لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: هر وار چې په ما غم راشي د دروېش دراني آثار لولم


واشنګټن ــــ د مې څلورمه د پښتو د نومیالي شاعر او لیکوال دروېش دراني د ورځې په توګه ولمانځل شوه، چې پر ټولنیزو رسنیو ګڼ‌ شمېر خلکو د هغه شعرونه خپاره کړل، د هغه پر شاعرۍ او نثري کتابونو یې تبصرې وکړې او پښتو ژبې او ادب ته یې د هغه خدمتونه وستایل.

دروېش درانی د 1953م کال د مې پر څلورمه د کوټې او چمن تر منځ په ګلستان سیمه کې زېږېدلی دی، هغه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او د انګرېزي ادبیاتو د پروفیسر په توګه لس کاله مخکې ریټایر شوی دی.

وي او اې‌ ډیوه د دروېش دراني په اړه ځانګړې ټویټر سپېس کړی وو،‌ چې پکې ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالو او د هغه د شعر مینه والو ګډون وکړ او د هغه شاعري او نثر یې د پښتو په معاصر ادب کې بېساري وبلل.

شاعر او نقاد قیصر اپریدي په «ډیوه سپېس» کې وویل، دروېش دراني چې پخپلې شاعرۍ کې د خپلې خاورې غمیزه بیان کړې ده نو ټولې ادبي او تخلیقي غوښتنې یې په نظر کې ساتلې دي.

قیصر اپریدی وایي د خوشحال خان خټک د شاعرۍ غوندې د دروېش دراني شاعري هم د اوس وخت او هم د راتلونکې زمانې شاعري ده:

"د دروېش صاحب شاعرۍ یو افاقي شکل موندلی دی، موږ دا ویلای شو چې هغه له خپلې خاورې خادم مواد را اخیستي او کله چې یې د خپلې شعري تجربې په شکل کې موږ ته پېش کړي دي نو د هغې نه یو داسې افاقي پیغام جوړ شوی دی چې د هغه په باره کې موږ دا حکم نه شو کولای چې دا شعر د نن دپاره دی د سبا دپاره نه دی".

نقادان وایي دروېش درانی نه یواځې ډېر ښه شاعر دی بلکې نثر یې هم په سادګۍ کې ډېره ژورتیا لري. په «ډیوه سپېس» کې لیکوال او خبریال ظفر کریمي د هغه «پښتو عروض» کتاب د شعرپوهنې په اړه ډېر مهم وباله او ویې ویل که شاعران غواړي شاعري یې تکنیکي نیمګړتیاوې ونه لري دغه کتاب دې ضرور ولولي.

د سپېس یو بل ګډونوال تاج ولي غورځنګ وویل، دروېش درانی له شعر لیکلو سره په نثر لیکلو کې هم سرلاری لیکوال دی، ځکه چې وایي د ده شعر او نثر دواړه دا خاصیتونه لري چې له خوند سره سره لوستونکي ته یو فکر هم ورکوي:

"ده د پښتنو کلتور په ژوره توګه تجربه کړی، لیدل او بیا یې په ډېر ښه شکل په شاعرۍ کې هم وړاندې کړی دی. لکه خلک چې وایي د فارسي د «مثنوي معنوي» لوستل په انسان کې لوی تغیر راولي، همداسې د دروېش دراني «د پښتني ژوند کړه وړه» له هغو کتابونو دی چې په انسان کې ډېر توپیر راولي".

پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر خلکو د دروېش دراني شاعري او نثر په بېلابېلو بڼو ستایلي دي. مشهور سیاستوال، شاعر او لیکوال افراسیاب خټک پر ټویټر لیکلي چې د دروېش دراني د شاعرۍ له لوستلو پرته څوک د دې سیمې په حالاتو او غمیزو پوهېدای نه شي:

"لکه چې فرانسویان د خپل لوی ناول او ډرامه لیکونکي بالزاک په باب وایي چې د هغه په زمانې د هغه د کتابونو د لوست نه بغیر پوهېدی نه شې، پښتانه هم د خپل ستر شاعر دروېش دراني د شاعرۍ په باره کې ویلی شي چې د ډېر لوړ هنری او ژبني کیفیت لرلو نه علاوه دا زموږ د عصر دقیقه هنداره ده".

د دروېش دراني تر اوسه شپږ د شعرونو ټولګې او درې د نثر کتابونه چاپ شوي دي، په «ستوري په لمن کي» کتاب کې د هغه لومړۍ درې چاپ شوې مجموعې «اغزنه لار»، «زخمي لاسونه» او «هوا او څراغونه» یو ځای کړل شوې دي.

«په کاڼي کي هنداره»، «دا بوټي به لونګ شي»، «کر د ګُلو» او «په څراغ پسې څراغ» یې نورې شعري ټولګې دي.

«په ناورین پسې ناورین» د هغه د 30 منظومو ټولګه ده چې په نړۍ کې د استبدادي واکمنانو له خوا د بېساري انساني ظلم داستانونه پکې بیان شوي دي. دروېش دراني په دې اړه ټولې 100 منظومې لیکلې دي، خو نورې برخې یې لا ناچاپه دي.

«پښتو عروض»، «د پښتني ژوند کړه وړه» او «کره کتنه او د هغې زغمل» د دروېش دراني د نثر کتابونه دي. په لومړي کې یې د پښتو شعر جوړونې د اصولو په اړه بحث کړی، په دویم کې یې د پښتنو پر تاریخ او اسطورو یا دیومالا باندې بحث کړی او په درېیم کې یې پر شعري نقد له څو مقالو سره سره د خپلې ژوند ابتدایي حالات بیان کړي دي.

دروېش درانی اوس اویاکلن دی او په کوټه ښار کې ژوند کوي، هغه په دې ورځو کې د خپلو ناچاپه کتابونو او د خپلې شاعرۍ د کلیات پر ترتیبولو کار کوي چې په هغه کې به یې نوې ناچاپ شاعري هم شامله وي.

په 2018م کال کې د کندهار پوهنتون د دروېش دراني او طاهر اپریدي په اړه سېمینار جوړ کړی وو او د دوی ټول چاپ شوي کتابونه یې بیا چاپ کړي وو. د افغانستان د هغه وخت ولسمشر اشرف غني تر دې سېمینار وروسته په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې- چې دروېش درانی او د پښتونخوا ګڼ شمېر نور شاعران او لیکوال هم پکې شامل وو- داسې ویلي وو:

"هر واره چې ما باندې غم راشي د دروېش صاحب آثار لولم".

د دروېش دراني ډېر شعرونه اوس بېخي عام شوي دي او پر ټولنیزو رسنیو د هغه د ورځې په مناسبت خلکو خپاره کړي وو، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

ګلونه واړه په خندا شول، پاڼو سا راوړله

موږ دې سا تنګي ګلستان لره هوا راوړله

دلته لا خلک خوښوي د وینې رنګ دروېشه!

ښایي و پای ته ژر و نه رسېږي جنګ دروېشه!

دا چي ځړیږي مخامخ درته په دار سرونه

په دې وطن کې بس همدغه وو د کار سرونه

وږي یې هسې هم غاصب همېشه وړي په زوره

کشکې دا ځل زموږ غنم وکړي د مار سرونه

چې دښمني یې ختم ونه ګڼې بیا به راځي

اې د خوارانو ډیوې پام کوه هوا به راځي

ډېر سره لرې یو موږ ډېر سره نږدې کړې خدایه

زما په اوښکو د جانان سترګې لندې کړې خدایه

موږ يوو په هر حال کې پلويان د ژوند

غوښتی مو دښمن ته هم مرګی نه دی

یو سړی دی دنیا زخم ورله ورکړي

او هغه یې په بدله کي څراغ بل کړي

دا یو لګیا یو څراغ تر بل څراغه پورې بل رسوو

موږ تر سهاره د رڼا د خورولو دا عمل رسوو

څوک په کور څوک په سینه کي څراغ بل کړي

هر سړی په توره شپه کي څراغ بل کړي

که دروېش شاعر کېدل غواړي، څو شپې دي

د رحمان په مقبره کي څراغ بل کړي

له ښي اړخه: نعیم ازاد، بارکوال میاخېل، دروېش درانی او قاري جمال الدین مسافر
له ښي اړخه: نعیم ازاد، بارکوال میاخېل، دروېش درانی او قاري جمال الدین مسافر
له ښه اړخه ولاړ: رحمان بونېری، سعید زابلی، همېش خلیل، طاهر اپریدی، دروېش درانی او ډاکټر میا سهېل انشاء ناست: بارکوال میاخېل، حمید فراز او...
له ښه اړخه ولاړ: رحمان بونېری، سعید زابلی، همېش خلیل، طاهر اپریدی، دروېش درانی او ډاکټر میا سهېل انشاء ناست: بارکوال میاخېل، حمید فراز او...

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG