لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي پنجاب نه یې د داعش او ټي ټي پي څلور ترهګر نیولي دي


د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي د پنجاب بیلابیلو سیمو کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس د ترهګرو اؤ ورانکارو پرضد عملیات کړي چې په کې د داعش اؤ ټي ټي پي څلور ترهګر نیول شوي دي.

د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو په بیان کې ویل شوي دا عملیات په سرګودها، راولپنډۍ اؤ ګجرانواله سیمو کې شوي دي.

بیان کې ویل شوي د ترهګرو پرضد د عملیاتو په مهال د هغوی د ولکې نه ځانمرګي جېکټونه اؤ چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د سي ټي ډي بیان کې د نیول شوؤ ترهګرو نومونه سلمان، شیرزمان، ملک اسرار اؤ شیر خان ښودل شوي اؤ وایي دوی د ترهګرو ډلو داعش اؤ تحریک طالبان پاکستان سره تعلق لرلو. بیان کې دا وضاحت نه دی ورکړی شوی چې د دغو څلورو تنانو څخه کوم یو یې د کومې ډلې سره تعلق و، خو په ګډه د داعش او ټي ټي پي دوو ډلو ته اړوند بللی شوي دي. یاده دې وي چې داعش او تحریک طالبان پاکستان دوه بېلې ډلې دي او دا چې د دوی ترمنځ تعلقات څنګه دي، د پوښتنې وړ خبره ده.

د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي د تېرې یوې اوونۍ په مهال یې د پنجاب د بیلابیلو سیمو نه 51 شکمن کسان نیولي اؤ تر11 زرو زیاتو کسانو یې پوښتنې اؤ پلټنې کړې دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو هم دعوه کړې وه چې د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس د صوبې بیلابیلو برخو کې 711 عملیات کړي چې په کې 39 ترهګر وژل شوي اؤ 158 ژوندي نیول شوي دي.

په دې وورستیو کې د پاکستان بیلابیلو سیمو کې د ترهګرۍ پېښې یو وارې بیا سیوا شوې دي اؤ د پاکستان پوځ اؤ حکومت منلې ده چې د عمران خان د حکومت په تېره دوره کې ترهګرو سره نرمه رویه د دې سوب شوې ده چې ترهګر ځان نور منظم اؤ خپل ترهګریز فعالیتونه پراخه کړي.

د ترهګرو لخوا په وروستیو ترسره شوؤ بریدونو کې زیاتره امنیتي ځواکونه په نخښه کړل شوي دي اؤ ددې بریدونو ذمه وارۍ زیاتره ټي ټي پي اؤ داعش په غاړه اخستې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG