د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات په چارباغ تحصيل کې احتجاجي مظاهره شوې، په سنګوټه پبلک سکول کې پرونۍ د ډزه په پېښه اندېښنه څرګنده کړی شوې او د پېښې د بې طرفه پلټنو غوښتنه شوې ده. د سوات د وکیلانو اتحادیې هم د يادې پېښې غندنه کړې ده.
د سوات د منګلور تاڼې په حدودو کې پرون د سنګوټه پبلک سکول په ګاډي په ګېټ موجود پوليس اهلکار ډزې کړې او د پوليس مقدمې ترمخه په ډزو کې يوه اته کلنه ماشومه وژل شوې او اووه نورې ژوبل شوې وې.
د سوات پولیس مشر [ډي پي او] شفيع الله ګنډا پور پرون وي او اې ډيوه ته ویلي وو، ډزې کوونکی پوليس اهلکار یې نيولی او د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي.
د يادې پېښې ضد نن په چارباغ کې متوړيزي قامي جرګې او د سکولونو اتحادیې احتجاجي مظاهره کړې ده.
د جرګې رابطه کار او شخصي سکولونو د اتحادیې مشر ثواب خان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، په احتجاج کې د نيول شوي پوليس اهلکار پرضد جوړه مقدمه باندې اندېښنه څرګنده شوې او غوښتنه شوې چې د دې پېښې د رښتیاو معلومولو دپاره دې کمېشن جوړ کړی شي چې معلومه کړی شي چې دا غفلت ولې شوی دی.
هغه وويل، په سوات کې پرله پسې داسې پېښې کیږي په خلکو کې سختې اندېښنې دي، ځکه دوی د حکومت نه غوښتنه کوي چې د ماشومانو او استازانو د حفاظت او هغوی د ډاډ دپاره دې ګامونه واخستل شي.
د يادې پېښې په اړوند نن د سوات بار وکيلانو هم غونډه کړې ياده پېښه یې غندلې او د سوات ضلعې په پولیس مشر یې پوښتنې راولاړې کړي دي.
د سوات بار اېسوسي اېشن جنرل سيکرټري دنيا زېب خان د غونډې اعلاميه د وي او اې ډيوه سره شريکه کړې چې پکې ويل شوي په سوات کې پرله پسې داسې پېښې کيږي او د پوليس مشر بيانونه مشکوک دي، دوی د پوليس افسر د تبادلې غوښتنه کړې ده.
د اعلامیې ترمخه وکيلانو په ضلعې کچه د يوې کمېټۍ جوړولو منظوري ورکړې چې په امن و امان به نظر ساتي او مناسبه اقدامات به کوي.
د سوات پوليسو ویلي، د یادې پېښې په اړوند مسيحي ټولنې د سوات پوليس مشر شفيع الله ګنډا پور او مرستيال کمشنر عرفان الله وزير سره ليدلي دي.
د سوات پولیس ویاند ترمخه، په ليدنه کې پوليس افسر پرونۍ پېښې ته افسوسناکه ويلي او تورن پوليس اهلکار عالم خان په اړوند یې ویلي منطقي انجام ته به رسولی شي.
پوليس افسر ویلي، د پېښې حقايق به ښکاره کولی شي او د هغې دپاره ګډه پلټنيزه کميټي جوړه کړی شوې ده، او د انصاف ټولې تقاضې به پوره کولی شي.
تېر کال د اکتوبر په میاشت کې هم په چارباغ کې د سکول په ګاډی ډزې شوې د ګاډي ډرايور ژوبل شوی او يو زده کوونکی پکې ژوبل شوی وو.
وورسته پوليسو ویلی وو دغه پېښه د ترهګرۍ نه بلکې د شخصي دښمنۍ وه او ډرايور په کورنۍ شخړه کې وژل شوی وو.
په سوات کې په کال 2012م کې ملاله يوسفزۍ کې وسله والو طالبانو هغه وخت ډزې کړې وې چې هغه د سکول نه په ګاډی کې د نورو ملګرو سره کورته روانه وه.
د هغې په سر ګولۍ لګېدلې ، ابتدايي علاج يې په پاکستان او بيا د نور علاج دپاره برتانيي ته په خصوصي الوتکه کې وړل شوې وه.
ملاله يوسفزۍ د امن نوبېل جايزه ګټلې او اوس د جينکو د تعلیم دپاره په نړيواله کچه مبارزه کوي.