لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې په انټرنټ بندیز د خلکو په ژوند او اقتصاد بدې اغېزې کړي


واشنګټن - د ميډيا د رپورټونو تر مخه د مرکزي حکومت لخوا د عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د احتجاجونو له کبله په انټرنټ د نامعلومه وخت پورې بندیز د خلکو ورځنی ژوند ځپلی او په پاکستان کې روان خراب اقتصاد يې نور هم اغېزمن کړی.

د انګرېزۍ ورځپاڼې ډان د سرچينو لخوا رپورټ کړي په تېرو څلورو ورځو کې د احتجاجونو او انټرنیټ د بندیز له کبله انلاين کاروبار 50 فیصده راپرېوتلی او د موبايل سروس ډېټا بنده پرته ده.

کاروباريان وايي د روان سياسي اړي ګړي د لاسه يې کاروبارونه هسې هم بند دي او د انټرنټ د بندېدو سره نور هم اغېزمن شوي.

په مردان کې د ایټالين پیزه منيېجر اسماعيل خان وي او ای ډيوه ته ويلي، د انټرنټ د نشتوالي په وجه يې ارډرز اخیستل او ډيليوري کول ډېر اغېزمن شوي.

هغه وايي د دې سره د موبايل فون کمپنيانې تاواني شوي او حکومت د کروړونو روپو د مالي نه محرومه شوی.

الجزيره په خپل رپورټ کې ويلي ايپس بند دي او عام خلک د انټرنټ نه متاثره شوي. رپورټ وايي د ژوند ډېر کارونه په انټرنټ روان دي او خلک د سوشل ميډيا په بندېدو هم ډېر غصه دي.

دي اکنامکس ټايمز د رپورټ تر مخه د اړي ګړي له سوبه د پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابل کې ارزښت ډېر کم شوی او د جمعې په ورځ يو امريکايي ډالر د 300 پاکستاني روپو برابر وو چې دا د ملک په تاريخ په وړومبي ځل شوي دي.

د پاکستان د سټېټ بېنک د شمارو ترمخه ملک ته د بهر نه د پيسو لېږلو شرح د تېر کال په نسبت دې کال په اپريل کې نزدې 38 فیصده کمه شوې ده.

د سرکاري شمارو ترمخه په اپريل کې د ملک برامدات د تېر کال په نسبت 26.68 فیصده کم شوي او د انټرنيشنل پيمېنټ ويليو 46 فیصده کمه شوې چې د تېرې اوونۍ د 606 ميلين روپو نه 330 ميلين روپو ته راپرېوتلې ده.

د سيمې خلک او خبريالان وايي د کومو خلکو چې وي پي اين ته لاس رسی وي د هغو خو ګزاره وشي خو د انټرنټ نيشتوالي فري لارنسرز او بهر کاروبار کونکي ډېر اغېزمن کړي چې په لويه کچه يې خلک غصه کړي.

د امريکا د خارجه چارو د وزارت وياند هم په پاکستان کې د انټرنټ په بندېدو په خپله وينا کې ويلي خلکو ته د اظهار د رای ازادي ورکول سوکاله او جمهوري ټولنې جوړوي.

هغه وويل د انټرنټ استعمال د انفارميشن د ازادۍ زريعه ده ځکه چې دا خلک د يو بل سره تړي، خپلې پرېکړې کوي، معلوماتو ته لاس رسی پخپله خوښه لري او حکومتونه ځان ته جواب ده ساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG