لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران پنځه تنان د مخدره موادو د قاچاق په جرم تېزندۍ کړل


واشنګټن - د ایران عدالتي نظام خبر ورکړ چې ایراني چارواکو د ګل/دوشنبې په ورځ پنځه وګړي د ملک په جنوبي برخه کې د "مخدره موادو د وسله وال قاچاق (سمګلېنګ)" په جرم تېزندۍ کړل.

د عدالتي نظام سره تعلق لرونکي خبري وېبسایټ میزان آنلاین د هرمزګان ولایت د چیف جسټس مجتبی قهرماني له قوله لیکلي، دغو څلورو کسانو ته چې "ټول مجرمین او د مخدره موادو وسله وال سمګلران" بلل شوي دي، د تېزندۍ سزا اورول شوې وه چې د ایران سپریم کورټ هم دا سزا تصدیق کړې وه.

مجتبی قهرماني ویلي چې "د یادو شووو کسانو سزاګانې نن (ګل/دوشنبې) سهار [د هرمزګان ولایت] په بندر عباس او میناب جېلونو کې عملي کړی شوې."

د دې کسانو په اعدامېدو سره په ایران کې د یوې هفتې نه په کمه موده کې د مخدره موادو په قضیو کې د تېزندۍ شوو کسانو شمېر اته (۸) تنانو ته ورسېد.

د تېرې شورو/چهارشنبې په ورځ د ایران عدلي نظام د مخدره موادو د سمګلرانو د ډلو درې تنان چې سزا ورته اورول شوې وه، تېزندۍ کړل. ملګرو ملتونو فکرمندي ښودلې چې په ایران کې د اعدامونو شمېر "په یروونکې توګه" په زیاتېدو دی.

د اېمنسټي انټرنشنل په ګډون د بشري حقونو ډلې وایي، ایران په هر کال کې دومره کسان تېزندۍ کوي چې بغیر د چین نه، بل هېڅ ملک کې دومره زیات کسان نه اعدامیږي.

د ګل/دوشنبې په ورځ ایران دوه تنان قرآن او پیغمبر ته د سپکاوي په تور هم اعدم کړل چې امریکا او د بشري حقونو ډلو د دې کسانو اعدامول وغندل.

د نهې/سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر وولکر تورک د ایران د سږکال د اعدامونو "ناوړه" شمېرو په هکله د فکرمندۍ اظهار وکړ. په اوسط ډول هره هفته ایران کې لس (۱۰) تنان تېزندۍ کیږي.

سږکال په ایران کې د دوه سوه و لس (۲۱۰) تنانو نه ډېر خلک تېزندۍ شوي چې اکثره یې د مخدره موادو له کاروبار سره تعلق درلود. د ملګرو ملتونو په یو بیان کې راغلي چې ممکن د تېزندۍ شوو حقیقي شمېر تر دې ډېر لوړ وي.

په ناروې کې مېشت د ایران د بشري حقونو ډله او په پاریس کې مېشت د اعدام سزا په ضد یو تنظیم وایي، په ایران کې د تېزندۍ شوو کسانو شمېر په کال ۲۰۲۲ کې د کال ۲۰۲۱ په نسبت، پنځه اویا (۷۵) فیصده لوړ و.

یاد دوه د بشري حقونو تنظیمونه زیاتوي چې تېر کال په ایران کې قریب شپږ سوه (۵۸۲) تنان تېزندۍ کړی شول، کوم چې د ۲۰۱۵ کال راهیسي په ایران کې تر ټولو لوړه شمېره وه. په کال ۲۰۲۱ کې د ایران د اعدام شوو کسانو شمېر درې سوه دري دېرش (۳۳۳) و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG