لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوډان کې د جګړې د ډزبندۍ لپاره د امریکې او سعودي په منځګړتوب نن په جده کې خبرې کېږي


واشنګټن ــــ تر شاوخوا شل ورځو جګړې وروسته چارواکي وایي د اسلامي‌ هېواد سوډان په شخړه کې دواړو جنګېدونکو ډلو د جمعې په ورځ خپل استازي سعودي عرب ته لېږلي دي چې د یوې قوي ډزبندۍ په اړه خبرې وکړي.

د سوډان د نیم پوځي ځواک آر ایس ایف مشر د شنبې حمیدان داغلو تایید کړې ده د سعودي عرب په جده ښار کې په کېدونکو خبرو کې برخه اخلي. هغه په یوه بیان کې ویلي هیله لري خبرې اترې به د عامو خلکو د خوندي تګ راتګ هدف ته ورسیږي.

د رپوټونو له مخې نن د شنبې- خالي په ورځ د سعودي په جده ښار کې پیل کېدونکې دا خبرې د یوې نړیوالې هڅې نتیجه ده چې دواړه په جنګ اخته اړخونه مخامخ خبرو اترو ته سره کښېنوي او وایي هیله ده چې دا خبرې به د جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

د سوډان چارواکو اسوسیېټیډ پریس ته ویلي چې په جده کې دا خبرې د سعودي عرب او امریکې په مرسته کېږي چې پکې به په خرطوم او اومدرمان ښارونو کې د بشردوستانه مرستو لپاره د لارو پر پرانستلو او د روغتیایي اسانتیاوو په ګډون د ملکي خلکو ودانیو ته پر تحفظ ورکولو بحث کېږي.

د اپرېل پر 15مه چې د جنرل عبدالفتاح برهان په مشرۍ د سوډان د پوځ او د جنرل محمد حمدان داغلو په مشرۍ د نیم پوځي ځواک تر منځ جګړه پیل شوه، دا لومړی ځل دی چې نن دواړه اړخونه په سعودي‌ کې خبرو ته تیار شول.

رپوټونه وایي د دوو اوونیو په موده کې په دې خونړۍ جګړه کې تر اوسه پورې تر 500 زیات کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي او په لکونو خلک له خپلو کورونو تېښتې ته مجبور شوي دي چې سوډان یې د سقوط پر څنډه درولی دی.

د سعودي‌ تر نننیو خبرو مخکې هم د سوډان د جګړې د ختمولو په برخه کې د یوې معمولي ډزبندۍ لپاره تړون شوی وو خو ناکامه شو او جګړه یې ونه دروله.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې روانه اوونۍ وویل چې لږ تر لږه درې لکه 34,000 سوډانیان د جګړې له کبله په دې هېواد کې دننه بې ځایه شوي او شاوخوا یو لک کسان له هیواده وتلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر خبرداری ورکړی دی چې که جګړه تم نه شي نو کېدای شي چې له سوډانه تر اته لکه پورې خلک تېښتې ته مجبور شي.

دغه کډوال اکثره له سوډان سره پر پوله پرتو اوو هیوادونو ته پناه وړي چې پکې افریقایي هېوادونه چاد، جنوبي سوډان، د مرکزي افریقې جمهوریت او ایتوپیا او مصر شامل دي.

رپوټونه وایي له اغېزمنو خلکو سره د مرستې کارونه د امنیت د نشتوالي له کبله ځنډول شوي یا زښته زیات کم شوي دي، ځکه چې وایي یوې خواته په جګړه کې څو د مرستې کارکوونکي وژل شوي او بلې خواته لوټمارۍ هم د مرستو رسولو کارونه له خنډ سره مخ کړي دي.

د خوراک نړیوال پروګرام د دې اوونۍ په پیل کې وویل چې په سوډان کې د دوی له ګودامونو شاوخوا 17,000 ټنه خوراکي مواد غلا شوي دي. په سوډان کې د ډبلیو ایف پي مشر ایډي روو د پنجشنبې- زیارت په ورځ رویټرز ته ویلي:

"دا د شاوخوا 13 یا 14 میلیونه ډالرو خوراکي مواد وو، تقریباً هره ورځ موږ د اضافي لوټمارۍ رپوټونه تر لاسه کوو."

د سره صلیب او سرې میاشتې مرسته کوونکو ادارو نړیوال فیډرېشن د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، دوی د سوډان د سرې میاشتې یا ریډ کریسینټ له ادارې سره د مرستې لپاره غوښتنه کړې ده چې دوه لکه کسانو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG