لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولوي عبدالکبیر د ملا حسن پر ځای د طالبانو د حکومت رئیس الوزراء ټاکل شوی


په افغانستان کې دولتي سرچینې وایي دطالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده دملاحسن پځاي مولوي عبدالکبیر دطالبانو دحکومت سرپرست رئیس الوزرا ټاکلی دی.

دافغانستان اریانا نیوز ویلي،د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال د تشریفاتو او رسنیو رییس محمد حسن حقیار ورته تابید کړې ده، چې ملا حسن ناروغه دی اؤ مولوي عبدالکبیر به دهغه په غیاب کې د ریاست الوزراء د چارسمبالي په توګه دنده ترسره کوي.

طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي چې ښاغلی حسن اخوند څه ډول ناروغي لري او دا چې آیا تر درملنې لاندې دی که نه؟

د طالبانو یوې سرچینې امریکا غږ ته ویلي چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو د سرپرست حکومت د کابینې په غونډه کې ملا حسن اخوند برخه نه وه اخستې او د غونډې مشري مولوي عبدالکبیر کوله.

د وي او ای پښتو د رپورټ له مخې د معمول سره سم په حکومتونو کې د دا ډول بدلونونو په هکله اعلامیې خپریږي خو د طالبانو حکومت چې تر اوسه د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا ادارې په رسمیت ندی پیژندلی، د خپل مشر پر ځای د سرپرست ټاکل کیدو په هکله یې هیڅ ډول اعلامیه نده خپره کړې.

افغان خبریال سیمع یوسفزئ په ټویټر لیکلي د طالبانو د حکومت ریس الوزرا ملا محمد حسن اخند کندهار ته تللی او مرض یې زیات شوی .

هغه وایي د ملا محمد حسن اخند په غیاب کي به مولوی عبدالکبیر په موقت ډول د ریس الوزرا چاری پر مخ بیایي.

مولوي عبدالکبیر د طالبانو په کابینه کې د رئیس الوزرا مرستیال و او واک ته تر رسیدو وړاندې په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړي هم و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG