د پاکستان په پنجاب صوبه کې نګران حکومت ويلي، په لاهور کې د عمران خان د کور د تلاشۍ دپاره به د پوليس پلاوی لېږلی شي. له دې وړاندې حکومت ویلي وو، په پوځي ودانيو برید کوونکي د 30 نه تر 40 پورې ترهګر د لاهور په زمان پارک کې د عمران خان په کور کې پټ دي، او په دغه اړوند د خفيه ادارو ورکړي معلومات سخت خطرناک دي. خو د دغو کسانو نومونه نه وو ويل شوي.
عمران خان د پنجاب پوليس لخوا د 30 نه تر 40 پورې ترهګر د لاهور په زمان پارک کې د هغه په کور د پټېدو په غبرګون کې ویلي وو، "چې کله په پنجاب کې غېر قانونه نګران حکومت دا دعوه کوي چې زما په کور کې د 40 پورې ترهګر پټ شوي دي نو نومونه یې ورکول نه وو په کار؟".
هغه دعوه کړې، "د دوی د نومونو نه ورکولو وجه دا وه چې دوی به د 30 نه تر 40 پورې کسان د ځان سره راولي او په ما يې دغسې ترهګرو ته د پناه ورکولو پلان جوړ کړی وو څنګه یې چې وړاندې په بکتر بند ګاډي زما د کور دروازې ماتې کړې وې راننوتي او د کلاشنکوفونو او پټرول بمونو د ترلاسه کولو تماشه یې جوړه کړې وه".
د پنجاب د نګران حکومت د اطلاعاتو وزیر عامر مير تېره شپه ناوخته په يو ټويټ کې دعوه کړې، "پوليسو د زمان پارک نه تښتېدونکي اته ترهګر نيولي دي او دغه ټول کسان د کور کمانډر په کور بريد کې ککړ وو".
نوموړي پرون ويلي وو، د عمران خان په کور کې هغو خلکو پناه اخستې څوک چې په لاهور کې د کور کمانډر په کور ورننوتي او څيزونه یې مات کړي وو.
هغه ویلي وو، د پنجاب حکومت پاکستان تحریک انصاف ګوند ته د 24 ساعتونو وخت ورکوي چې په پوځي ودانيو بريدونو کې ککړ ترهګر د پنجاب پوليس ته حواله کړي. ياد 24 ساعته وخت پوره شوی دی.
عامر مير تېره شپه د جيو ټي وي په پروګرام کې ويلي، "د عمران خان د کور د تلاشۍ دپاره به نن د پوليس پلاوی ليږي او د عمران خان نه به اجازه اخستلی شي".
هغ ویلي، "د پوليس پلاوي مشري به د لاهور کمشنر کوي او د کېمرو په وړاندې به د کور تلاشي اخلي.په پلاوي کې به 400 پوليس شامل وي او هلته پټ ترهګر به نيسي".
پرون مطبوعاتو سره په خبرو کې نوموړي ويلي وو، د ادارو سره د دې خبرې ثبوتونه دي چې څه وخت حمله شوې، هلته ګاډي او نور څيزونه مات کړی شوي نو حمله کوونکي په زمان پارک کې د پاکستان تحریک انصاف د مشرتابه سره په رابطه کې وو او دغو کسانو ته یې لارښوونه کوله.
عامر مير زياته کړې وه، په پوځي ودانيو بريدونو کې ککړو کسانو پرضد مقدمې به په پوځي عدالتونو کې او ترهګرۍ ضد عدالتونو کې چلولی شي د جرم په حساب به د قضیو فېصله اورول کيږي او دغه کسانو به د عبرت نخښه جوړول کيږي چې بيا څوک داسې کار ونه کړي.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف ویلي، په نهمه مې چې په ریاست، او ریاستي ادارو او حساسه ودانيو کومې حملې شوي دا د عمران خان د يو کال د ويناګانو نتيجه ده.
په نهمه مې د پاکستان تحریک انصاف ګوندد مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان د نيولو وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو د ملک په لويو ښارونو کې احتجاجونه کړي او په پوځي مرکز جي اېچ کيو او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي وو.
راپورونه وايي د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت کمېټۍ په غونډه کې د نهمې مې پېښو ته ناوړه ويل شوي او زياته کړی شوې چې کمېټۍ په دغو پېښو کې منصوبه بندي کوونکو او خلکو راپاروونکو پرضد د پوځي قانون لاندې د مقدمو چلولو تاييد کړی دی.
پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم [اېچ ار سي پي] د پوځي قانون لاندې د عامو خلکو پرضد د قضيو چلولو مخالفت کړی دی.