لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دره ادم خېل: نښته کې وژل شوي 16 کسان خاورو ته سپارل شوي


دخېبر پښتونخوا دکوهاټ ضلعې په دره ادم خیل سیمه کې د کولې یا سکرو د غر دملکیت په شخړه د دوؤ قبیلو ترمنځ نښته کې وژل شوي 16 کسان نن د نهې په ورځ خاورو ته سپارل شوي دي.

پولیس وایي دسیمې حالات اوس په قابو کې دي اؤ دمړو دفن کیدو وروسته به دې پېښه کې دککړو کسانو دنیونې لپاره ګامونه واخلي.

دا پېښه پرون دګل په ماذیګر دکوهاټ دره ادم خیل سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې وه چې داخوروال اؤ سني خیل قبېلې وګړي یو بل سره د سکرو دغر دملکیت په لانجه وران شول.

دکوهاټ دضلعي پولیسو ویاند وي او ای ډیوه ته نښته کې د 16کسانو د وژل کیدو اؤ دریوؤ نورو د ژوبل کیدو پخلی کړی دی.

دکوهاټ پولیسو د ویاند ښاغلي فضل نعیم له مخې نښته کې 11کسان دسني خیل اؤ 3 د اخوروال قبیلې وژل شوي دي.

ښاغلي فضل نعیم وي او ای ای ډيوه ته وویل دسني خیل او اخوروال قبیلې ترمنځ دتېرې ډیرې مودې راهسې دکولې دغر په حدبندۍ دا شخړه روانه ده اؤ تر دې وړاندې هم دواړو خواؤ په یو بل ډزې کړې دي.

دسیمې نه سرچینو ډیوه ته ویلي دګل په ورځ شوې دا نښته دومره سخته وه چې حتی د مخنیوي لپاره یې سیمې ته پوځ وربلل شوی ؤ.

دپولیسو ویاند وویل دا نښته تازه نښته د اخوروال قبیلې تر ولکې لاندې دسکرو یا کولې د درنګ د څلور کلو میټره رقبې په ملکیت شوې ده.

هغه وویل دپېښې مقدمه د دره ادم خیل په پولیس تاڼه کې درج شوې ده اؤ کوم درې کسان چې دې پېښه کې زخمیان دي هغوي هم په دې مقدمه کې نومول شوي چې هغوي دپولیسو سره ګرفتار دي اؤ د نورو دنیولو لپاره پولیس هڅې کوي.

دپولیسو ویاند وویل نن به د نهې په ورځ پېښه کې وژل شوي کسان خاورو ته سپارل کیږي ځکه پولیسو لا تر دې دمه د دواړو قبیلو پرضد لا څه ګام نه دی اخستی خو دمړو خاورو ته له سپارل کیدو وروسته به پولیس د دوي دنیولو اقدام وکړي،

د یادو قبیلو ترمنځ تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې د سکرو د غر په ملکیت نښتې شوې دي چې وروستۍ نښته پکې دتېرې فرورۍ په میاشت کې شوې وه.

اخوا ډان ورځپاڼې ددره ادم خیل تدحصیلدار مسلم اپریدي له خولې خپل رپورټ کې لیکلي چې پوځ دشخړې هواري لپاره د دواړو خواو مشران رابللي دي اؤ دکوهاټ پولیس اؤ د دره ادم خیل داسسټننټ کمشنر په منځګړتوب دبندو دروازو ترشا د شخړې د هواري خبرې کوي.

دره ادم خیل سیمې په تېرو وختونو کې دنیمې قبایلي سیمې درجه درلوده اؤ دا سیمه په ایشیاء کې د وسلو دکاروبار تر ټولو ستر مارکیټ یادیږي .

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG