امریکا وایي پاکستان کې خلک حق لري چې دخپلې رایې څرګندونه وکړي خو داسې باید دتشدد عملونو کې له برخې اخستو پرته وکړي.
تېره ورځ خبریالانو ته داحوال ورکولو په وخت دامریکې دبهرنیو چارو دمحکمې ویاند ویدانت پټیل نه چې کله دپاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان دګرفتارۍ په اړه پوښتنه شوه نو هغه پرې دتبصرې نه ډډه وکړه خو وي ویل دهرۍ ګرفتارۍ په مهال دملکي قوانینو درناوی کول پکار دي.
ډاڼ ورځپاڼه کې دخپور شوي رپورټ له مخې امریکایي ویاند نه چې کله دعمران خان له نیول کیدو وروسته داړي ګړي د رامنځته شوؤ پېښو په اړوند پوښتنه وشوه نو ښاغلي ویدانټ پټیل وویل:
"تر وړومبۍ اؤ تر ټولو مهمه خبره ،مونږ دا یوا چې خلک باید خپلې رایې څرګندولو ازادي ولري خو دتشدد په کوم فعل کې له ګډون پرته باید داسې وکړي،داسې دتشدد ډک فعل چې سرکاري ملازمینو اؤ ودانیو ته پکې زیان رسیږي"
کله چې دبهرنیو چارو دمحکمې ویاند نه دعمران خان د ګرفتارۍ په اړه دتبصرې غوښتنه شوه نو هغه وویل "امریکا دکوم سیاسي ګوند یا امیدوار په مقابله کې د بل ګوند یا امیدوار ملاتړ نه کوي"
دهغه وینا وه چې یو پیاوړی باثباته اؤ خوشحاله پاکستان دواشنګټن اؤ اسلام اباد داړیکو لپاره خورا مهم دی
تېره اوونۍ پاکستان کې دغبن په تورونو دپخواني وزیراعظم عمران خان دنیول کیدو نه وروسته دهغه دګوند تحریک انصاف په زرګونو پلویانو ګرد هیواد کې په دولتي اؤ پوځي ودانیو حملې کړې وې اؤ دغو ودانیو ته یې اورونه لګولي وؤ.
داړي ګړي اؤ پولیسو سره دنښتو په دې پېښو کې ګڼ شمیر کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي هم وؤ.
پاکستان کې دتشدد اؤ اړي ګړي له دې پېښو وروسته دامریکې دسینیټ دبهرنیو اړیکو کمیټې دپاکستان په ضعیت اندېښنې ښودلې وې اؤ ویلي یې وؤ چې دپاکستان په وضعیت یې ژور نظر ساتلی دی.
دیادې کمیټې مشر سینیټر باب مینینډیز تېره اوونۍ پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې هغه پاکستان کې دتاؤ تریخوالي دکمي دهڅو ملاتړ کوي اؤ ددې ترڅنګ یې غوښتنه کړې وه چې پاکستان کې په انټرنیټ لګول شوی بندیز باید پورته کړل شي.
همدا شان دملګرو ملتونو عمومي سرمنشي هم دعمران خان دنیول کیدو نه وروسته پاکستان کې دبدامنۍ په رامنځته شوؤ پېښو اندېښنه ښودلې وه دپاکستان په امنیتي ځواکونو اؤ مظاهره چیانو یې دتحمل غږ کړی ؤ.