لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوی د چین وګړی عدالت په ضمانت خوشی کړی دی


دخېبر پښتونخوا بر کوهستان سیمې نه دمذهب دسپکاوي په تور نیول شوي دچین د وکړي ضمانت دایبټ اباد دترهګرۍ دمخنیوي محکمې منظور کړی چې له هغې وروسته دغه چینایي وګړی خوشی کړل شوی اؤ نامعلوم مقام ته رسول شوی دی.

روانه میاشت په دغه چینایي وګړی وروسته له هغې دمذهب دسپکاوي تورونه لګول شوي وؤ چې په داسو ډیم کې یې دکارکوونکو ځېنو مزدورانو سره داپریل په 14مه دجمعې دنمونځ لپاره په زیات وخت اخستو خوله وهلې وه.

مزدورانو سره له خولې وهلو وروسته یو شمیر مزدورانو په یاد چینایي وګړي دمذهب دسپکاوي تورونه لګولي وؤ اؤ دسیمې دپولیسو ایس ایچ او پخپل مدعیت کې دهغه پرضد دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړې وه چې وروسته هغه په 16م اپریل پولیسو نیولی ؤ.

خو ډان ورځپاڼې لیکلي چې اوس دایبټ اباد دترهګرۍ ضد محکمې جج د یاد چینایي وګړي په ضمانت دخوشې کیدو خواست منظور کړی اؤ هغه له زندانه خوشې کړل شوی دی.

ډان ورځپاڼې لیکلي دنیول شوي چینایي وګړي وکیلانو محکمې ته ویلي چې دهغوئ موکل هیڅ ګناه خطا نه ده کړې اؤ په دروغه پرې دمذهب دسپکاوي تورونه لګول شوي دي.

دفیصلې اورولو په مهال دمحکمې جج ویلي دي چې کومو دریوؤ مزدورانو په نیول شوي چینایي دمذهب دسپکاوي تورونه لګولي هغوئ نه خو دخپلو تورونو په اړوند عدالت ته څه ثبوت وړاندې کړل شو اؤ نه یې ددې پېښې دپلټنو لپاره جوړې کړل شوې ډلې ته خپل تورونه په ثبوت رسولي دي.

دعدالت فیصله کې ویل شوي چې دمذهب دسپکاوي تور دغلط فهمۍ په نتیجه کې لګول شوی اؤ دکوهستان اړونده پولیس تاڼې د چینایي وګړي پرضد د دروغو مقدمه درج کړې وه.

عدالت ویلي د ریکارډ له مخې تورن تن داسې هیڅ جرم نه دی کړی ځکه نو هغه په ضمانت خوشې کړل کیږي.

بر کوهستان سیمه کې په داسو ډیم کې کارکوونکي نیول شوي دچین وګړي تېره اوونۍ په ځان لګېدلي د مذهب د سپکاوي تورونه رد کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ هغه هیڅکله داسې څه نه دي ویلي چې د مسلمانانو جذبات پرې مجروحه شوي وي.

د حکومت له لوري دپېښې څېړلو لپاره جوړې کړل شوې ګډې د پلټنو ډلې ته هغه ویلي وؤ چې دپاکستانیانو اؤ مسلمانانو دجذباتو مجروحه کولو سوچ قدرې هم نه شي کولی اؤ پرضد چې یې کوم تورونه لګول شوي هغه سراسر دروغ دي.

د مذهب سپکاوی په پاکستان کې يوه حساسه معامله ګڼل کېږي او چې په چا يو ځل دا تور ثابت شي نو په قانون کې ددې سزا مرګ ده خو تراوسه پورې په پاکستان د مذهب د سپکاوي په مقدمو کې د مرګ سزاوار کوم تن په سزا عمل نه دی شوی.

په پاکستان کې د لږکيو دحقونو دغېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسٹس په وروستي راپور کې ويل شوي چې کال 2021م کې د پاکستان دننه د مذهب د سپکاوي قانون لاندې د 84 کسانو پرضد د مذهب د سپکاوى مقدمې درج شوي چې لويه شمېره په کې د شيعه مسلمانانو ده .

تېر کال د مذهب د سپکاوي د تورونو پر اساس د سري لنکا د وګړي پرينکا کمارا په ګډون درې کسان د عدالت پرته وژل شوي دي.

د بشري او لږکيو د حقونو فعالان وايي په پاکستان کې خلک اکثره د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون د شخصي ګټو لپاره کاروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG