لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوډان کې سخته جګړه روانه ده او ښکېل اړخونه به په سعودي عرب کې بیا مذاکرات کوي


روئټرز (واشنګټن) - د سوډان په پایتخت خرطوم کې نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د ښار ځينو برخو باندې ګوله بارۍ او هوایي بمبارۍ جاري وې، او داسې نه ښکارېده چې پوځې ډلې دې د تشدد کمولو ته آماده وي. جګړه په داسې حال کې توده شوې چې د جګړې ښکېل اړخونه په سعودي عرب کې یو ځل بیا د ډزبندۍ په سر مذاکرات کوي. د سوډان په خانه جنګۍ کې تر اوسه په سلهاوو تنان مړه شوي دي.

د هغه وخت راهېسي چې دوه میاشتې وړاندې د سوډان پوځ او د رپېډ سپورټ فورسز (آر اېس اېف) نومې ملېشه ترمنځ جنګ پیل شو، سرښار خرطوم او ترڅنګ دوه نور ښارونه – بحري او ام درمان – د جګړې میدانونه پاته شوي دي. همدا شان د سوډان په غربي ډارفور صوبه کې هم جګړه شوې ده.

د روئټرز د یو خبریال او د ځایي خلکو د قوله ویل شوي چې د اتوار/یکشنبې په سهار، په بحري سیمه باندې ګوله بارۍ او په ام درمان سیمې باندې هوایي بمبارۍ وشوې. د العربیه ټي وي چینل ویلي چې په مرکزي خرطوم کې هم سختې نښتې شوې دي.

د سوډان په جنګ کې تر اوسه سلهاوو تنان مړه شوي، شاوخوا دوه لکه کسان ګاونډیو ملکونو ته مهاجر شوي، او اووه لکه نور د ملک دننه بېځایه شوي دي چې یوه بشري تباهي یې راپیدا کړې ده. دا ېره هم راپیدا شوې چې خارجي قوتونه په دې شخړو کې ښکېل شي او خطه د عدم استحکام سره مخ کړي.

د ډارفور بار اېسوسیشن په یو جاري شوي بیان کې ویل شوي چې د تېرې جمعې او خالي/شنبې په ورځو د غربي ډارفور صوبې په مرکز کې څه باندې سل تنان وژل شوي دي او په هغو کې د ښار د زاړه جومات امام هم شامل دی.

په کال ۲۰۲۱ کې په سوډان کې پوځي کودېتا وشوه او له هغه وخت راهېسي د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان او د آر اېس اېف مشر محمد حمدان دغالو په شریکه په سوډان حکومت کولو. مګر وروستو دوی دواړه د دې په سر چې واک اختیار څه وخت او په څه قسم سېوېلین حکومت ته منتقل کړي، سره دومره برخلاف شول چې خبره یې د سوډان تر خانه جنګۍ ورسېده.

د سوډان په روانه جګړه کې پوځ سره فضایي طاقت شته، او آر اېس اېف ځواکونه بیا د ښار په دننه سیمو کې قوت لري.

د دوی ترمنځ د ډزبندۍ کوششونه شوي، خو ویل کیږي چې څو څو ځله ډزبندۍ ناکامه شوي دي. امریکا او سعودي عرب هلې ځلې کوي چې په جده ښار کې د سوډاني ډلو ترمنځ وساطت وکړي او دوی راضي کړي چې د یوې دوامداره ډزبندۍ پر سر اتفاق ته ورسیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG