نيول شوي دي، بلوچستان کې په 4040 عملیاتو کې 25 ترهګر وژل شوي 129 نيول شوي، پنجاب کې په 119 عملياتو کې نه څوک نيول شوی او نه وژل شوی او سيند کې په 519 عملياتو کې درې ترهګرو وژل شوي او 398 نيول شوي دي.
دپوځي ویاند له مخې د سږکالپه اوږدو کې تراوسه په ټول ملک کې د ترهګرۍ غټې اؤ وړې 436 پېښې شوي چې پکې 293 کسان وژل شوي او 521 ژوبل شوي دي.
دپوځي ویاند وینا وه چې دترهګرۍ ټولو زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا کې شوي، چې پکې په 219 پېښو کې 192 کسان وژل شوي او 330 ژوبل شوي دي.