واشنګټن - د مصنوعي ذهانت لا ارټيفيشل اېنټېلېجنس (ای ايي) چيټ جي پي ټي جوړوونکې کمپنۍ مشر د نهې- سې شنبې په ورځ د امريکا کانګرس ته ويلي د زياتېدونکي طاقتور مصنوعي ذهانت د خطرو د لرې کولو د پاره به د حکومت مداخلت ډېر مهم وي.
د اوپن ای ايي مشر سام الټمين د سينټ اورېدنې ته په خپل بيان کې ويلي، “څنګه څنګه چې دا ټېکنالوژي په مخکې ځي مونږ پوهېږو خلک انديښمن دي چې دا به يې په ژوند کې څه قسم بدلون راولي. مونږ هم انديښمن يو”.
د هغه د سان فرانسېسکو نوښت هغه وخت د خلکو پام ځان ته ؤاړولو کله چې يې تېر کال چيټ جي پي ټي پيل کړو. چيټ جي پي ټي د سوال ځواب يوه ازاده آله ده چې ځوابونه يې د منلو تر حده انساني کړه وړه ته ورته دي.
د چيټ جي پي ټي پيلولو په تعليم ښودونکې طبقه کې ويره خؤره کړې چې زده کوونکي به د دې چيټ په استفاده د کور د پاره ورکړل شوي کار (هوم ورک) کولو کې درغلي وکړي.
خو دا اوس په لويه کچه اندېښنې خؤروي چې کېدلی شي د دې نوی ايجاد جېنريټيو ای ايي خلک غلطولی شي، دورغ خؤرولی شي، د کاپي رايټ خلاف ورزي کولی شي او ځينې روزګارونه اغېزمن کولی شي.
داسې خو نه ښکاري چې کانګرس به د مصنوعي ذهانت په اړه په تادۍ کوم قوانين جوړ کړي لکه چې يورپي قانون سازان په بيړه کې دي خو د ټولنې اندېښنو الټمين او نور د ټېکنالوژي کمپنيانو مشران دې مياشت وايټ هاوس ته راوستلي وو او د امريکايي ادارو سره يې ژمنې کړي چې د ای ايي د هغه ضرري موادو مخنيوی به کوي کوم چې د بشري حقونو او د صارفين د حقونو خلاف وي.
سنيټر رچرډ بلومېنتهل چې د کنېکټېکټ نه د ډيموکريټس ګوند غړی دی او د سينټ د انصاف د کمېټۍ د ضمني کمېټۍ د شخصي راز، ټېکنالوجي او قانون مشر دی د اورېدنې پرانیسته وکړه.
د هغه وينا د سنېټر د وينا په رنګ وه خو په اصل کې د وايس کلون لا په شان غږ د لارې په ايوان کې د سنېټر د شوو ويناګانو په اساس د وايس کلون د تربيې نه وروستو ثبت کړل شوې وه چې دا وينا چيټ جي پي ټي پس له هغې ليکلې وه کله چې چيټ بوټ ته هغه وويل “زه به د دې اورېدنې پرانیسته څنګه کوم”.
بلومېنتهل وويل “پايله يې اغېزمنه وه. خو دا به څنګه وه که ما پوښتلی وی او ده راته په ځواب کې د اوکراين تسليمېدل تايید کړی وی او لا دا پوښتنه د ولاديمير پوټين د قيادت په اړه وی”.
بلومېنتهل وويل چې ای ايي کمپنيانو له پکار ده خپل سېسټمونه د کومو موادو د خؤرولو نه وړاندې وازموي او د معلومو خطرو په اړه معلومات ورکړي.