په بډو تورن پخواني وزیر اعظم عمران خان نه چې کله یوې بهرنۍ خبریالې نن وپوښتل چې ایا دې (جګړې) اوس د امنیتي ادارو او ستاسو(عمران خان) او ستاسو په ډله د عدلیې تر منځ د جګړې بڼه نه ده اخېستې؟ نو عمران خان وویل چې نه—امنیتي ادارو نه—یو سړی، د پوځ مشر. "دا څه چې روان دي، دا پوځ بدناموي."
پوځ یا د پوځ ویاند په سوشل مېډیا د عمران خان خپره شوې دغه وینا ته تر اوسه ځواب ویلی نه دی خو څو شيبې وړاندې د پوځ ویاند میجر جنرال احمد شریف چودري د پاکستان یو شخصي ټي وي ته وویل، چې پوځ د خپل مشر جنرال عاصم منیر په مشرۍ کې متحد دی.
د عمران خان په دغه وینا باندې په سوشل مېډیا شوو بحثونو او کمنټونو کې اکثره خلکو ویلي چې داسې ښکاري جګړه د پوځ د مشر جنرل عاصم منیر او عمران خان تر منځ ده او په دوی کې به یو پاتې کېږي.
د اسلام اباد هاي کورټ نن د عمران خان د خوشې کېدو امر کړی او ورسره یې دا هم ویلي، چې پخوانی وزیر اعظم به د مې تر اولسمې پورې په ټول هېواد کې په یوه مقدمه کې هم نه نیول کېږي.
په پاکستان کې وتلې ډان ورځپاڼه په خپل سرلیک کې د عدالت دغې پرېکړې ته د پراخه برایت توری کارولی.
د واکمن ایتلافي حکومت مشران پام کوي چې پاکستان کې عالي عدالتونه پرلپسې د عمران خان د خوښې پرېکړې کوي او اعلان یې کړی چې د راتلونکې ګل یا دوشنبې په ورځ به د سوپریم کورټ مخې ته احتجاجي پرلت کوي.
د پخواني وزیر اعظم پلویانو د عدالت د فیصلو هرکلی کړی خو د مسلم لیګ ن مرستیالې مشرې مریم نواز شریف په چیف جسټس نیغ په نېغه نیوکې کړي.
نوموړې ویلي، د چیف جسټس جوړېدو مطلب دا نه دی چې هېواد د داسې یو چا لاسونو ته وسپاري چې د هغه بدمعاشانو د هېواد وقاراو سمبولونه سوزولي دي.
پخواني وزیر اعظم نواز شریف هم په عدالت کې د چیف جسټس عطا بندیال لخوا عمران خان ته په ستړي مشو نیوکې کړي او ویلي یې دي، په کار وه چې مشر قاضي د هغو شپیتو اربو روپیو یادونه هم کړې وه چې په تور یې عمران خان نیول شوی و.
د پاکستان سپریم کورټ پرون د عمران خان نیول غیر قانوني بللي و او نن عمران خان هم میډیا ته ویل، چې هغه د عدالتي ودانۍ نه تښتول شوی و. نوموړي ویلي و چې په هېواد کې د ځنګل قانون دی.
د مې په نهمه د عمران خان له نیولو وروسته د تشدد نه ډکو احتجاجونو کې په خیبر پښتونخوا کې اوه او په بلوچستان کې یو کس هم وژل شوی و. زیاتره قرباني شوي کسان په خټه پښتانه وو.
د احتجاجونو دغه ورځ په یو پوځي بیان کې د تورې ورځې په توګه یاده شوې وه.