لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس د واګنر ګروپ مشر وایي له باخموت ښاره پوځ باسي، زلنسکي وایي پوټین به نړیوال عدالت ته مخامخ کېږي


واشنګټن ـــــ د روس د وسلوالې پوځي ډلې واګنر ګروپ مشر په یوه ناڅاپي اعلان کې وویل، خپل ځواکونه به د اوکراین له باخموت ښاره وباسي چې دوی یې د تېر کال له دوبي یا اوړي راهیسې د نیولو هڅې کوي. دا اعلان په داسې وخت شوی چې روس په وروستیو کې د اوکراین په نورو ښارونو کې بمبارۍ زیاتې کړې دي.

د واګنر ګروپ مشر یوګیني پریګوژین د جمعې په ورځ وویل چې د مې پر 10مه به په دې خونړۍ جګړه کې خپل تر ټولو اوږد ګډون د درنو تاوانونو او د وسلې نه ور رسېدو له کبله ختم کړي او ځای به د روس فیډرل دفاعي ځواک ته وسپاري.

رویټرز وایي کریملین په دې اړه له تبصرې انکار کړی او د دفاع وزارت هم سمدستي څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي وو چې په باخموت باندې د نیم پوځي ډلې د دستې په مرسته بریدونه یې روان دي. اوکرایني چارواکو هم ویلي وو چې روس په باخومت کې د جګړې لپاره له هر ځایه واګنر جنګیالي راولي.

د اوکراین پوځ وایي په تېرو څلرویشتو ګنټو کې یې د باخموت د جګړې په ډګر کې د روس په لسګونو حملې ناکامه کړې دي. د اوکراین د پوځ د مشر دفتر وايي، باخموت ته له ور څېرمه ښار مارینکا هم د سختو جګړو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د اویا زره اوسېدونکو ښار باخموت د روس د یرغل د پیل کولو راهیسې د جګړې د شدت او اوږدوالي له کبله د دواړو اړخونو لپاره ډېر علامتي اهمیت لري. واګنر د دې سیمې د نیولو لپاره د روس د هڅو مشري کوله.

د واګنر ګروپ مشر دا اعلان په داسې حال کړی چې د اوکراین چارواکي وایي، روسي ځواکونو تېره شپه په جنوبي ښار نیکوپول کې هوایي بریدونه کړي دي.

د اوکراین د دنیپرو پیټروفسک ښار د کونسل مشر میکولا لوکاشوک وايي، د روس د توپونو په ډزو ملکي او د انرجۍ ودانۍ تباه شوې دي. لوکاشوک د جمعې په ورځ په ټیلیګرام کې لیکلي:

"اشغالګرانو د ښار د اوسېدونکو لس کورونه، یوه بله ودانۍ، د ګېسو ذخیرې او د بجلۍ ټاورونه ویشتلي او تباه کړي دي".

د اوکراین په جنوب کې په وروستیو ورځو کې د روسي ځواکونو حملې زیاتې شې دي چې اکثر یې د خیرسون ښار ازادې شوې سیمې په نخښه کړې دي. د اوکراین چارواکو روانه اوونۍ په دې ښار کې لږ تر لږه د 23 عامو خلکو د وژل کېدو دعوه کړې ده.

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، په دې خبره باور لري چې د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین به اخره په اوکراین باندې د یرغل او پر عامو خلکو د بمبارۍ له کبله د جنګي جرمونو نړیوال عدالت ته مخامخ کېږي.

زلنسکي په هاګ کې د جرمونو نړیوال عدالت ته په وینا کې وویل، "د روس یواځې یو جرم د دغو ټولو جرمونو سبب شوی دی چې هغه د یرغل جرم دی، د بدۍ پیل کول دي، دا اصل جرم دی او باید د دې جرم ذمه واري پر غاړه واخلي".

د جرمونو نړیوال عدالت په مارچ کې د جنګي جرمونو په تور د صدر پوټین د نیولو امر کړی وو، پر هغه تور دی چې روس ته یې د اوکرایني ماشومانو په شړلو کې لاس درلود.

دوې ورځې وړاندې ماسکو تور پورې کړی وو چې اوکراین په ماسکو کې د صدر ولادیمیر پوټین پر کور ډرون برید کړی او د هغه د وژلو هڅه یې کړې وه، خو د اوکراین صدر دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

یادونه:- د دې خبر ځینې معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د تعلیم نړیواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG