لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي دې هېواد کې یې لسیزې وشوې شهريت دې ورکړی شي


پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، پاکستان کې یې پينځه لسيزې وشوې ماشومان یې زېږولي د هغو بچي وشو عمر یې دلته وشو، پاکستان دې دوی ته شهريت يا تابعيت ورکړي ځکه چې د شهريت نه لرلو له امله دوی د بنيادي بشري حقونو څخه محرومه دي.

د پاکستان مخکني وزيراعظم عمران خان د کال 2018م د ستمبر په میاشت کې ويلي وو، "د پاکستان قانون چې په 1951م کې جوړ شوی دی هغه وايي چې کوم بچي دلته زېږېدلي دي په پاکستان کې، د پاکستان تابعيت د هغو حق دی". خو وروسته بيا په دغه اړوند د کوم پرمختګ خبر مخې ته نه دی راغلی.

د پاکستان د سيند صوبې د کراچۍ ښار نه نزدې 30 کيلوميټره لرې ختيځ لور ته په افغان کېمپ کې مېشت کډوال وايي، پاکستان کې یې لسيزې وشوې، د شهريت نه لرلو له امله د سختو مشکلاتو سره مخ دي دوی غواړي چې هم دلته پاتې شي.

په کېمپ کې مېشته يوه افغان کډواله لطيفه عابد وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، پينځه لسيزې یې په پاکستان کې وشوې چې کورنۍ یې دلته راغلې ده.

"اوس مونږ غواړو چې په پاکستان کې پاتې شو، مونږ د پاکستان حکومت ته دا خواست کوو چې مونږ ته شهريت راکړي چې مونږ دلته خپلې زده کړې جاري وساتو ځکه چې د افغان شهريت په وجه مونږ ته نه خو په پوهنتون کې داخلې مېلاويږي مونږ ته د کاروبار په لړ کې ډېر مشکلات دي نوکرۍ راته نه ترلاسه کيږي مطلب چې چرته ځو راته ويل کيږي چې تاسو افغانان یئ، کارډ نه لرئ پاسپورټ درسره نشته".

افغان کډوال وايي، ماشومان یې دلته لوی شوي ژبه یې زده کړې د خلکو سره یې ناسته ولاړه ده، افغانستان یې نه دی ليدلی ځکه دوی غواي چې دلته ژوند وکړي.

يوه بله مېرمن امنه چې د 11 بچو مورده وايي د شناخت او پخو قانوني اسنادو نه لولو له امله د سختو مشکلاتو سره مخ دي.

"زه غواړم مونږ ته يواصلي پاکستانی کارډ يا اسناد راکړي مونږ غواړو چې ارامه ژوند ته ادامه ورکړو، مونږ ته دې اصلي کارډ راکړي په افغانستان کې د نا ارامۍ له امله کډه شوي وو زما څو ماشومان واړه وو چې راتلو، اوس زما ماشومانو ودونه کړي او هغوی خپل ماشومان لري".

د کراچۍ په افغان کډوال کېمپ کې مېشت افغانان ولې د پاکستان نه شهريت غواړي علتونه یې څه دي؟ ايا افغانستان ته د امنيت د خطر له امله بيرته تلل نه غواړي؟ په کېمپ کې مېشت يو تن امان الله مغل وايي،

"په افغانستان کې امن شته لېکن خبره دا ده زمونږ ماشومان دلته پېدا شوي دي زه خپله د لسو کالو په عمر کې راغلی وم، زما ماشومان دلته پېدا شو د هغو بیا ودونه وشو د هغو ماشومان پېدا شو هغو ته نه ده معلومه افغانستان چرته دی هغو وايي مونږ پاکستاني يو مونږ ته دې پاکستاني يو مونږ ته دې د پاکستان شناختي کارډ راکړی شي".

پاکستان کې بهر ملکيانو ته د شهریت ورکولو قانون څه دی؟ قانون پوهان وايي پاکستان کې قانون شته خو هغه لانجمنه کړی شوی دی.

قانون پوهه اقبال شاه خټک وايي، "زمونږ سره د 1951 د شهریت په قانون کې داسې هیڅ خبره نشته چې مونږ دې بهر چاته شهریت ورکړو، بلکې دا پرېده په مسلمانانو ملکونو کې په يو کې نشته چې څوک به څومره کاله هلته پاتې شي او بيا به شهريت ترلاسه کړي".

نوموړي وويل، په پاکستان کې دا شته که کومې بهرنۍ ښځې د پاکستاني سره واده وکړو نو هغه د خاوند د لارې شهريت ترلاسه کولی شي، بل څوک شهريت نه شي ترلاسه کولی.

عمران خان چې وزيراعظم وو په کال 2018م کې یې په کراچۍ کې يوې دستورې ته په وېنا کې ويلي وو، هغه افغانان او بنګاليان چې په پاکستان کې يې بچي زېږېدلي او لوی شوي دي هغو ته به د پاکستان پاسپورټ او شناختي کار ورکولی شي.

پاکستان کې پښتنو ملت پالو او افغان کډوالو د عمران خان د دغه اعلان هرکلی کړی خو سندهي او بلوڅ ملت پالو پرې اندېښنې څرګندې کړې او دغه کار يې د ملک دپاره د مسلې جوړولو په نوم ياد کړی وو. له دغې وروسته په دغه اړوند د کوم پرمختګ خبر مخې ته نه دی راغلی.

د مارچ په وروستییو کې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بهرنیو چارو د قايمه کمېټۍ مشر محسن داوړ د کډوالو د حقونو دپاره قانوني مسوده وړاندې کړې او ويلي یې وو په پاکستان کې نه خو د کډوالو دپاره کوم قانون شته او نه یې د کډوالو په اړوند د جنېوا کنونشن لاسليک کړی دی چې هغه قانون پرې لاګو کيږي.

هغه ويلي وو، په پاکستان کې که هر څوک کډوال دي په هر ځای کې ځورول کيږي يو حق یې نه منل کيږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي، پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال مېشت دي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لري او يو اېن اېچ سي ار يې مرستې کوي، په دوېم نمبر کې اته نيم لکه نور کډوال دي څوک چې د پاکستان حکومت په کال 2017 کې رجسټرډ کړي دي، او درېم د پاکستان حکومت وايي، د درېو نه تر پينځه لکو پورې هغه افغانان دي چې اسناد نه لري او څلورم د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته نور د لکونو په شمېره کې افغانان راغلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د هندوستان کرکټ ټیم د مینه والو څو خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG