لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان سپریم کورټ کې نن بیا دانتخاباتو د لانجمنې قضیې اوریدنه کیږي


دپاکستان سپریم کورټ کې نن ګرد هیواد کې په یوه ورځ دانتخاباتو په اړه دهغه مهمې قضیې اوریدنه کیږي چې پکې حتی ځینو څیړونکو حتی د ملک د وزیراعظم اؤ دهغه دکابینې دناهله کیدو اندېښنې ښودلې دي .

تر دې اوریدنې دوه ورځې وړاندې دقامي اسمبلۍ اسپیکر خبرداری ورکړی چې که چرې سپریم کورټ وزیراعظم په یاده قضیه کې نااهله کړي نو بیا چې به کومې نتیجې اؤ دپارلیمان غبرګون مخې ته راځي،دهغې نه ټولو ته ویره پکار ده.

په عین حال کې د زیارت په ورځ دسپریم کورټ د درې کسیز بینچ لخوا په 27م اپریل دشوې اوریدنې لیکلې حکمنامه مخې ته راغلې ده چې پکې ویل شوي په 14مئ دانتخاباتو په اړه د سپریم کورټ حکم پځائ دی.

دقضیې اوریدنه به دپاکستان په وخت 11نیمې بجې دچیف جسټس عمر عطاء بندیال په مشرۍ هغه درې کسیزه بینچ کوي چې حکومتي ایتلاف پرې بې باوري ښودلې ، په دې بینچ کې دمشر قاضي ترڅنګ جسټس اعجاز الحسن اؤ جسټس منیب اختر هم شامل دي.

دقانون مرکزي وزیر ښاغلي اعظم نزیر تارړ ویلي دپارلیمان لخوا حکومت پابند کړل شوی دی چې د دوؤ قاضیانو په مقابله کې به د دریوؤ قاضیانو پرېکړه نه مني بلکې دڅلور قاضیانو فیصله به مني .

پاکستاني رسنۍ جیو نیوز سره خبرو کې د قانون وزیر ویلي دکال1997 نه راواخله تر اوسه هیواد کې په یوه ورځ انتخابات شوي دي اؤ اوس هم په یوه ورځ پکار دي.

دمخالف ګوند وکیل اؤ د مذاکراتي کمیټې غړي علي ظفر بیا ویلي حکومت اؤ تحریک انصاف چې خپلو کې کومې خبرې کړي نو دیو بل په نظر پوهه شوي دي اؤ کیدای شي ننۍ اوریدنه کې څه لاره را اوځي.

هغه رسنیو ته ویلي حکومت غواړي چې ټاکنې په اکتوبر کې وشي اؤ د دوي دریځ دی چې کله یوه اسمبلي ختمه شي نو دایین له مخې په 90 ورځو کې الیکشن پکار وي.

دسپریم کورټ درې کسیز بینچ په څلورم اپریل خپله فیصله کې الیکشن کمیشن ته په 14مئ پنجاب صوبه کې دالیکشن کولو حکم کړی دی اؤ هم یې حکومت ته ویلي دي چې دغو انتخاباتو لپاره دې الیکشن کمیشن ته 21 اربه روپۍ ورکړي.

دپاکستان پارلیمان دسپریم کورټ په حکم الیکشن کمیشن ته د21 اربو روپو ورکولو منظوري نه ده ورکړې اؤ هم حکومت واضحه کړې ده چې په 14مئ پنجاب کې انتخاباتو ته حالات نه دي برابر.

حکومت له سپریم کورټ غوښتي چې ګرد هیواد کې باید په یوه ورځ دټاکنو حکم صادر کړي خو دسپریم مشر قاضي ویلي چې که چرې سیاسي ګوندونه خپلو کې مذاکرات وکړي اؤ دانتخاباتو په نېټه متفق شي نو بیا سپریم کورټ څه ګنجایش پیدا کولی شي .

هرڅو که دسپریم کورټ په وینا دحکومتي ایتلاف پي ډي یم اؤ پاکستان تحریک انصاف استازو دتېرې اوونۍ راهسې دمذاکراتو درې پړاؤونه وکړل خو په دغه دوران کې پرله پسې دحکومتي ایتلاف مشرانو په سپریم کورټ په مشر قاضي سختې نیوکې هم وکړې چې دعدالت نه یې پنچایت یا جرګه جوړه کړې.

حکومتي ایتلافي ګوندونه وایي مذاکرات دسیاسي ګوندونو خپل کار دی اؤ څوک پرې دټوپک په زور خبرې اترې نه شي کولی خو دسپریم کورټ مشر قاضي تېره اوونۍ په یوه اوریدنه کې وویل عدالت چاته دمذاکراتو حکم نه دی کړی بلکې دمعاملې دهواري په غرض یې یوازې یوه مشوره ورکړې ده.

په پاکستان کې ځینې څیړونکي اندېښنه ښایي چې سپریم کورټ دعدالت دحکم په نه منلو دې قضیه کې وزیراعظم شهباز شریف اؤ حتی دهغه ټوله کابینه دتوهین عدالت په اساس نااهله کولی اؤ داقتدار څخه لرې کولی شي.

دپاکستان خارجه وزیر اؤ دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري روانه اوونۍ پارلیمان ته خپله وینا کې ویلي وؤ نوره به ددې خبرې مخه نیول وي چې عدلیه دې دملک د منتخب وزیراعظم تر مرۍ ور ورسیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG