لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نيوزي لېنډ نه په ماتې خوړولو پاکستانۍ لوبډلې د لومړي نه درېم نمبر ته راغلې


PAK vs NZ
PAK vs NZ

د نيوزي لېنډ د کرکټ لوبډلې نه په ماتې خوړو پاکستانۍ لوبډله د نړيوال کرکټ د يو ورځنيو سياليو په درجه بندۍ کې د لومړي نمبر نه درېم نمبر ته راغلې ده.

د پاکستان په سفر د نيوزي لېنډ کرکټ لوبډلې د کوربه هېواد سره د پينځه يو ورځنيو سياليو د لړۍ په پينځمه سيالۍ کې کوربه پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړې ده. او په ماتې خوړولو سره یې لومړۍ درجه هم بايللې ده.

د پاکستان په کوربه توب د پينځه سياليو د لړۍ لومړۍ څلور سيالۍ پرله پسې کوربه پاکستانۍ لوبډلې ګټلې وې.

تېره شپه د کراچۍ په نېشنل سټيډيم/ لوبغالي کې ترسره شوې سيالۍ پچه/ ټاس د نيوزي لېنډ لوبډلې ګټلی او لومړی بېټنګ یې کړی وو.

مېلمه لوبډلې په لسو لوبغاړو اوټ کېدو په 49.3 اوورونو کې 299 رنزونه جوړ کړي وو.

او په ځواب کې یې بیا پاکستانۍ لوبډله په 46.1 اوورونو کې په 252 رنزونو اوټ شوې او په 47 رنزونو یې ماتې خوړلې ده.

له دې وړاندې څلور واړه سيالۍ پرله پسې پاکستانۍ لوبډلې ګټلې وې.

د يو ورځنيو پينځه سياليو د لړۍ نه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ پينځه شل اووريزې سيالۍ هم شوې، دوه پاکستان او دوه نيوزي لېنډ ګټلې او يوه سیاسي برابر يا سر په سر پاتې شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG