لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان پلویان د جي ایچ کیو او کور کمانډر دفترونو په ګډون ملک کې قهرجن احتجاجونه کوي، یو تن وژل شوی


واشنګټن ـــ د پاکستان د مخکیني وزیراعظم عمران خان تر نیول کېدو وروسته د هغه د ګوند پلویان په پینډۍ کې د پوځ پر مرکز جي ایچ کیو او په لاهور کې د کور کمانډر پر کور ورغلي دي او د ملک په لویو ښارونو کې له قهره ډک احتجاجونه کوي چې پکې لږ تر د یو تن د وژل کېدو او د پولیسو په ګډون د شاوخوا پینځلس تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د اسلام اباد پولیس وایي احتجاج کوونکو د پایتخت ګڼ شمېر سړکونه بند کړي دي چې وایي د خلکو د تګ راتګ لپاره یې ځینو سړکونو ته متبادلې لارې خلاصې کړې دي.

پولیسو پر خپل ټویټر لیکلي چې د قهرجنو مظاهره چیانو په منځ کې پینځه امنیت ساتونکي پولیس عسکر ټپیان شوي دي او وایي تر اوسه یې د قانون د 144مې مادې د سرغړونې په تور 43 تنه نیولي دي.

پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د څو ښځو په ګډون ګڼ شمېر کسان- چې لرګي یې په لاسونو کې دي- د جي ایچ کیوپه بنده اوسپینزه دروازه ورځي، ډبرې ور ولي او د دروازې د کولپ تر ماتولو وروسته په زور دننه ورځي او د «الله اکبر» نعرې وهي.

بل لور ته په پنجاب صوبه کې هم د تحریک انصاف قهرجن احتجاج کوونکي سړکونو ته را وتلي او ځای پر ځای یې سرکاري ځایونو او موټرو ته زیان رسولی دی.

رسنۍ د ځینو ویډیوګانو په حواله وایي چې احتجاج کوونکي په پنجاب کې د پوځ د کور کمانډر دفتر ودانۍ ته ور ننوتي دي او هلته یې د پولیسو د یو ګاډي په ګډون څو موټرو ته اور ورکړی دی.

د پاکستان پوځ تر اوسه د عمران خان د ګرفتارۍ، پر جي ایچ کیو او د پنجاب د کور کمانډر پر دفترونو د تحریک انصاف د پلویانو د بریدونو په اړه څه غبرګون نه دی ښکاره کړی.

په پېښور کې هم د تحریک انصاف پلویانو له قهره ډک احتجاجونه کړي، پر سړکونو یې اورونه بل کړي او د کور کمانډر د دفتر په لور ورغلي دي، خو رپوټونه وایي چې پولیسو ورباندې اوښکې بهوونکی ګېس غورځولی او سره وېشلي یې دي.

د سیند په مرکزي ښار کراچۍ کې هم ګڼ شمېر خلک احتجاجونو ته را وتلي دي چې پکې ښځې هم شاملې دي. پر ټویټر په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې پولیسو پر احتجاج کوونکو اوښکې بهوونکی ګېس غورځولی او سره وېشلي یې دي.

د کراچۍ پر شاهراه فیصل او نورو سړکونو لیدل کېږي چې احتجاج کوونکي له لویو لرګیو سره پر سړکونو ګرځي، د پولیسو یو ټرک او د اوبو یوې ټېنکۍ ته یې اور اچولی او په یوه ویډیو کې پر یو پولیس عسکر باندې د لرګي واري کوي.

د وي او اې ډیوه خبریال حفیظ الله وایي په کوټه ښار کې هم احتجاجونه روان دي، د پاکستان تحريک انصاف ګوند تور پورې کوي چې په کوټه کې د پوليسو په ډزو د دوی يو احتجاج کوونکی وژل شوی او تر لسو زيات ټپيان دي.

د بلوچستان د نورو ځينو ښارونو په څېر په کوته ښار کې هم د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړو له خشمه ډک احتجاج روان دی، د کوټې د پوځي چاونۍ مخته احتجاج کوونکو سړک بند کړی او د پوځ او حکومت پر ضد نعرې وهي.

په همدې موقع د پوليسو او د احتجاج کونکو تر منځ اخ و ډب شوی، چې پکې د يو تن وژل کېدو او تر لسو د زياتو احتجاج کوونکو د ټپي کېدو دعوه کېږي.

د کوټې سېول روغتون يوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل روغتون ته يې د احتجاج له ځايه د يوه تن مړی او شپږ ټپيان وروړل شوي دي.

وايي وژل شوی تن پر سر په ګولۍ لګېدلی او نور معمولي ټپيان دي چې لومړۍ درملنه يې روانه ده. د تحريک انصاف ګوند د ډزو تور په پولیسو پورې کړی دی.

پوليس تور پورې کوي چې احتجاج کوونکو د پوليسو موټرو ته اور اچولی او یو پوليس عسکر یې هم ټپي کړی دی. حکومت په صوبه کې دفعه 144 لګولې او پر هر دول غونډو يې بنديز لګولی دی.

د کوټې په ټولو هسپتالونو کې بيړنی حالت اعلان شوی او ټول ډاکټرانو ته امر شوی چې د هر ډول ناوړه حالاتو لپاره تیار اوسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG