لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د تېلو بیعې راغورځول شوې دي


نړۍ کې دتېلو دبیعو راغورځېدو وروسته دپاکستان حکومت هم دتېلو بیغې راټیټې کړي دي اؤ د یو لیټر پټرولو په نرخ کې یې د12 روپو دکمي اعلان کړی دی.

دپاکستان دخزانې مرکزي وزیر ښاغلي اسحاق ډار دتېلو بیعو کې دکمي داعلان په مهال ویلي دپټرولو نرخ کې د12 روپو له کمې وروسته به اوس دیو لیټر پټرولو بیعه 270 روپۍ وي.

دپاکستان دخزانې وزارت واضحه کړې ده چې دا تېلو بیعو کې دا کمی به د دوؤ اوونیو لپاره وي.

دخزانې وزیر ویلي دهایي اسپیډ ډیزلو یو لیټر کې 30 کموت شوی اؤ ددې نوې بیعه 258 روپۍ ټاکل شوې ده.

همداشان دخاورو تیل هم 12 روپۍ ارزان کړی شوي چې نوې بیعه یې 164 روپۍ اؤ7 پیسې ټاکل شوې ده.

دخزانې وزیر ویلي دلایټ ډیزل ایل نرخ په یو لیټر کې 12 روپۍ غورځول شوی اؤ اوس به 152 روپۍ اؤ 68 پیسو لیټر ترلاسه کیږي.

دخزانې وزیر هیله ښکاره کړې ده چې دتیلو نرخونو کې دکمي سره به د نورو شیانو بیعې هم راټیټې شي اؤ په ټرانسپورټرانو یې غږ کړی دی چې دوي هم باید اوس کرایانې راښکته کړي.

تر دې وړاندې دپاکستان حکومت په 16م اپریل دپټرولو بیعه په لیټر کې 10 سیوا کړې وه اؤ دیو لیټر پټرولو بیعه د272 روپو نه 282 روپو ته رسېدلې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG