امریکا کې د پاکستان سفیر مسعود خان وایي اسلام اباد د مسکو څخه په رعایتي نرخ خام تیل د امریکې په واضحه منظورۍ سره اخلي اؤ هیله ده د دې تیلو وړومبۍ جوپه زر پاکستان ته را ورسیږي.
د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د واشنګټن په ولسن سینټر کې د ساوتهـ ایشیا انسټيټیوټ په تابیا راجوړ شوي کانفرنس ته په وینا کې ښاغلي مسعود خان ویلي "مونږ روسیې ته د تېلو وړومبی ارډر ورکړی دی اؤ دا مو دامریکې سره په مشوره کړي دي، د دې سودا په اړه د واشنګټن اؤ اسلام اباد ترمنځ هر څه روښانه دي".
د پاکستان سفیر مسعود خان په دې اړوند خبرې کولې چې ایا روسیې نه د انرژۍ په اخستو خو به امریکې سره د پاکستان خرابې اړیکې چې اسلام اباد یې د سمولو هڅې کوي لا نورې نه خرابېږي؟
د هغه وینا وه "تاسو د تېلو د نرخ د ټاکلي حد نه لاندې یا بره د هرڅه په اخستلو کې ازاد یئ اؤ مونږ د تړون پاسداري کړې ده ، زه فکر کووم په دې اړه واشنګټن مونږ سره روغ دی".
د پاکستاني سفیر تر دې وینا څو ساعته وړاندې اسلام اباد کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پارلیمان ته د وینا په وخت ویلي "مونږ د روسیې نه دخامو تېلو وړومبۍ جوپې ترلاسه کولو ته اماده یو".
شهباز شریف وویل وړاندې یې هم په دې اړوند ویلي وؤ چې د روسیې تېل په جهاز بارول کیږي.
تېره اونۍ د پاکستان د تیلو وزیر مصدق ملک ویلي وؤ پاکستان روس نه په رعایتي نرخ دخام تېلو وړومبۍ خریداري کړې ده اؤ دا تېل به د سمندري لارې راتلونکې میاشت کې پاکستان ته راورسیږي.
هغه ویلي وؤ که چرې مسکو سره یې یې دا لین دین په غوره توګه سرته ورسیږي نو بیا اسلام اباد اراده لري چې هره ورځ یو لک بیرله تیل واخلي.
پاکستان چې دا مهال د بهرنیو اسعارو د ذخیرې کموت سره مخ دی، هیله کیږي چې د روسیې نه په ارزانو نرخونو د تېلو اخستو سره به ورته زیاته ګټه په لاس ورشي.
پاکستان د خپل ضرورت زیاتره تېل د بهر نه راغواړي چې په هغې زیاته زرمبادله مصرفوي.
د تېرې څه مودې راهسې د پاکستان د بهرنیو اسعارو د ذخیرو کچه په لاندې غورځېدلې ده اؤ د دغه هیواد د مرکزي بینک سره دا مهال نزدې څلور نیم اربه ډالر پراته دي چې د څېړونکو په وینا په دې پیسو په ګرانه د یوې میاشتې درامدات پوره کیدای شي.
په نزدې وختونو کې پاکستان ایي ایم ایف نه د پور دپاتې پیسو ترلاسه کولو لپاره کوټلې هڅې پیل کړې دي اؤ دپاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار هیله ښودلې ده چې زر به ایي ایم ایف سره د مامورینو په کچه تړون وشي.
د نهې یا سه شنبې په ورځ د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال د پاکستان لخوا روسیې نه دخامو تېلو داخستو په اړوند دیوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وؤ واشنګټن دخامو تېلو د زیات نه زیات نرخ دټاکلي حد پلوي دي ترڅو په دې توګه د روسیې تیل زیات نه زیات تر مارکیټ لرې وساتل شي.
امریکایي ویاند ویدانت پټیل ویلي وؤ هر هیواد خپلې انرژۍ د فراهمۍ یا ورکړې په فیصلو کې خپلواکه دی خو مونږ باید داخېره باوري کړو چې د روس د انرژۍ منډهیانې دې د صدر پوټین دجګړې مشن پیاوړی نه کړي.
( ایاز ګل ، وي او ای انګلش)