لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال عاصم منیر سره د امیر خان متقي لیدنه، د ترهګرۍ په ګډون په مهمو معاملو یې ورسره خبرې کړي


دپاکستان په سفر بوخت په افغانستان کې دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي امیر خان متقي دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال عاصم منیر باجوه سره لیدلي اؤ ورسره یې په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

دخالي په ورځ د پوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخبل بیان کې ویلي دې لیدنه کې دسیمې په امنیت،دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې په څارنه اؤ انتظام اؤ د اړونده خوښۍ په نورو چارو خبرې شوې دي.

په افغانستان کې دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دپاکستان دپوځي سرلښکر سره دا لېدنه په داسې حال کې کړې ده چې دپاکستان بیلابیلو سیمو په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا کې ترهګرۍ یو ځل بیا سر راپورته کړی دی اؤ پاکستاني چارواکي تورونه لګوي چې د وسله والې ډلې ټي ټي پي‌ ترهګر دافغانستان دخاورې نه دپاکستان پرضد بریدونه کوي اؤ د ورانکارۍ پلانونه جوړوي.

دایي ایس پي ار د بیان له مخې دلیدنې په مهال دپاکستان‌ پوځي سرلښکر جنرال عاصم منیر ویلي دترهګرۍ اؤ تندلاریتوب دچیلنجونو مقابلې لپاره خپلو کې همکارۍ پراخول اړین دي.

پاکستان ته د طالبانو دخارجه وزیر دسفر په مهال دافغان چارو څېړونکي اؤ وتلي خبریال ښاغلي طاهر خان وي او ای ډیوه ته ویلي په موجوده شرایطو کې پاکستان ته دښاغلي متقي سفر زیات مهم دی.

خبریال طاهر خان وایي متقي دا سفر پاکستان ته په داسې حال کې کړی چې په افغانستان کې داعش اؤ پاکستان کې ټي ټي پي خپل فعالیتونه پراخه کړي دي اؤ هیله کیږي چې اسلام اباد کې به دپاکستان اؤ چین مشران دطالبانو خارجه وزیر سره په دې اړوند خپلې اندېښنې شریکې کړي.

دطاهر خان په خبره ، دامنیت نه ور په اخوا هم دپاکستان اؤ چین افغانستان سره دتجارت په اړه معاملات مهم دي اؤ تجارتي اړیکې هم په هغه صورت کې پراخیدلی شي چې دافغانستان په پولو امن ټینګ وي.

دپاکستان دپوځ بیان کې ویل شوي دجنرال منیر اؤ متقي په لیدنه کې دطالبانو خارجه وزیر دافغان ولس لپاره د پاکستان روایتي ملاتړ ستایلی دی او ویلي یې دي چې دوي(دطالبانو حکومت) دسیمې د ثبات اؤ خوشحالۍ لپاره دپاکستان سره په ګډه کار کولو ته لیواله دي.

دبیان ترمخه جنرال عاصم منیر ښاغلي امیر خان متقي ته دپاکستان له لوري دیو باثباته،پرامنه اؤ خوشحاله افغانستان لپاره دهڅو ژمنه تکرار کړې ده.

بیان کې ویل شوي دواړو مشرنو په لیدنه کې د دوه اړخیزه تعلقاتو مضبوطولو اؤ دګډو ستونزو دهواري لپاره تماسونو ته په دوام ورکولو اتفاق کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې نزدیو کې پاکستاني چارواکو دخپل هیواد دننه دترهګرۍ څپه کې دچټکتیا علت دافغان طالبانو دحکومت ناکامي بللې ده اؤ تر دې حده یې ګواښ کړی چې که دطالبانو حکومت دافغانستان دخاورې نه دپاکستان پرضد دکیدونکو بریدونو مخه ونه نیسي نو بیا پاکستان دافغانستان په خاوره کې هم دخپلو دښمنانو پرضد دګامونو اخستو حق لري.

دافغان طالبانو حکومت دپاکستان دا تورونه بې اساسه بولي چې ګنې ترهګر دافغانستان دخاورې نه په پاکستان بریدونه کوي.

دطالبانو خارجه وزیر دفرورۍ په میاشت کې ویلي وؤ ترهګر دافغانستان په خاوره کې نشته بلکې له سرحدونو بهر دي اؤ په دې اړوند دپاکستان دعوې هیڅ حقیقت نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG