لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شانګهايي همکارۍ غونډه کې په طالبانو غږ شوی، د افغانانو حقونو ته دې احترام ولري


د شنګايي همکارۍ تنظيم په غونډه کې د هند، روس او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په افغانستان کې په واکمنو طالبانو غږ کړی چې د ښځو د حقونو ساتنه وکړي.

د رايټرز خبري ادارې د خبر ترمخه د هند په ګوا ښار کې د شانګهايي همکارۍ تنظيم غونډه کې په داسې حال کې په افغانستان کې واکمنو طالبانو باندې د افغانانو د حقونو د خونديتوب غږ شوی چې پاکستان کې د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه راجوړيږي.

په افغانستان د واکمنو طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي نن د جمعې په ورځ د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په درې ورځني مهم سفر اسلام اباد ته رسیږي.

د هند د بهرنيو چارو وزیر سبرانيم شنکر ویلي، "په افغانستان کې ناڅرګنده حالات زمونږ د پاملرنې مرکز دی او زمونږ هڅې د افغان ولس د خېر ښېګړې دپاره دي".

هغه زياته کړې "په افغانستان کې زمونږ په لومړيتوبونو کې د بشري مرستو برابرول، ټولشموله حکومت جوړول، د ترهګرۍ او نشه يي توکيو ضد مبارزه، د ښځو، ماشومانو او لږکيو حقونه خوندي ساتل دي".

په غونډه کې د روس د بهرنيو چارو وزير سرګۍ لاروف ويلي، "ماسکو تمه لري چې د واکمو طالبانو مشرتابه به د ټولشموله حکومت جوړولو ژمنې پوره کړي".

هغه ويلي، "هغې ژمنې چې د بشري حقونو، د افغانستان په خاوره د امنیت، ترهګرۍ د خطرو د مخنيوي، نشه يي توکيو د قاچاق په لړ کې شوي مونږ یې په نظر کې ساتو".

او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري ویلي، د افغانستان حالات مونږ ته د چېلنجونو سره موقعې هم په لاس راکوي.

هغه ویلي، "افغانستان بيا بیا د غټو قوتونو د لوبې مېدان پاتې شوی، مونږ له به د افغانستان ولس ته دا باور ورکول وي چې د تېر تېروتنې به بيا نه تکراريږي".

"نړیواله ټولنه بايد په ګډه په افغانستان کې د واکمنو طالبانو څخه دغه غوښتنې ته ادامه ورکړي چې د سياسي شموليت نړیوال اصول ومني، د جينکو د حقونو او تعلیم سره د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی ولري".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي، نړیوالې ټولنې له د ترهګرۍ د مخنيوي په هڅو کې د افغانستان مرسته پکار ده.

هغه زياته کړې، د بده مرغه د نړیوالې ټولنې د ترهګرۍ د مخنيوي د هڅو نه زيات، په افغانستان کې ترهګرې ډلې د يو بل مرسته کوي.

نوموړي ويلي، د ترهګرۍ نه نړیوال امن ته خطره ده ځکه د خپلو نوم کولو دپاره دې ترهګري د وسلې په توګه ونه کارول شي.

هغه زياته کړې پاکستان د ترهګرۍ د لعنت ختمولو دپاره سيمه ييزه او نړیوالو هڅو کې برخې اخستو ته ژمن دی، د غېر رياستي عناصرو د ریاست سره تړلو لړۍ بندول او په رياستي سرپرستۍ کې د هر ډول ترهګرۍ غندنه کول پکار دي.

د هند د بهرنيو چارو وزیر له دغې وړاندې د غونډې د پرانستې دستورې ته په وينا کې ويلي وو، نړيواله ټولنه د کرونا وبا د تاوانونو په مخنيوي کې بوخت ده خو بل لور ته ترهګري هم د ودرېدو نوم نه اخلي.

هغه زياته کړې وه چې "مونږ له په دې خبره باور پکار دی چې د ترهګرۍ هیڅ جواز نه شي وړاندې کېدی د پولې د پورې غاړې او ورسره اړونده هر ډول ترهګرۍ مخنيوی پکار دی".

د هند په ګوا ښار کې په دوه ورځنۍ شانګهايي همکارۍ غونډه کې د روس، چين، تاجکستان، ازبکستان او کرغزستان د بهرنيو چارو وزيرانو ګډون کړی دی.

[په خبر کې ځينې معلومات د رويټرز او وي او اې اردو څخه اخستل شوي].

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG