په پاکستان دحکومت اؤ سپریم کورټ ترمنځ د راپیدا شوؤ اختلافاتو په ترڅ دقامي اسمبلۍ اسپیکر راجه پرویز اشرف دسپریم کورټ ستر قاضي ته لیک استولی چې باید سپریم کورټ دسیاست نه ځان په ډډه وساتي.
په عین حال کې پاکستاني رسنۍ وایي ایتلافي حکومت کې دشاملو ګوندونو په غونډه کې دپارلیمان دسپکاوي پسر دسپریم کورټ دچیف جسټس عمرعطاء بندیال اؤ دهغه په بینچ کې دشاملو دوؤ نورو ججانو جسټس اعجازالحسن اؤ جسټس منیب اختر دقامي اسمبلۍ داستحقاق کمیټې غونډې ته د رابللو پرېکړه شوې ده.
دپاکستان دمرکزي حکومت اؤ سپریم کورټ ترمنځ دا وروستي جنجالونه وروسته له هغې رامنځته شوي چې دچیف جسټس په مشرۍ درې کسیزه بینچ پنجاب صوبه کې په14م مئ دانتخاباتو کولو اؤ هم یې حکومت ته انتخاباتو کولو لپاره د 21اربو روپو ورکولو امر وکړو.
دپاکستان ایتلافي حکومت دریځ لري چې ټول ملک کې باید انتخابات په یوه ورځ وکړل شي خو سپریم کورټویلي دپنجاب اسمبلۍ له ړنګیدو وروسته دایین له مخې په 90 ورځو کې دننه دغه صوبه کې انتخابات ضروري دي.
دشورو یا چهارشنبې په ورځ د دقامي اسمبلۍ غونډه کې حکومتي وزیرانو اؤ دپارلیمان غړو دخپلو ویناګانو په وخت په سپریم کورټ کلکې نیوکې کړي اؤ وریاده کړې یې ده چې باید د پارلیمان په واکونو کې له لاس وهنې ډډه وکړي.
دقامي اسمبلۍ اسپیکر هم پرون مشر قاضي ته په استول شوي لیک کې لیکلي چې دیو بل په چارو کې باید لاسوهنه ونه کړل شي اؤ ایین اؤ جمهوریت ته په ګډه فعالیت پکار دی.
داسپیکر په خط کې ویل شوي چې د لګښتونو منظوري دقامي اسمبلۍ صلاحیت دی اؤ پارلیمان ددې اییني حق څخه نه شي محروم کیدلی.
اسپیکر پخپل لیک کې دسپریم کورټ ځېنې اوسنۍ پرېکړې دقامي اسمبلۍ په اییني واکونو کې دلاسوهنې په معنا بللې دي.
په دغه لیک کې په14م اؤ 19م اپریل دسپریم کورټ د درې کسیز بینچ لخوا په شوؤ حکمونو دقامي اسمبلۍ له لوري سختې اندېښنې ښودل شوي او ویل شوي چې انتخاباتو لپاره قامي اسمبلۍ د21 اربو روپو ورکولو نه انکار کړی دی خو ددې باوجود سپریم کورټ دغه حکمونه کړي دي.
خط کې لیکل شوي دسپریم کورټ درې کسیز بینچ دقامي اسمبلۍ لخوا په شپږم اپریل منظور شوی پرېکړه لیک یا قرارداد له نظره غورځولی اؤ هم یې دقامي اسمبلۍ لخوا په10م اپریل انتخاباتو لپاره دپنګو ورکولو دقانوني مسودې رد کیدل نظرانداز کړي دي.
خط کې ویل شوي چې چیف جسټس اؤ ججان صاحبان دې دپارلیمان دقانون جوړولو دصلاحیت درناوی وکړي
تر دې وړاندې دقامي اسمبلۍ غونډې ته خپله وینا کې دپیپلز ګوند مشر اؤ خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي دتېرو څو اوونیو راهسې هیواد کې یوه تماشه روانه ، سپریم کورټ واک نه لري چې په ایین کې بدلون وکړي.
هغه وویل دپارلیمان سپکاوی روان دی،څنګه عدالت کولی شي چې ولیکي تاسو پارلیمان هیر کړي اؤ داقلیتي بینچ فیصله ومنئ؟
هغه وویل عدالت څنګه وزیراعظم ته حکم کولی شي چې هغه باید دپیسو په معامله کې هډو پارلیمان ته لاړ نه شي؟
دملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ دپارلیمان غونډې ته خپله وینا کې ټول پارلیمان ته داسحقاق کیمټۍ د درجې ورکولو اؤ دججانو دغې کمیټې ته د رابللو غوښتنه کړې ده.
محسن داوړ پخپله وینا کې ویلي کومې ججان چې دسیاست سره شوق لري نو د انصاف دکرسۍ نه دې استعفا ورکړي اؤ سیاست کې دې ځان وازمایي.
ددفاع وزیر خواجه اصف هم دپارلیمان مخې ته رسنیو سره خبرو کې ویلي چې هیڅوک پارلیمان ته لارښوونې نه شي کولی "اؤ که څوک زمونږ په حدودو کې لاسوهنه کوي نو دایین دننه به مونږ هم ګامونه واخلو"
پاکستاني رسنۍ جیو پخپل رپورټ کې ویلي دشورو په ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ راجوړې شوې دایتلافي ګوندونو ګډې غونډې کې پرېکړه شوې چې ججان باید دپارلیمان دسپکاوي کولو په سر دقامي اسمبلۍ داستحقاق کمیټې غونډې ته راوبلل شي.
رپورټونه وایي په دغه غونډه کې ټولو ایتلافي ګوندونو په وزیراعظم شبهاز شریف دباور څرګندونه کړې ده اؤ هغه ته موجوده وضعیت کې دهر رقم پرېکړې واک ورکړی دی.