امریکې ویلي پاکستان کې جمهوري اقدار، اصولو ته غاړه اېښودل اؤ د قانون درناوی لیدل غواړي.
د امریکې د خارجه محکمې نایب ویاند ویدنټ پټیل رسنیو ته ویلي امریکا د پاکستان د حالاتو څارنه کوي اؤ یو پیاوړی جمهوري پاکستان د امریکې په ګټه دی.
هغه دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې روانه اوونۍ پاکستان کې د پخواني وزیراعظم عمران خان د نیول کیدو پر سر له قهره ډک احتجاجونه پیل شوي چې په کې ګڼ شمیر دولتي اؤ پوځي ودانۍ اؤ ګاډي سوځول شوي اؤ د پولیسو سره نښتو کې ګڼ شمیر سیاسي فعالین وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
د خارجه محمکې ویاند ویلي پاکستان سره په یو شمیر معاملو د امریکې خبرې روانې دي اؤ پاکستاني چارواکو سره د انساني حقونو اؤ د رسنیو د ازادۍ معاملې راپورته کړل شوي دي.
ویاند وویل "مونږ وړاندې ویلي دي چې امریکا دپاکستان په ګډون ټوله نړۍ کې د یو کاندید یا یو ګوند پلوي توب نه کوي بلکې ټوله نړۍ کې د جمهوري اقدارو د درناوي اؤ دقانون د واکمنۍ غوښتنه کوي."
هغه وویل ازادې رسنۍ غوره جمهوري ټولنه جوړوي،انټرنیټ دتماسونو یوه مهمه وسیله ده اؤ معلوماتو ته دخلکو لاسرسي اسانوي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د روان سیاسي کړکیچ په مهال دتېرو څو ورځو راهسې انټرنیټ تړل شوی اؤ ټولنیزو رسنیو ته دخلکو دلاس رسي مخه هم نیول شوې ده.
تر دې وړاندې اوړمه ورځ د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوټېریش هم په پاکستان کې له ټولو ګوندونو غوښتنه کړې وه چې له تاوتریخوالي لاس واخلي .
هغه پخپل یو بیان کې ټینګار کړی ؤ چې په سولیزه توګه د خلکو د راټولېدو د اړتیا درناوی دې وشي.