لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:دطالب ځواکونو عملیاتو کې د داعش خراسان د مرستیال مشر انجنیر عمر د وژلو دعوې شوې دي


په نړیوالو رسنیو کې دداعش خراسان دمرستیال مشر انجنیر عمر د وژنې رپورټونه مخې ته راغلي اؤ ویل شوي هغه دجمعې په ورځ په کابل کې دطالبانو دځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

انجنیر عمر دداعش خراسان څانګې دمشر یا امیر شهاب المهاجر دمرستیال په توګه افغانستان کې په تروریستي فعالیتونو بوخت ؤ.

هرڅو که په افغانستان واکمنو طالب چارواکو یا داعش په دې اړه پخپله نیغ په نیغه څه نه دي ویلي خو دداعش پرضد طالب پلوه رسنۍ المرصاد دسرچینو له خولې دعوه کړې ده چې دجمعې د ورځې عملیاتو کې دداعش خراسان څانګې د والي مرستیال انجنیر عمر وژل شوی دی.

دپاکستان ایکسپریس ټربیون رسنۍ پخپل رپورټ کې د نړیوالې میډیا د رپورټونو په حوالې ورکولو سره لیکلي چې دانجنیر عمر پرضد طالبانو دا عملیات دکابل په شمال کې په شکر دره سیمه کې شوي چې دغلته دداعش شبکه په پراخه توګه فعالیتونه کوي.

تر دې وړاندې سږکال دفرورۍ میاشت کې هم په کابل کې دطالب ځواکونو په عملیاتو کې دداعش خراسان د دوؤ مهمو مشرانو د وژل کیدو رپورټونه مخې ته راغلي وؤ چې هغې کې یو دداعش دعملیاتي اؤ استخباراتي څانګو مشر قاري فتح هم شامل ؤ.

تېره میاشت د امریکې ددفاع محکمې پنټاګان په افشا شوؤ دستاویزاتو کې ویل شوي وؤ چې دامریکایي صدر جوباییډن لخوا افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ویستل کیدو راپدیخوا تر دوؤ کلونو هم کمه موده کې افغانستان د داعش لپاره د همغږۍ یا رابطو په مرکز بدل شوی دی.

د پنتاګان دغه پټ سند کې ویل شوي وؤ چې افغانستان کې موجود ترهګر د یو بل سره تماس کې دي او په اروپا او ایشیا کې د ترهګریزو بریدونو پلانونونه جوړوي.

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې خپور شوي رپورټ کې ددغه افشا شوي دستاویز په اساس ویل شوي وؤ دامریکې د دفاع محکمې چارواکو پروسږکال د دسمبر میاشت کې په افغانستان کې د داعش ډلې د مشرانو له خوا د نهو پلان شوؤ سازشونو په هکله معلومات تر لاسه کړي وو، خو په تېره فبرورۍ کې یې بیا ددې پلان شوؤ سازشونو شمېره پنځلسو ته لوړه شوې وه.

په افغانستان کې دطالبانو حکومت د پنټاګان په پټ سند کې مخې ته راغلې دا دعوې رد کړې وې چې ګنې افغانستان یو وارې بیا دداعش لپاره په خوندي ځاله بدل شوی دی.

داعش خراسان ډلې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېر څه باندې یو نیم کال کې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د یو شمېر هغو لویو بریدونو ذمه وارۍ هم پر غاړه اخسیتې دي چې پر سکولونو، جوماتونو او نورو عامو ځایونو شوې دي او په سلګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG