لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سپریم کورټ مخې ته احتجاج لپاره د جمعیت علماء اسلام قافلې اسلام اباد ته روانې شوې دي


د مولانا فضل الرحمان په غږ د عدلیې د وروستیو پرېکړو پرضد د سپریم کورټ د ودانۍ مخې ته د احتجاجي پرلت لپاره د جمعیت علماء اسلام اؤ پي ډي ایم د بیلابیلو ګوندونو د فعالیتو قافلې د اسلام اباد په لوري روانې شوې دي.

ټاکل شوې ده جمعیت علماء اسلام سبا د ګل/دوشنبې په ورځ د سپریم کورټ د ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت پیل کړي اؤ مولانا فضل الرحمان د ایتلافي ګوندونو ترڅنګ د خپل ګوند په ذیلي تنظیم یا حفاظتي ځواک "انصار الاسلام" هم غږ کړی دی چې دغه پرلت کې ګډون وکړي.

د عمران خان په تېر حکومت کې د جمعیت علماء اسلام په انصار الاسلام نومې ذیلي تنظیم سختې نیوکې شوې وې چې دا دیني مدرسو د طالبانو نه جوړه شوې یوه داسې دسته یا ځواک دی چې د مذهب په نوم تشدد ته مایله ده اؤ په دغه تنظیم د بندیز ګنګوسې هم شوې وې خو مولانا فضل الرحمان ویلي وؤ دا ډله یې د ګوند د محافظې دستې په توګه کار کوي اؤ هیڅ رقم تشدد کې ککړه نه ده.

د جمعیت علماء اسلام ګوند د خېبر پښتونخوا صوبې مشر سنیټر مولانا عطاء الرحمان پېښور کې خبریالانو ته ویلي د سپریم کورټ مخې ته د پېلیدونکي احتجاجي پرلت حفاظت به د انصار الاسلام ډلې 10زره ساتونکي کوي.

په عین حال کې پاکستاني رسنۍ وایي د سپریم کورټ رجسټرار هم د سپریم کورټ د ودانۍ مخې ته د راجوړیدونکي احتجاجي پرلت په رڼا کې د امنیت قابو ساتلو لپاره د امنیتي چارواکو یوه غونډه رابللې ده.

مولانا فضل الرحمان د خالي/شنبې په ورځ پخپل یو ویډيو بیان کې د ټولو ګوندونو د فعالینو نه غوښتنه کړې ده چې د ګل/دوشنبې په ورځ د سپریم کورټ د ودانۍ مخې ته راجوړیدونکي پرلت کې باید برخه واخلي.

په مرکز کې د واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ مرستیاله مشره مریم نواز په دې احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسېدلې ده اؤ مسلم لیګ نواز ګوند اعلان کړی دی چې پرلت کې به کوټلی ګډون کوي.

مولانا فضل الرحمان د سپریم کورټ اؤ اسلام اباد هایکورټ له لوري پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته په ورکړل شوؤ رعایتونو سختې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي د عدلیې لخوا یو مجرم ته یو اړخیزه تحفظ اؤ وي ایي پي پروټوکول ورکول کیږي چې دا د عدلیې طرفداري ښایي.

هغه په ټول قام غږ کړی دی چې دې احتجاج کې په برخې اخستو باید د ملکي ادارو د تباهۍ مخه ونیسي.

د سپریم کورټ مخې ته دا احتجاجي‌ پرلت په داسې حال کې کیږي چې ټاکل شوې ده هم سبا د ګل/دوشنبې په ورځ په سپریم کورټ کې د الیکشن کمیشن د هغه درخواست اوریدنه هم وشي چې په کې سپریم کورټ نه په14مئ پنجاب کې د الیکشن متعلق پخپله فیصله د نظر ثانۍ غوښتنه شوې ده.

د پاکستان په تاوجن سیاسي ماحول کې څېړونکي ویرې ښایي چې د سپریم کورټ د ودانۍ مخې ته راجویدونکی دا احتجاج په تشدد اؤ اړي ګړي هم بدلیدلی شي.

تر دې وړاندې په نهم مئ دپخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ پرضد د هغه د ګوند تحریک انصاف فعالیتونو ګرد هیواد کې د تشدد اؤ قهره ډګ احتجاجونه کړي وؤ، پوځي ودانۍ اؤ ګاډي یې سوځولي وؤ اؤ پولیسو سره په نښتو کې ګڼ شمیر د پي ټي آی فعالین وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي وؤ.

په پاکستان کې حکومتي ګوندونه عدلیه د عمران خان اؤ تحریک انصاف ګوند په طرفدارۍ تورنوي خو عمران خان بیا وایي د هغه مبارزه د آیین د سرلوړۍ لپاره ده اؤ په دې لړ کې عدلیه د امید وروستی څرک دی چې د ده ګوند یې ترشا ولاړ دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG