لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د نړیوالې مېډیا د ادارې مشره: د بندیزونو باوجود به د نړۍ خلکو ته کره خبرونه او معلومات رسوو


واشنګټن ــــ د امریکې د نړیوالې مېډیا ادارې او وایس آف امریکا مشرانو د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله ورځ عزم کړی چې که په هېوادونو کې هر څومره بندیزونه وي وي خو وایي دوی به خلکو ته هغسې خبرونه او معلومات رسوي چې هغوی ورته اړتیا لري.

د یو ایس اې جي ایم مشرې امېنډا بېنیټ د مطبوعاتو په نړیواله ورځ په خپل پیغام کې د ازادو مطبوعاتو او د هغو زړورو خبریالانو د اهمیت اعتراف کړی چې له چېلنجونو په ډک چاپېریال کې کار کوي:

"د امریکې د ګلوبل مېډیا ایجنسۍ د مشرې په توګه زه د دې شاهده یم چې څنګه پر ازادو او خلاصو مطبوعاتو بندیزونه هغو خلکو ته د مهمو معلوماتو د رسېدو مخه نیسي چې ورته ډېره اړتیا لري. خو زما بنیادي باور دا دی چې: معلومات ارزښت لري".

امېنډا بېنیټ وایي له بندیزونو سره سره به یې اداره هره ورځ په ټوله نړۍ کې خپلو اورېدونکو او کتونکو ته کره، مقصدي او مسلکي خبرونه او معلومات وړاندې کوي.

هغه وایي په نړۍ کې د سنسرشپ مختلف شکلونه دي، کېدای شي حکومتونه پخپلو هېوادونو کې انټرنیټ بند کړي یا د لاینسنس ورکولو شرطونه سخت کړي، د دوی نشریات ودروي یا خبریالان په دروغجنو تورونو ونیسي او خبریالانو یا د دوی خپلوانو ته فزیکي خطر پېښ کړي یا تر دې هم خطرناک ګامونه واخلي:

"خو څنګه چې ما وویل، معلومات ارزښت لري او موږ به په نړۍ کې د ازادۍ او جمهوریت په ملاتړ کې د خلکو د خبرولو، مصروفه ساتلو او پیوند ساتلو کار جاري ساتو، په دې ورځ او هره ورځ".

د وایس آف امریکا ځایناستې مشره یولېنډا لوپیر د دې ورځې په اړه پخپل پیغام کې ویلي، د وي او اې لپاره دا ورځ د هغو کتونکو او مخاطبینو لپاره د لا پرمختګ پر لور د کار ورځ ده چې ازادې او منصفانه رسنۍ غواړي. مېرمن لوپیر ویلي:

"له 30 کلونو راهیسې د مې درېیمه د هر خبریال په کالني کیلېنډر کې یوه تر ټولو مهمه ورځ ده".

دېرش کاله وړاندې ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې هر کال به د مې درېیمه په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ د ورځې په توګه لمانځل کېږي.

وایس آف امریکا او د یو ایس اې جي ایم نورې رسنۍ په لسګونو ژبو کې نشریات کوي چې د نړۍ په هغو سیمو کې خلک له تازه خبرونو او معلوماتو خبر ساتي چې د ازادو رسنیو رسایي پکې ستونځمنه ده.

د بې پولې خبریالانو نړیوال تنظیم وایي، په نړۍ کې 70 فیصده سیمې اوس هم داسې دي چې هلته د ازادې مېډیا رسایي ګرانه ده. په امریکا کې د دې تنظیم مشر کلېټن ویمرز وي او اې ته وویل:

"په چین او شمالي کوریا کې خو ازادې رسنۍ بېخي شته نه".

افغانستان هم اوس یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې پر ازادو رسنیو سخت بندیزونه لګېدلي او له نورو نړیوالو او کورنیو رسنیو سره سره د یو ایس اې جي ایم د ادارو وایس آف امریکا او د ازاد یورپ د رېډیو نشریات هم پر منځنیو او ایف ایم څپو بند کړل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د پېښور شبینه بي بي د خپل بې درکه زوي لپاره انصاف غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:58 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG