لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيو ریسرچ سنټر: ايشيايي امريکايان خپله پېژندګلو په مختلفو طريقو کوي


واشنګټن - د ايشيا د هېوادونو هغه وګړي چې امريکايي تابعت يې اخیستی خپله شخصي پېژندګلو په بېلابېلو طريقو کوي او د يو نوي رپورټ تر مخه نيم پکې خپل ځان په نسلي بنياد ورپېژني او وايي دا مې وراثت دی خو نيم بيا ځان ته امريکايان وايي.

د پيو رسرچ سنټر رپورټ چې تېره ورځ خور کړل شوی وايي 90 فیصده ايشيايي امريکايان خپل مختلف دود دستور او کلتورونه ژوندي ساتي. هغه ټول ايشيايي بالغان چې په امريکا کې اوسي وايي د دوی خپل خپل کلتورونه دي.

دا سټډي د پيو د څو کالو د زيار نتيجه ده چې څنګه په ښه طريقه د ايشيايي امريکايانو نظر وپوښتي او د هغوی رایې جمع کړي.

په دې اړه تحقيق کوونکو د 7006 بالغو ايشيايي امريکايانو د کال 2022م د جولايي نه د دې کال تر جنورۍ پورې رایې اخیستې دي چې په ملکي کچه د ټولو نه غټه قامي نماينده سروې ګڼل کيږي.

د پيو د نوي تحقيق د پيل د څانګې مشر نيل روز وايي “دا سروې ډېره مهمه وه ځکه د ووټ اچولو او د ولسي رایې معلومولو په صنعت کې په عامه توګه د ايشيايي امريکایانو نظرپوښتنه ډېره کمه ليدل کيږي”.

د روز په وينا په امريکا کې نزدې 24 ميلينه ايشيايي امريکايان دي چې د ټولې ابادۍ شپږ فيصده برخه ده خو په رایې اخیستلو کې په تاريخي توګه ډېر کم په پام کې نيول شوي. هغه وي او ای ته وايي “پيو غوښتل چې په حقيقت کې د ايشيايي امريکايانو نظر وپوښتي”.

روز وايي پيو معلومه کړه چې په ايشيايي امريکايانو کې ډېره کلتوري تنوع ده خو د دې سره سره يې يوه شريکه تجربه هم شته او د دوی تر منځ د يو بل سره د تړون احساس هم شته.

په لسو کې شپږ بالغ ايشيايي امريکايان احساسوي چې په ملک کې يې د خپلو ايشيايي خلکو سره رابطې د نورو په نسبت زياتې دي.

په درو کې دوه برخې وايي يو قامي مشر ورته پکار دی چې په امريکا کې د ايشيايي ابادۍ وکالت وکړي او په لسو کې شپږ ګڼي نورو ايشيايي وګړو ته چې څه پېښيږي د دوی په ژوند يې هم اغېزې کيږي.

په امريکا کې مېشت په 24 ميلين ايشيايي امريکايانو کې 17.8 ميلين خلک بالغان دي چې په هېواد کې شپږمه غټه نسلي ډله ده. چينيان، فېلپينو، انډين، کورين، ويتناميان او جاپانيان د بالغ ايشيايي امريکايانو د ابادۍ 81 فیصده برخه جوړوي.

پيو وايي 24 فیصده ايشيايي امريکايان وايي دوی په امريکا کې د ايشيا د تاريخ نه ښه خبر دي او هم دومره تعداد ګڼي لا خو لږ خبر دي او لا هډو خبر نه دي.

څوک چې ګڼي دوی ښه خبر دي اکثرو خپل تاريخ د انټرنیټ او غيررسمي ذرايعو نه زده کړی او د رجسټرډ ووټ لرونکو ايشيايي امريکايانو اکثريت د ډيموکرېټک ګوند پلويان دي.

د رپورټ تر مخه 68 فیصده رجسټرډ هندي ووټران، 68 فیصده فېلپينو، 67 فیصده کورين او 56 فیصده چينايان امريکايان د ډيموکريټېک ګوند پلويان دي.

د دې برعکس د نيم نه لږ زيات ويتناميان امريکايان رجسټرډ ووټران د ريپبلیکن ګوند په طرف دي.

د سروې مطابق په امريکا کې د ايشيايي وګړو خلاف کرکه په زياتېدو ده او په مارچ کې د ايف بي ايي د کال 2021 اعداد و شمار ښيي په ملک کې په ايشيايي وګړو 746 بريدونه شوي چې د کال 2020م د 249 حملو نه د نيم په نيمه نه هم سېوا دي.

د يو رپورټ تر مخه د کوویډ په جريان کې د ايشيايي او پېسیفیک جزيرو د اوسېدونکو خلکو خلاف نسلي کرکه او امتيازي سلوک زيات شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG