لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ نن د الیکشن په اړه هغه مهمه قضیه اوري چې د حکومت ختمېدو اندېښنې پکې ښودل کیږي


دپاکستان دسپریم کورټ دچیف جسټس قاضي عمر عطاء بندیال په مشرۍ درې کسیزه بینچ نن پنجاب صوبه کې دانتخاباتو په اړه دقضیې یوه مهمه اوریدنه کوي چې په دې قضیه کې حتی څیړونکي د وزیراعظم اؤ دهغه دکابینې د کوښه کیدو اندېښنې هم ښایي.

د سپریم کورټ درې کسیزه بینچ الیکشن کمیشن ته په14مئ پنجاب صوبه کې دانتخاباتو کولو حکم کړی اؤ مرکزي حکومت ته هم حکم کړی چې ټولټاکنو لپاره الیکشن کمیشن ته تر نن ورځې (27م اپریل)21 اربه روپۍ ورکړي.

مرکزي حکومت په ګرد هیواد کې په یوه ورځ دټاکنو غوښتنه کړې اؤ قامي اسمبلۍ الیکشن کمیشن ته دپیسو ورکولو مسوده رد کړې ده.

په تېره اوریدنه کې سپریم کورټ دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشران عدالت ته بللي وؤ اؤ هغوي ته یې ویلي وؤ چې دوي باید خپلو کې په یوه ورځ دانتخاباتو دنیټې په اړه مذاکرات وکړي اؤ عدالت دې ددغو مذاکراتو دنتیجې نه خبر کړي.

درې کسیزه بینچ دمذاکراتو لپاره سیاسي ګوندونو ته تر26م اپریل مهلت ورکړی ؤ خو حکومتي ایتلاف دسپریم کورټ ددې حکم غندنه کړې وه اؤ ددغه ایتلاف مشرانو مولانا فضل الرحمان اؤ خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي وؤ مذاکرات دسیاسي ګوندونو خپله معامله ده اؤ هیڅوک پرې د توپک په زور خبرې نه شي کولی.

ټکل شوې ده دسپریم کورټ ننۍ اوریدنه به د ورځې یوولس نیمې بجې پیل کیږي اؤ پکې به عدالت دخپلو حکومتونو دعملي کیدو په اړه پوښتنې کوي.

دحکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف مشران حکومت دسپریم کورټ دامر څخه په سرغړونه تورنوي اؤ وایي دعدالت دسپکاوي په دې قضیه کې وزیراعظم اؤ دهغه ټوله کابینه داقتدار نه لاس وینځلی شي.

دچهارشنبې په ورځ دپیپلز ګوند مشر اؤ دملک خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري دپارلیمان غونډې ته خپله وینا کې ویلي" اوس وخت رارسیدلی دی چې په زمکه کرښه راښکل شي چې هیڅ یو وزیراعظم به په توهین فارغېدو ته ورنه کړو"

هغه ویلي وو دا خبره بیخي هیڅ دمنلو نه ده چې بینچ دې کښیني اؤ پوښتنه دې وکړي چې تا سره اکثریت شته که نه؟

تر ننۍ اوریدنې یوه ورځ وړاندې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دایتلافي ګوندونو غونډه شوې وه اؤ پاکستاني رسنۍ وایي په دغه غونډه کې پرېکړه شوې ده چې دپارلیمان په سپکاوي کولو به چیف جسټس اؤ نور دوه ججان دقامي‌ اسمبلۍ داستحقاق کیمټې غونډې ته رابلل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې هم پرون دحکومت اؤ سپریم کورټ ترمنځ د راپیدا شوؤ اختلافاتو په ترڅ دقامي اسمبلۍ اسپیکر راجه پرویز اشرف دسپریم کورټ ستر قاضي ته لیک استولی چې باید سپریم کورټ دسیاست نه ځان په ډډه وساتي.

اسپیکر په خط کې ویل شوي چې د لګښتونو منظوري دقامي اسمبلۍ صلاحیت دی اؤ پارلیمان ددې اییني حق څخه نه شي محروم کیدلی.

اسپیکر پخپل لیک کې دسپریم کورټ ځېنې اوسنۍ پرېکړې دقامي اسمبلۍ په اییني واکونو کې دلاسوهنې په معنا بللې دي.

په دغه لیک کې په14م اؤ 19م اپریل دسپریم کورټ د درې کسیز بینچ لخوا په شوؤ حکمونو دقامي اسمبلۍ له لوري سختې اندېښنې ښودل شوي او ویل شوي چې انتخاباتو لپاره قامي اسمبلۍ د21 اربو روپو ورکولو نه انکار کړی دی خو ددې باوجود سپریم کورټ دغه حکمونه کړي دي.

خط کې لیکل شوي دسپریم کورټ درې کسیز بینچ دقامي اسمبلۍ لخوا په شپږم اپریل منظور شوی پرېکړه لیک یا قرارداد له نظره غورځولی اؤ هم یې دقامي اسمبلۍ لخوا په10م اپریل انتخاباتو لپاره دپنګو ورکولو دقانوني مسودې رد کیدل نظرانداز کړي دي.

خط کې ویل شوي چې چیف جسټس اؤ ججان صاحبان دې دپارلیمان دقانون جوړولو دصلاحیت درناوی وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG