لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان د خوشي کولو په ضد پي ډي ایم د مې پر 15مه د سپریم کورټ مخته احتجاج اعلان کړ


واشنګټن ــــ د پاکستان د واکمنو ګوندونو سیاسي اتحاد پاکستان ډیموکرېټک موومنټ د ملک د لوی عدالت دا پرېکړه غندلې چې د عمران خان ګرفتاري یې "غیرقانوني" ګڼلې او د خوشي کولو امر یې کړی او اعلان یې کړی چې د مې پر 15مه به د سپریم کورټ مخته احتجاج کوي.

د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې په پي ډي ایم کې د شاملو ګوندونو له مشرانو سره ګډ پریس کانفرنس ته په وینا کې مولانا فضل الرحمان د پاکستان له خلکو وغوښتل چې د ګل- دوشنبې په ورځ د سپریم کورټ مخته د احتجاجي پرلت لپاره ورته راشي:

"نن هغه [عمران خان] ته وي وي ای پي پروټوکول ورکول کېږي او په ټول ملک کې غونډه ګردي کېږي او ترهګري کېږي او عدالت هغې ترهګرۍ ته تحفظ ورکوي".

هغه د پي ټي ای پرتشدده احتجاجونو ته لومړی "ترهګري" وویله او بیا یې "بغاوت او غداري" وبلله، ځکه چې وایي د ملک پر مهمو ځایونو یې بریدونه وکړل او د تاریخي یادګانونو سپکاوی یې وکړ خو وایي عدالت یې د ګوند د مشر بډو رشوتونو ته تحفظ ورکوي:

"که دا طالبان وکړي نو غداري ده، که یې یو تنظیم وکړي نو بندیز پرې لګېږي خو صرف یو ګوند ته دې اجازت وي چې له چا سره څه کوي هغه دې کوي".

مولانا فضل الرحمان وویل چې د سپریم کورټ د دې "رویې" خلاف به احتجاج کوي، خو وایي دا پرلت به یې د حکومت له خوا نه بلکې د پي ډي ایم له خوا به کېږي.

د پاکستان احتساب عدالت په امر چې د عبدالقادر ټرسټ په مقدمه کې رېنجر پولیسو عمران خان درې ورځې مخکې نیولی وو، د پنجشنبې- زیارت په ورځ سپریم کورټ د هغه نیول "غیرقانوني" وباله او د جمعې په ورځ هایکورټ هغه ته د دوو اوونیو ضمانت ورکړ.

مولانا فضل الرحمان د پاکستان پر پوځ ږغ وکړ، چې که کوم مخکینی پوځي جرنیل اوس هم د عمران خان د ملاتړ لپاره لابي کوي نو وایي پوځ دې یې مخه ونیسي او احتساب دې یې وکړي.

عمران خان د هایکورټ د ضمانت تر منظورۍ وروسته په اسلام اباد کې رسنیو ته په وینا کې د عدالت پرېکړه وستایله، خو تور یې پورې کړ چې درې ورځې وړاندې رېنجر پولیسو د پوځ د مشر په امر دی په هایکورټ کې دننه نیولی وو.

عمران خان له عدالته د ځان ګرفتاري "اغوا" وبلله او ویې ویل کله چې دی د پولیسو په بند کې وو هیڅ خبر نه دی چې د ګوند غړو یې په احتجاجونو کې څه کړي دي او که یې کړي دي نو وایي دی یې ذمه وار نه دی:

"زه یې ونیول او ټولې نړۍ ته یې د ترهګر غوندې ښکاره کړم، پوځ نیولی وم او وړلم یې، په ملک کې یواځې یو سړی فیصلې کوي او هغه په دې وېرېږي چې که زه بیا وزیراعظم شوم زما کرسۍ به لاړه شي".

د عمران خان د نیول کېدو خلاف د تحریک انصاف احتجاجونه له قهره ډک وو او د پوځي او سرکاري اثاثو په ګډون یې د عامو خلکو جایدادونو ته هم زیان رسولی وو چې له کبله یې په اکثرو ښارونو کې پولیسو د هغوی د مخنیوي لپاره له اوښکې بهوونکی ګېس او ډزو کار اخیستی وو.

د پي ډي ایم صدر وویل چې احتجاج به یې د خپلو مخکینیو احتجاجونو غوندې پرامنه وي، خو وایي که یې د احتجاج د مخنیوي هڅه وشوه نو بیا به دوی هم پرامنه پاته نه شي:

"که چا زموږ خواته په کږو سترګو وکتل او پر موږ یې د لاس پورته کولو هڅه وکړه نو په لرګي به هم جواب ورکول کېږي، په کاڼو به هم جواب ورکول کېږي، په سوک او څپېړه به هم جواب ورکول کېږي".

د عمران خان د خوشي کېدو پرېکړې ته پر ټولنیزو رسنیو هم د اکثرو حکومتي او اپوزیشن ګوندونو مشرانو غبرګون څرګند کړی دی. د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند مشر نواز شریف هم د سپریم کورټ پر جج نیوکه کړې ده او په یوه ویډیو کې یې ویلي:

"د سپریم کورټ چیف جسټس خو [عمران خان] ته دا ویلي چې ستا په لیدو خوشاله شوم، دا به یې هم ورته ویل چې تا د قوم 60 اربه روپۍ لوټلې دي او راغلی یې ستا په لیدو خوشاله شوم".

د پاکستان پوځ د عمران خان په ګرفتارۍ کې د لاس لرلو په اړه د هغه تورونو او د سپریم کورټ له خوا په خوشي کولو کې د پوځ د کوم پخواني جرنیل د لاس لرلو په اړه د مولانا فضل الرحمان اندېښنو ته لا څه جواب نه دی ویلی، خو د تحریک انصاف ګوند له خوا پر پوځي او سرکاري اثاثو بریدونه غندلي وو او د مې نهمه نېټه یې د پاکستان د تاریخ "توره ورځ بللې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناء الله وایي، د مې پر 17مه چې د عمران خان د حفاظتي ضمانت وخت ختم شي قانون به د هغه خلاف په حرکت کې راشي او وایي بیا که د اسلام اباد هایکورټ د امر باوجود هم د عمران خان د نیولو څه جواز وي نو هغه به ونیول شي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکې په کالجونو کې په غزه کې د جنګ خلاف احتجاجونه دوام لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG