لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: طالبان دې د سنګسار، دُرو او نورې غیرانساني او د نړیوال قانون خلاف سزاګانې ختمې کړي


واشنګټن ــــ د ملګروملتونو تر لسو زیاتو کارپوهانو د طالبانو د سپریم کورټ له خوا د سنګسار، په دُرو وهلو او تر دېوال لاندې کولو په ګډون خلکو ته د سزاګانو د وروستي اعلان په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده.

دغو کارپوهانو له طالبانو غوښتي، د مرګ د سزا، په دُرو د وهلو او د بدن د غړو د پرې کولو په ګډون نورې ټولې بدني سزاګانې دې سمدستي بندې کړي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د کارپوهانو ډلې د مې پر 11مه په یوه اعلامیه کې دغه ډول سزاګانې "غیرانساني او ظالمانه" بللې او وایي دا ډول ظالمانه سزاګانې د نړیوال قانون خلاف دي:

"په سنګسار د خلکو وژل یا تر دېوال لاندې ښخول اذیت یا کوم بل ډول ظالمانه، غیر انساني او یا د سپکاوي چلند یا سزا ده".

د طالبانو سپریم کورټ د روانې مې میاشتې پر څلورمه اعلان وکړ، چې عدالتونو یې په هېواد کې 175 کسانو ته د قصاص او 35 نورو کسانو ته د سنګسار سزاګانې اورولې دي.

د طالبانو د دې ستر عدالت مرستیال عبدالمالک حقاني وویل، څلورو کسانو ته پر هغوی د دېوال را نړولو او 103 تنو ته په دُرو د وهلو په ګډون د حدودو د عملي کولو سزاګانې ورکړل شوي دي، خو دا یې نه دي ویلي چې دا سزاګانې کله ورکړل شوې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر رچرډ بېنیټ هم په دغو یوولسو کارپوهانو کې شامل دی، هغه پر خپل ټویټر د طالبانو دغه سزاګانې غندلې دي:

"په دُرو وهل او سنګسارول د نړیوال قانون خلاف یوه ظالمانه سزا ده. کېدای شي چې [د طالبانو] له دا ډول پر توپیري چلند ولاړو نارینه فیصله سره ښځې نورې زیانمنې شي".

د ملګروملتونو د کارپوهانو په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغو "وحشیانه او بې عزته کوونکو" سزاګانو وېرولي او اندېښمن کړي دي چې له دې سره به په سنګسار د ښځو وژلو پېښې نورې هم زیاتې شي:

"د دوی [ښځو] خلاف په ټولنه کې ژور توپیر او پخواني تصورات دي، خصوصاً د نارینه وو د عدالت دغه تصورات ژورې ریښې لري او دا د جنسیت په بنیاد د ځورونې عکاسي کوي چې ښځې او نجونې یې په افغانستان کې زغمي".

د طالبانو ویاند یا د دوی سپریم کورټ تر اوسه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دغو اندېښنو ته څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې خپلې ټولې تګلارې او سزاګانې له اسلامي‌ شریعت سره سمې بللې دي. ذبیح الله مجاهد د مې پر اتمه په یو ټویټ کې ویلي وو:

"واقعیت دا دی چې په افغانستان کې قضایي سیسټم تر پخوا ډېر قوي او عدالت تامین شوی او د هیوادوالو حقوقو ته د اسلامي احکامو په رڼا کې رسیدګي کیږي."

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په افغانستان کې د خپل سیاسي دفتر «یوناما» په حواله ویلي، د طالبانو سپریم کورټ بدني سزاګانې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په امر وروسته له هغه عملي کوي چې د تېر کال د نومبر پر 22مه یې د قاضیانو یوې ډلې ته د حدودو او قصاص په اړه لارښوونې کړې وې.

وایي له هغه را وروسته 274 سړي، 58 ښځې او دوه هلکان په یو میدان کې ښکاره د خلکو په وړاندې په دُرو وهل شوي او د یو تن تېزندۍ کړل شوی دی چې د طالبانو عدالت ورته د مرګ سزا اورولې وه.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په اعلامیه کې ویلي، د مدني او سیاسي حقونو نړیوال تړون او د اذیت خلاف کنونشن غیرانساني او ظالمانه سزاګانې منع کوي چې وایي افغانستان هم په دغو تړونونو کې شامل دی.

دغو کارپوهانو د بدني او د مرګ د سزاګانو ورکولو په برخه کې د طالبانو د عدالتونو له خوا د انصاف عملي کېدو په اړه هم خپلې ژورې اندېښنې ښکاره کړې دي او وایي، "د بشري حقونو نړیوال قوانین په ځانګړي ډول د مرګ د سزا غوندې ظالمانه سزاګانې منع کوي چې د انصاف له عملي کېدو او ضروري ضمانتونو پرته ورکول کیږي".

له هېواده بهر فعالیت کوونکي د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیشن هم د مې پر شپږمه په یوه اعلامیه کې خلکو د طالبانو ښکاره سزاګانې د ملي او نړیوالو قوانینو خلاف ګڼلې وې او ویلي یې وو چې هغوی په دې پرېکړو سره ټول انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG