واشنګټن – یو لوړ پوړي امریکايي قومندان ویلي، چې د اوکراین پوځ د پسرلنیو عملیاتو د پیل لپاره ټول پوځي وسایل، وسلې او مهمات لري.
اوکرایني چارواکو او لویدیځو ملګرو یې د اوکراین د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره چې د روسانو په کنټرول کې دي ددغو پوځي عملیاتو خبره پټه نه ده ساتلې.
اټکل کېږي چې دغه عملیات به په راتلونکو اونیو کې پیل شي.
د دغو عملیاتو د پیلېدو په اړه په اروپا کې د امریکا پوځي قومندان ویلي، چې دی ډېر ډاډه دی چې اوکرایني ځواکونه به د وسلو او مهماتو د کموالي له امله په شا لاړ نشي.
د اروپا لپاره د امریکا د قوماندې قومندان جنرال کریسټوفر کېولي د شورو یا چهارشنبې په ورځ امریکايي وکیلانو ته ویلي، "مونږ ورته هر څه استولي دي. تر ۹۸ فیصدو پورې جګړېز ګاډي مخکې له مخکې هلته رسېدلي دي."
اوکراین ته د لویدیځ ټانکونه چې په هغو کې د برتانیې چلنجر او د جرمني لیپارډ ټانکونه دي تېره میاشت اوکراین ته رسېدلي دي.
یواځې تېره اونۍ امریکا له کیېف سره د ۳۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د توپونو، توغندیو او د ټانکونو ضد میزایلو مرسته کړې.
کېولي وړاندې وویل، "مونږ له اوکراینيانو سره، له خپلو اوکرایني همکارانو سره کښیناستلو او دا محاسبه مو وکړه چې دوی څومره موادو ته اړتیا لري."
که څه هم ځینې اوکرایني چارواکي ددغو ممکنه عملیاتو په اړه د صبر غوښتنه کوي خو د روس پلوو بلاګرانو لخوا د خپرو شویو ویډیوګانو نه ښکاري چې مهم جنګي وسایل جګړې لوري ته روان شوي دي.
په واشنګټن کې د جګړې د مطالعې انسټیټویټ د معلوماتو له مخې، اوکرایني ځواکونو د ډینپرو د سیند په ختیځې غاړه کې خپلې مورچلې جوړې کي چې د کرایمیا د بېرته نیولو لپاره یو مهم ځای ګڼل کېږي.
که څه هم امریکا او اروپا اوکراین ته پوځي مرستې استولي دي، خو اوکرایني چارواکو په دوامداره توګه په لویدیځو متحدینو باندې د نورې مرستې کولو زور راوړی، په ځانګړي ډول د اوږده واټن ویشتونکو توغندیدو او الوتکو غوښتنه کوي.
خو د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې سلیسټي وېلندر د شورو یا چهارشنبې په ورځ وکیلانو ته ډاډ ورکړ چې د کیېف زیاتره مهمې اړتیاوې پوره شوي دي.
هغې وویل، "که څه هم د لویدیځ عصري الوتکې په لېسټ کې په اتم ځای دي." خو وايي، هوايي دفاعي سیستمونه، توغندي او زرغروال ګاډي لومړیتوبونه دي.
د امریکا لخوا د پټریاټ په نامه د میزایلو د دفاع سیستم د دې میاشتې په سر کې اوکراین ته رسېدلی او کېولې وویل، چې دا ډول سیستمونه له اوکراین سره مرسته کوي چې په خپلو ځواکونو باندې د فضا کنټرول ترلاسه کړي.