لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د رېډیو پاکستان پېښور ودانۍ وسوځېده خو آډیو ذخیرې او سټوډیو ته یې زیان نه دی رسېدلی


واشنګټن ـــــ په پاکستان کې د عمران خان د نیولو په غبرګون کې د تحریک انصاف قهرجنو احتجاج کوونکو له نورو سرکاري ودانیو سره سره د شورو- چارشنبې په ورځ په پېښور کې د رېډیو پاکستان ودانۍ هم سوځولې چې خلک یې د پښتو ژبې او هنر لپاره ستر زیان ګڼي.

د پېښور رېډیو پاکستان دفتر په داسې حساس ځای کې دی چې شاوخوا یې د پښتونخوا صوبایي اسمبلۍ، د کور کمانډر دفتر او د بالاحصار قلعه ده، خو احتجاج کوونکي یواځې د رېډیو ودانۍ ته په ننوتلو کامیابه شوي او هغې ته یې اور اچولی دی.

د رېډیو پاکستان د پېښور سټېشن پروډیوسر اکرام الله مروت وایي، ودانۍ تقریباً 90 فیصده ټوله سوځېدلې ده، وایي مخته یې شاوخوا 50 کمرې دي هغه ټولې سوځېدلې دي او شاته هم له 20 تر 30 فیصده پورې زیانمنه شوې ده.

اکرام الله مروت د وي او اې ډیوه خبریال فرید شینواري ته ویلي، احتجاج کوونکو کمپیوټرونه او نور مهم فایلونه هم وړي دي چې د رېډیو د دفتر ریکارډ پکې خوندي وو. ښاغلی مروت وایي هغه ګامونه نه واخیستل شول چې د رېډیو د ودانۍ د امنیت لپاره پکار وو:

"په عامو حالاتو کې زموږ امنیت ډېر بهترین وي، پولیس وي او د پرایوېټ کمپنۍ امنیتي کسان موجود وي خو په داسې حالاتو کې زیاته توجه د کور کمانډر دفتر، اسمبلۍ او بالاحصار ته وه او چا دا سوچ هم نه وو کړی چې د رېډیو ودانۍ ته به خلک په داسې انداز کې راشي".

اکرام الله مروت وايي د رېډیو د آډیو ذخیرې ته کوم زیان نه دی رسېدلی چې وایي په هغه کې ډرامې، ډاکومنټرۍ، فیچرونه او سندرې شاملې دي او سټوډیو هم خوندي پاته شوې ده ځکه چې وایي دا هر څه د ودانۍ په بېسمنټ یا تر مځکې لاندې کمرو کې پراته وو.

د رېډیو پاکستان ودانۍ په پېښور کې یوه له هسکو او زړو ودانیو څخه ده چې په وېډیوګانو کې لیدل کېږي د اور لمبې پرې بلې وې او اوس په لوګیو تکه توره ده، احتجاج کوونکو په دې سټېشن او شاوخوا کې ځینې موټر هم سوځولي دي.

د رېډیو پاکستان پېښور دفتر د انګرېزانو تر ولکې لاندې هند کې په 1935م کال کې جوړ شوی وه او د دې رېډیو له لارې د پښتو په لسګونو هنرمندانو سندرې او ډرامې خپرې شوې وې خو ددې سوځېدلې ودانۍ پرانیسته په 1984م کال کې پوځي واکمن جنرل ضیاءالحق کړې وه.

په واشنګټن دفتر کې د وي او اې ډیوه همکار مختار خلیل په 1970م کال کې په رېډیو پاکستان کې د نیوز په څانګه کې کار پیل کړی وو او 18 کاله یې د پېښور په دفتر کې کار کړی وو. ښاغلی خلیل وایي دا د برتانوي هند تر ټولو زړه ودانۍ وه. هغه د وي او اې ډیوه همکار فواد لامع ته په مرکه کې ویلي:

"بنیادي طور پېښور رېډیو سټېشن د شوروي روس د سوشلسټ پروپیګنډې د جواب کولو لپاره جوړ کړی شوی وو، ځکه چې دغه وخت په شوروي روس کې سوشلسټ انقلاب راغلی وو او د هغوی مضبوط الیکټرانیکي سټېشنونو د سوشلزم پروپیګنډه کوله، نو دلته واکمنو انګرېزانو د هغه د جواب لپاره لومړی پېښور سټېشن جوړ کړ چې ړومبی پکې د اردو او بیا د پښتو نشریات پکې شروع شول".

د رېډیو پاکستان پېښور څانګې مشر اعجاز خان سرکاري خبري ادارې ته په مرکه کې ویلي، چې د شورو- چارشنبې په ماخوستن لومړی شاوخوا دوه سوه احتجاج کوونکو د دفتر دروازه ماته کړې ور ننوتي او کړکۍ یې ماتې کړې دي او بیا یې وروسته ودانۍ ته اور اچولی دی.

پر ټولنیزو رسنیو د رېډیو پاکستان د ودانۍ سوځېدو ته ګډوډ غبرګون ښکاره شوی، ځینو خلکو پرې خوشحالي ښکاره کړې او ځینو پرې افسوس کړی او وایي چې په دې ودانۍ کې د پښتو سندرو او ډرامو ریکارډ سوځېدلی ستر زیان دی.

په پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند غړي سردار حسېن بابک پر ټویټر په لنډمهالي صوبایي حکومت باندې تنقید کړی او لیکلي یې دي:

"د رېډيو پاکستان په پېښور مرکز تر لوټمار او د ټولو وسايلو تر وړلو وروسته ودانۍ ته اور ورکړل شوى دى، په سوشل ميډيا باندې په ښکنځلو او بهر په ميدان کې په لوټمارۍ بوخت نګران حکومت یې په خاموشۍ ننداره کوي. د پښتونخوا د وسایلو لوټوونکي اوس قومي او شخصي شتمنیو ته اور اچوي".

د پاکستان د خبریالانو مرکزي تنظیم پي ایف یو جې د رېډیو پاکستان پېښور او خبري ایجنسۍ اې پي پي پر دفترونو د پي ټي ای د سلګونو غړو برید غندلی او وایي احتجاج کوونکو د دغو ادارو کارکوونکي هم وهلي او ډارولي دي.

د پي ایچ یو جې مشر افضل بټ او جنري سیکرټري ارشد انصاري په یو ګډ بیان کې غوښتنه کړې چې د رېډیو پاکستان د ودانۍ د سوځول کېدو او د اې پي پي پر دفتر د حملې دې سمدستي پلټنه وشي او ذمه واره کسانو ته دې له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.

د عزیز بونېري په نوم خبریال پر فېسبوک لیکلي چې احتجاج د ټولو سیاسي ګوندونو حق دی خو وایي په احتجاجونو کې "خپل تاریخ سوځول لویه د خفګان" خبره ده:

"په پېښور رېډیو پاکستان کې د اور لګولو له کبله دلته د پښتنو هنرمندانو پروت تاریخ نن سوځولی شوی دی، دا لوی د افسوس مقام دی چې نن ریاست د پښتنو هنرمندانو د ھغو تاریخي خوندي شویو آوازونو حفاظت ھم ونه کړو".

ځینو کسانو پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې په دې ودانۍ کې "د افغان ثور انقلاب خلاف او نور تاریخي ریکارډونه" سوځېدلي چې باید پلټنه یې وشي ځکه چې وایي دا کار "په لوی لاس او منظمه توګه" شوی دی. د صوبې چارواکو دغو داسې تورونو ته څه جواب نه دی ویلی.

د پاکستان د نشریاتو د مرکزي ادارې پي بي ایس مشر طاهر حسېن د پنجشنبې- زیارت په ورځ پېښور ته تللی او د رېډیو پاکستان سوځېدلې ودانۍ یې کتلې ده. هغه دا پېښه په کلکه غندلې او دا یې یو لوی زیان بللی دی.

د رېډیو پاکستان د خبر له مخې طاهر حسېن خواشیني ښکاره کړې چې وایي په دې ودانۍ کې قیمتي او د ارزښت وړ وسایل او د رېډیو پاکستان ریکارډ زیانمن شوی دی.

د عمران خان د ګرفتارۍ په ضد د تحریک انصاف قهرجن احتجاج کوونکي په راولپینډۍ کې د پوځ مرکز جي ایچ کیو او په لاهور کې د کور کمانډر دفتر ته هم هم ننوتي وو، اورونه یې ور اچولي او تاوانونه یې ور اړولي وو، همداسې یې د ملک په نورو ښارونو کې هم له قهره ډک احتجاجونه کړي وو، خو په پښتونخوا او بلوچستان کې په دغو احتجاجونو کې پینځه تنه وژل شوي او په لسګونو ټپیان شوي وو.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG