د پاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دحکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي دي که چرې حکومت تر 14م مئ اسمبلۍ ړنګې کړي نو دی بیا ګرد هیواد کې په یوه ورځ انتخاباتو کولو ته تیار دی.
د خالي- شنبې په ورځ لاهور کې دخپل ګوند پلویانو ته وینا کې ښاغلي خان ویلي دحکومت دې خبرې نه بدنیتۍ څرګندیږي چې وایي له بجټ جوړولو وروسته به اسمبلۍ ماتوي.
دهغه وینا وه که "تاسو بجټ وړاندې کول غواړئ نو انتخابات وګټئ،د ولس په رایو اؤ باور راشئ اؤ بجټ وړاندې کړئ"
دعمران خان په خبره څوک چې بجټ جوړوي هغوئ ته به وړومبی الیکشن ګټل وي ځکه چې هغوي ته به دا سوچ ورپغاړه وي چې راتلونکو پینځوؤ کالو کې به ولس سره مخ کیږي.
دپاکستان سپریم کورټ دپاکستان تر ټولو ستره صوبه پنجاب کې په 14مئ دانتخاباتو کولو امر کړی خو دپاکستان مرکزي حکومت غوښتنه لري چې په ګرد هیواد کې باید په یوه ورځ انتخابات وکړل شي.
حکومت دریځ نیولی چې پنجاب دابادۍ په لحاظ تر ټولو ستره صوبه ده اؤ دلته که هر ګوند ووټونه وګټي نو اثر به یې دمرکز اؤ نورو صوبو په انتخاباتو هم وي چې دا به وړو صوبو سره زیاتی وي نو ځکه انتخابات باید په یوه ورځ وکړل شي.
په یوه ورځ دانتخاباتو دقضیې اوریدنه په سپریم کورټ کې هم روانه ده اؤ دسپریم کورټ مشر قاضي ویلي که چرې سیاسي ګوندونه خپلو کې په یوه ورځ په انتخاباتو کولو متفق کیږي نو بیا عدالت څه لاره راویستی شي.
دسپریم کورټ په سپارښتنه دایتلافي حکومت اؤ تحریک انصاف دمشرانو ترمنځ د مذاکراتو دوه پړاوونه شوي چې دپاکستان رسنیو له مخې په دغو مذاکراتو کې حکومت دتحریک انصاف مشرانو ته باور ورکړی چې له دجون میاشت کې له بجټ وړاندې کولو وروسته اسمبلۍ ماتې کړي.
رسنۍ وایي تحریک انصاف دحکومت نه غواړي چې که په یوه ورځ انتخابات کول غواړي نو بیا به ورته سمه د واره اسمبلۍ ماتول وي.
حکومت سره دتحریک انصاف د روانو خبرو په اړوند پرون دخالي په ورځ هم دتحریک انصاف مشرانو عمران خان سره غونډه کړې ده اؤ هغه ته یې دغو مذاکراتو کې دپرمختګونو اؤ امکاناتو په اړوند احوال تېر کړی دی.
تر دې وړاندې چې اوړمه شپه لاهور کې دتحریک انصاف ګوند دصدر چوهدري پرویز الهي دنیولو لپاره پولیسو دهغه په کور عملیات وکړل نو دهغې راپدیخوا اندېښنې ښودل کیدې چې دا ګام به دحکومت اؤ پي ټي ایي ترمنځ په روانو مذاکراتو اغېز وکړي.
دتحریک انصاف ګوند یو وتلي مشر اؤ دمذاکراتي کمیټې غړي فواد چوهدري په ټویټر لیکلي دمذاکراتو ګډوډولو دهڅو په مسترد کولو سره تحریک انصاف پرېکړه کړې ده چې دسپریم کورټ دامر په اساس به دایین درشل کې دننه د انتخاباتو په اړه حکومت سره خبرو ته دوام ورکوي اؤ دنهې په ورځ به په غوڅه ایجنډه خبرې کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې اوړمه ورځ مرکز کې د واکمن مسلم لیګ نون ګوند مخکښ او پخواني وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي ډيوه سره خبرو کې ويلي وؤ هغه نه ګڼي چې د دې خبرو څه نتيجه راوځي خو وایي د سپريم کورټ امر دی نو ځکه دغه خبرې پیل شوې دي.
د پاکستان پيپلز ګوند د پارليمان غړي عبدالقادر مندو خېل هم ډيوه ته ویلي د پاکستان تحریک انصاف ګوند او حکومت ترمنځ د مذاکراتو څه نتيجې نه ويني.
ښاغلی مندوخیل وایي عمران خان د وخت نه مخکې انتخابات کول غواړي او حکومت دا د اکتوبر په میاشت کې کول غواړي.
پخواني وزیر اعظم عمران خان مخکې نه ویلي که د سپريم کورټ په امر د مئ په 14 ټاکنې ونه شوې نو ايين به مات شي او که ايين مات شو نو بيا چې د چا زور وي نو د هغه خبره به منل کېږي.