لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړېوال مطبوعات: د عمران خان ګرفتاري پاکستان کې د پوځي واک اندېښنې راپورته کړي


واشنګټن - نړېوالو مطبوعاتو پاکستان کې د عمران خان د ګرفتارۍ وروسته د هېواد په حالاتو رپوټونه خپاره کړي دي او زياتره يې په هيواد کې د پوځ بيا واک اخستو اندېښنو، د اټومي هيواد خرابېدونکي امنيت او پيچلي اقتصاد په اړه ليکل کړي دي.

د امريکا وتلې ورځپاڼې نيويارک ټايمز ليکلي دي چې د عمران خان ګرفتارۍ د پوځ او د عمران خان تر منځه اختلافات نور هم ژور کړي دي.

اخبار واېي اټومي هيواد پاکستان کې وروستي اړي ګړي پخوانۍ د پوځ واک اخستلو اندېښنې بيا راپورته کړي دي.

د انګرېزۍ ژبې اخبار واشنګټن پوسټ ليکلي دي چې د پاکستان خراب اقتصاد د خلکو غټه اندېښنه جوړه شوې او اقتصادي کار پوهان واېي دغه هيواد د دېواليه کېدو سره مخ دی.

عمران خان په لاهور کې د اې اېف پي خبري ادارې سره د مرکې پر مهال - د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۱۵مه، لاهور
عمران خان په لاهور کې د اې اېف پي خبري ادارې سره د مرکې پر مهال - د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۱۵مه، لاهور

د امريکا ستر ټيلي ويژن سي اېن اېن ليکلي دي چې د عمران خان ناڅاپي ګرفتاري د اړي ګړي سره مخ هيواد پاکستان په ورستيو مسلو کې يوه مسئله ده، د پاکستان خلک بدو اقتصادي حالاتو سره مخ دي او دا سياسي کړکېچ به يې مشکل نورهم زيات کړي.

الجزيره ټيلي ويژن د پاکستان حکومت لخوا د عمران خان له ګرفتارۍ نه وروسته په ټولنيزو رسنيو د بنديزونو په اړه خبر خپور کړی او په دې بنديزونو یې د بشري حقونو نړېوالې ادارې اېمنسټې انټرنيشنل فکر مندو ته ځای ورکړی دی.

الجزيره لېکلي دي چې که په عمران خان باندې عدالت کې د غبن تورونه ثابت شي، نو په سياست کې د برخه اخستو لپاره به نااهله شي.

د برطانېي دي ګارډين ورځپاڼې لېکلي چې د حکومت بايللو وروسته عمران خان د پوځ سره نيغ په نيغه په سياسي جګړه کې ښکيل دی خو واېي چې د پوځ مخالفت په هيواد کې د ده مشهورتيا لا نوره هم زياته کړې ده.

د عمران خان د نیولو وروسته تېره شپه د تحریک انصاف پلویانو لخوا د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې په پوځي ودانیو/چاوڼو او مرکزونو بریدونو تر څنګ مظاهرې هم شوي دي او ځاې پر ځاې د مظاهرچیانو لخوا ودانیو ته اوورونه هم لګول شوي. د پاکستان د پوځ په مرکزونو او چاوڼو د تحریک انصاف د پلویانو لخوا بریدونو ته تر اوسه د پاکستان پوځ کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د عمران خان د نیولو او د دغې وروسته پېل شوو احتجاجونو په اړه هم نه خو د پاکستان د پوځ لخوا او نه د پوځ د مشر لخوا کوم غبرګون یا بیان مخې ته راغلی.

خو د ګل په ورځ د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې ايي اېس پي ار د پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان لخوا پرله پسې په پوځي مشرانو د نیوکو غندنه کړې وه اؤ خبرداری یې ورکړی وو چې په بې ځایه بیانونو اؤ تورونو پوځ د کارروایۍ کولو حق خوندي لري.

د پوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي د عمران خان لخوا پرته له کوم ثبوت بې ځایه تورونه لګول اؤ په یو حاضر سروس پوځي افسر د ثبوت پرته تورونه لګول یو بې کچه غیرذمه دارانه عمل دی.

د پاکستان پوځ دغه بیان وروسته له هغې جاري کړی چې پروسږکال پخواني وزیراعظم عمران خان دلاهور وزیر اباد سیمه کې په ځان د شوي برید پړه د پاکستان د پوځ په یو لوړ پوړي چارواکي ولګوله اؤ د دې ترڅنګ یې پوځ په پرله پسې توګه د موجوده حکومت په ناجایزه ملاتړ تورن کړو.

Recommended

XS
SM
MD
LG