لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونیسیف: جنوبي اېشیا به په راتلونکې څه باندې نیمه پېړۍ کې د کم عمرۍ ودونه ختم کړي


واشنګټن ـــــ د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې یونیسیف د جنوبي اېشیا څانګه پخپل نوي څېړنیز رپوټ کې وایي، جنوبي اېشیا په نړیواله کچه د کم عمرۍ په ودونو کې د کموالي لپاره کار کوي، خو وایي په راتلونکو 55 کلونو کې به د کم عمرۍ ودونه ختم کړي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د ډېرو کورنیو له خوا د غربت له کبله د کم عمره نجونو د خرڅولو رپوټونه خپاره شوي وو، یونیسیف وایي اقتصادي ستونځو هم په دې هېواد کې د کم عمرۍ د ودونو خطر زیات کړی دی.

د رپوټ له مخې دا امکان لري چې په جنوبي اېشیا کې اکثره کم عمره ناوې په غریبو کورنیو کې په کلیو کې ژوند کوي او تعلیم یې لږ وي. وایي په پاکستان کې په هرو څلورو کم عمره واده شویو ناویو کې یوې بېخي تعلیم نه دی کړی.

د یونیسیف د چارو مشره کېترین رسل وایي، ادارې یې ثابته کړه چې د کم عمرۍ د ودونو په ختمولو کې پرمختګ ممکن دی، خو وایي دا له زیان سره د مخامخ نجونو او کورنیو مسلسل ملاتړ ته اړتیا لري:

"موږ باید دې ته پاملرنه وکړو چې نجونه په سکولونو کې وساتل شي او دا ډاډ تر لاسه کړو چې هغوی د کار کولو موقعې ولري".

یونیسیف دغه رپوټ د اپرېل پر دویمه خپور کړی او وایي چې د جنوبي اېشیا په هېوادونو کې د کم عمره ماشومانو ودونه پرله پسې کم شوي دي، وایي یواځې په تېره یوه لسیزه کې د وړو نجونو ودونه تر نیمایي زیات یعنې له 46 فیصده 26 ته را کم شوي دي.

رپوټ وایي د کم عمرۍ په ودونو کې زیات کموالی په هندوستان کې راغلی او په بنګله دېش، مالدیپ او پاکستان کې هم په دې برخه کې د پام وړ کار شوی دی، خو وایي بیا هم د نړۍ تقریباً نیمې 45 فیصده کم عمره واده شوې جینکۍ په دغه سیمه کې دي.

که څه هم هندوستان په وروستیو څو لسیزو کې په ریکارډ کچه د کم عمر ودونو د کمولو په برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی، خو اوس هم اټکل کېږي چې په نړیواله کچه په دې هېواد کې د کم عمر ودونه په درو کې یوه برخه دي.

د یونیسف د رپوټ له مخې پاکستان هم شاوخوا 19 میلینه کم عمره ناوې لري او اټکل کوي چې په دوی کې شاوخوا 4.6 میلینه 15 کلنۍ تر رسېدو مخکې او 18.9 میلینه 18 کلنۍ ته تر رسېدو مخکې واده شوې دي.

د یونیسیف د څېړنې له مخې دا مهال په ټوله نړۍ کې 640 میلینه (64 کروړه) هغه نجونه او ښځې ژوند کوي چې په کم عمر واده شوې دي، وایي په هغوی کې یواځې 290 میلینه (29 کروړه) د جنوبي اېشیا په هېوادونو کې دي.

رپوټ وایي که څه هم په تېره لسیزه کې د کم عمر ودونه مسلسل کم شوي دي، خو وایي مختلفو بحرانونو لکه موسمي تباهیو، اقتصادي ټکانونو او د کورونا وایرس روانو نتیجو دا خطر پېښ کړی چې په سخته تر لاسه شوې دغه ګټې بیرته وبایلي.

وایي د کورونا بحران د جینکو لپاره دا سخته کړې ده چې علاج، تعلیم، ولسي خدمتونو او له ټولنې سره د مرستې کارونو ته لاسرسی ولري.

د یونیسیف د چارو مشره کېترین رسل وایي، نړۍ د بحرانو په سر کې له داسې ناورینونو سره مخ ده چې د کمزورو ماشومانو هیلې او خوبونه ختموي، وایي په ځانګړې توګه نجونه چې باید تعلیم یې کړی وای نه دا چې ناوې شي:

"د روغتیا او اقتصاد بحرانونه، زیاتېدونکې وسلوالې شخړې او د موسمي بدلون ناوړه اغېزې کورنۍ مجبوره کوي چې د کم عمرۍ په ودونو کې د پناه په غلط احساس پسې وګرځي".

یونیسیف په خپل رپوټ کې وایي چې په جنوبي اېشیا کې د هېوادونو تر منځ د کم عمرۍ د ودونو کچه فرق لري، وایي په بنګله دېش کې تر 50 فیصده زیاته ده خو په مالدیپ کې بیا تر دوه فیصده پورې ده.

وایي په هېوادونو کې دننه هم ډېر توپیر لري، د رپوټ له مخې په افغانستان کې د بېلابېلو ولایتونو تر منځ د کم عمرۍ ودونه یو له بله لس چنده جلا دي.

د طبي ماهرینو په وینا هغه نجونې چې په ماشومتوب کې ودېږي په ژوند کې له ناوړه نتیجو سره مخ کیږي، د تعلیم روان ساتلو امکان یې ختمېږي، د ژر مور کېدو خطر یې زیاتېږي چې له کبله یې د مېندوارۍ پېچلتیاوې او مرګونه زیاتېږي او دا عمل دوی له کورنۍ او خپلوانو جلا کړي او روغتیا ته یې سخت زیان ورسوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG