لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکیې صدارتي ټاکنې: د اردوان او اوغلو تر منځ به نن سخته سیالي کېږي


واشنګټن ــــ د ترکیې خلک سږ کال د «نوې ترکیې» د جوړېدو د سل کلن جشن د لمانځلو تیاري په داسې وخت کوي چې د خپل سیاسي شناخت په هلو ځلو مصروف دي او نن به د خپلو هېواد نوی ولسمشر ټاکي.

ترکیه په نړیواله کچه په څو حوالو مهمه ده، د جغرافیې په حساب د اېشیا او یورپ تر منځ لاره ګڼل کېږي، د ملتپالنې او یورپي انضمام تر منځ د یو استعاراتي چوک په نظر هم ورته کتل کېږي او په نړۍ کې د اسلامي دنیا د سیاست د علامتي رهبرۍ امیدوار هم دی.

او په اوسني تناظر کې تر هر څه بالاتر دا خبره مهمه ده چې اوسنی صدر رجب طیب اردوان په دویم ځل پر دې څوکۍ د ټاکل کېدو لپاره هڅې کوي. یو عام تاثر دا دی چې د اردوان واکمنۍ د ترکي ټولنه په سیاسي لحاظ د سیکولرو او قدامت پسندو تر منځ وېشلې ده.

د صدر اردوان پلویان اکثر مذهبي، په ټولنیزه توګه قدامت پسند یا زړوپالي او له کلیوالو یا نویو ښاري سیمو را کډه شوي خلک دي او دا خلک د اردوان د واکمنۍ په وخت کې په هېواد کې نوې را پورته شوې منځنۍ طبقه ګڼل کېږي.

د اردوان دغه پلویان د هغه له کرشمه ډوله شخصیته اغېزمن دي او د هغه د واکمنۍ غزېدو ته د ملک د مستحکم کېدو په نظر ګوري. دغه خلک د اردوان د کار له عاجزۍ ډک پیل ستایي چې د رپوټونو له مخې هغه خپل د فوټبال شوق پرېیښی وو او له خپل پلار سره یې په مالي ستونځو کې د مرستې لپاره ډبل روټۍ او د لېمو شربت خرڅاوه.

بلې خواته د اردوان مخالفین په یو سیاسي اتحاد کې سره یو ځای شوي دي او هغوی دا ګڼي چې د اوسني صدر "آمرانه" واکمنۍ د ترکي ټولنې سیکولر ارزښتونه داغدار کړي دي.

د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد په نظر "له اسلام سره د اردوان تړلی سیاست" له هغې نوې ترکیې سره په ټکر کې دی چې بنیاد یې له عثماني سلطنت له ختمېدو وروسته د کمال اتاترک په مشرۍ ایښودل شوی وو.

نن د مې پر 14مه کېدونکې صدارتي ټاکنې د رجب طیب اردوان لپاره تر ټولو سخته سیالي ګڼل کېږي چې دوې لسیزې یې په ترکیې باندې واکمني کړې ده. هغه د وزیراعظم په توګه درې دورې پوره کړې او له 2014م کال راهیسې د منتخب صدر په توګه د ترکیې مشري کوي.

په 2017م کال کې ترکي د ټولپوښتنې یا ریفرنډم له لارې خپل پارلماني نظام په صدارتي نظام بدل کړ او تر هغه یو کال وروسته اردوان د هېواد د لومړي ولسمشر په توګه وټاکل شو.

اردوان چې کله وزیراعظم ټاکل شوی وو هغه وخت په ترکي کې جمهوري قوتونه کمزوري وو، پوځ یې زورور، اقتصاد یې له چېلنجونو سره مخ او په ټولنه کې یې ناارامي وه.

په داسې حالاتو کې د هغه معتدلو پالیسو ناقدین حیران کړل، د پیسو له نړیوالې ادارې ای ایم ایف سره د تړون په وسیله یې د هېواد د اقتصاد لوری بد کړ او د یورپي اتحاد د غړیتوب لپاره یې هڅې پیل کړې. هغه له مذهبي شخړو لرې پاته شو او ځان یې د جمهوریت یو داسې رهبر ښکاره کړ چې ګواکې له غربي نړۍ سره ټینګې اړیکې غواړي.

له دې وروسته چې اردوان څنګه خپل سیاسي واک ټینګ کړ، نو د سیکولر او یو وخت د زورور پاته شويو جرنېلانو د شاته ټېل وهلو او د اظهار پر ازادۍ فشارونه یې پیل کړل.

په 2016م کال کې د اردوان خلاف کودتا وشوه خو ناکامه شوه، د دې کودتا په وخت د اردوان یوه بېله څېره مخې ته راغله او هغه د پوځ، عدلیې، مدني ټولنې، پوهنتونونو او رسنیو په ګډون له ټولو ادارو د باغي عناصر ایستل پیل کړل او په زرګونو کسان یې زندان ته واچول.

د څېړونکو په نظر د سیمې په ګڼ شمېر هېوادونو کې د «عرب پسرلي» په نوم د بغاوت تحریکونو ناکامۍ اردوان ته د «پان اسلامسټ» یعنې په نړیواله کچه د اسلام د مخکښۍ باور ورکړ.

د امریکې په بروکنګز انسټیټیوټ کې د ترکي د چارو ماهر پروفیسر کمال کرېسي وایي، اردوان د عرب پسرلي په ورځو کې ځان پان اسلامسټ ګڼلو:

"هغه په داسې وخت [د مصر د مخکیني صدر محمد] مرسي په مشرۍ د کارکوونکي [تنظیم] اخوان المسلمین ملاتړ کړی وو چې سعودي عرب، متحده عرب امارات او بحرین پر دې ډله خپلې منګولې ټینګولې".

د اردوان اسلامي نظریات په ځوانۍ کې لا د مذهب خواته د هغه له پاملرنې ښکارېږي، هغه په یو مذهبي سکول ېک تعلیم کړی او د اسلامک ویلفېر ګوند د ځوانانو په تنظیم کې یې سیاسي روزنه شوې ده.

هغه یو ځل د ولس په منځ کې د یو نظم د لوستلو له کبله په دې تور جېل ته هم تللی وو چې ګواکې د خلکو "مذهبي" جذبات یې را پارول، په دې نظم کې لیکل شوي وو:

"جوماتونه زموږ بېرکونه، ګنبدې زموږ هیلمټونه، مینارونه زموږ سنګِ مرمر او زموږ وفاداره زموږ پوځیان دي".

له دې پرته اردوان د ترکیې تاریخي جومات «آیا صوفیه» هم بیرته پرانیست، چې یو وخت د بازنطیني سلطنت په وخت لویه کلیسا او میوزیم وو. د اردوان دا ډول کارونه هغو اسلام پلوه خلکو ته ډاډ ورکوي چې د ده مهم پلویان دي.

خو د ده مخالفین بیا ترکیه دې طرف ته د بېولو په اړه اندېښمن دي، ځکه چې د هغوی په وینا دا ډول اقدامات د نوې ترکیې د باني کمال اتاترک له نظریاتو سره په ټکر کې دي.

په واشنګټن انسټیټیوټ کې د ترکي د څېړنې پروګرام مشر او لیکوال سونر کاګاپتې وي او اې ته وویل، چې کمال اتاترک غوښتل ترکیه یو سیکولر، یورپي او د غرب خواته مایل هېواد جوړ کړي:

"زه اردوان د دغو پالیسیو د نه خپلولو له کبله د اتاترک مخالف ګڼم، هغه غواړي چې ترکي اسلامي هېواد وي، د منځني ختیځ برخه وي او په ټولنیزه توګه قدامت پسند وي".

د اردوان خلاف صدارتي ټاکنو ته کمال کیلیچ دار اوغلو ولاړ دی، چې د ریپبلکن پیپلز ګوند مشر دی او د دې ګوند بنیاد اتاترک سل کاله مخکې ایښی وو.

کمال اوغلو وایي که یې صدارتي ټاکنې وګټلې ترکیه به له آمرانه رهبرۍ خلاصه کړي او د یورپي ټولنې ټول جمهوري معیارونه به په خپل هېواد کې په پوره توګه عملي کړي.

د اردوان د بایللو خطر په داخلي توګه د هېواد "نازک" اقتصاد او وروستۍ وژونکې زلزلې هم زیات کړی دی. په دې زلزله کې شاوخوا 50,000 کسان مړه او په لکونو بې کوره شول. د زلزلې اغېزمن د اردوان پر حکومت تور لګوي چې زلزله ځپلو سیمو ته یې کافي مرستې نه دي رسولې.

یادونه:- دا رپوټ د اردو وي او اې په مننه پښتو ته ژباړل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG