لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای پي: په خرطوم کې د ګل، دوشنبې، په ورځ امن و


د متحده قومونو د ادارو اندازې وايي د جګړی دلاسه په سوډان کې دننه لږترلږه 3 لکه او 34 زره خلک د خپلو کورونو نه بی ځایه شوي او په زرګونو نور ګاونډې ملکونو لکه مصر، چاډ، جنوبي سوډان، وسطي افریقه او ایتهوپیا ته هم اوړېدلي دي
د متحده قومونو د ادارو اندازې وايي د جګړی دلاسه په سوډان کې دننه لږترلږه 3 لکه او 34 زره خلک د خپلو کورونو نه بی ځایه شوي او په زرګونو نور ګاونډې ملکونو لکه مصر، چاډ، جنوبي سوډان، وسطي افریقه او ایتهوپیا ته هم اوړېدلي دي

د سوډان د پوځ او د مخالف ار اېس ځواک نمایندګان د خالي، شنبې، د ورځې نه د سعودي عرب په ساحلي ښار جده کې په خبرواترو کې بوخت دي.

امریکا او سعودي عرب په سوډان کې په جنګ کې ښکیلو فريقېنو غږ کوي چې خلکو ته بنیادي انساني مرستو رسولو دپاره دې د لنډې مودی دپاره د ډزبندۍ په اړه په سنجیدګۍ خبرې وکړي.

د ای پي خبري ادارې ترمخه په جده کې د سوډان د حریفو ډول د خبرو په نتیجه کې د ګل، دوشنبې، په ورځ په خرطوم کې فضا پرامنه وه.

د سعودي خارجه وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د سوډان د فريقېنو خبرې به ترهغه وخت پورې دوام لري ترڅو چې خلکو ته انساني امداد رسولو دپاره د عارضي ډزبندۍ موثره لار را و نه وځي.

بیان زیاتوي د لنډې مودې د ډزبندۍ مقصد دا دې چې بیړنې انساني امداد او بنیادي سهولتونه بیا بحال شي، او د مستقل امن دپاره د خبرو اترو یوه لاره را وېستل شي.

بیان دا هم وايي، چې په جنګ کې ښکیل د سوډان دواړه اړخونه دا خبره مني چې د سوډان د خلکو کړاوانو ختمولو په لړ کې ډېره زمه واري د دوی ده، چې په کې بېړنی امداد او بنیادي سهولتونه بیا بحالول هم شامل دي.

دغه خبرې د سعودي عرب او امریکا د سفارتي کوششونو برخه دې چې مقصد یې دغه جګړه ودرول دي.

بلخوا رویټرز خبري اداره وايي په 7 می په مصر کې د عرب لیګ ملکونو هم یوه بېړنۍ غونډه کړي او په دې په یوه اتفاق ته رسېدلي چې یوه درې اړه خیزه رابطه کمیټي جوړه کړي او ددغه جګړی حل رااوستلې شي.

د غونډې نه پس د عرب لیګ لخوا جاري شوی بیان وايي په دغه کمیټۍ کې به د سعودي عرب، مصر او د لیګ د 22 غړو ملکونو نمایندګان شامل وي.

د مصر خارجه وزیر سامع شکري د غونډی نه پس خبري کانفرنس ته ویلي، "موجوده حالات، عرب ملکونه فوري او موثره ګامونه اخستو ته مجبوره کوي.ځکه مونږ د ګڼ اړه خیزه رابطه کمیټي جوړولو فېصله کړي. ددی مقصد به ډزبندي ته رسېدل، خلکو ته محفوظه لاری برابرول او په روانو حالاتو کې د سوډان ریاستي ادارو تحفظ شامل وي."

تېره هفته د جمعې په ورځ متحده قومونو خبردارې ورکړی وو، چې کله نه د سوډان جګړه شروع شوي هره ورځ په کې یو شمېر ماشومان مري یا زخمیان کېږي.

ای اېف پي خبري اداره د یونیسف د ویاند جېمز اېلډر د خولې وايي، د 15 اپرېل نه تر 25 اپرېل پورې په 11 ورځو کې "مونږ ته رارسېدلي رپورتونه ښيي چې 190 ماشومان وژل شوي او 1700 زخمیان دي. ددی مطلب دا شو چې په هره ګنټه کې 7 هلکان یا جینکۍ یا خو وژل کیږي یا زخمیان کېږي. "

د 15 اپرېل نه چې کله نه په خرطوم کې د پوځ او د RSF ترمنځ دغه جګړه شروع شوي نو په غټه کچه د نورو ملکونو اوسېدونکې او سفیران د سوډان نه وتل شروع شوي.

د سوډان د صحت وزارت وايي، تر اوسه پورې په جګړه کې لږترلږه 550 کسان وژل شوي 5,000 ته نزدی په کې زخمیان دي.

د متحده قومونو د ادارو اندازې وايي د جګړی دلاسه په سوډان کې دننه لږترلږه 3 لکه او 34 زره خلک د خپلو کورونو نه بی ځایه شوي او په زرګونو نور ګاونډې ملکونو لکه مصر، چاډ، جنوبي سوډان، وسطي افریقه او ایتهوپیا ته هم اوړېدلي دي. په دی کې هغه خلک هم شامل دي چې په 2013 کې د جنوبي سوډان د خان جنګۍ نه سوډان ته کډوال شوي وو.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پی، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارون

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG