پاکستان کې په حکومت کې د شاملو ګوندونو د اتحاد [پي ډي اېم] مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، عمران خان ته د عدالتونو نه رعايتونه ورکول کيږي پي ډي اېم د دې معنی اخلي چې عدالتونه په دغسې کولو د ولس سره د جګړې اعلان کوي.
نوموړي تېره شپه ناوخته په يوه خبري غونډه کې ويلي، "دا چرته شوي؟ چې يو مجرم يا د هغه جرم ته د عدالتونو نه رعايت ترلاسه شوی وي ، د عدالتي فېصلو نه معلوميږي چې عدالتونه د ايين او قانون سره ټوقې کوي، څنګه چې د عدالتونو نه هغه [عمران خان] ته ضمانتونه ترلاسه کيږي داسې مثال په تېر وخت کې نه دی پاتې شوی".
پي ډي اېم د ګل/ دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د سپريم کورټ مخې ته احتجاج کړی وو.
مولانا فضل الرحمان په 12 مې وروسته له هغې په اسلام اباد کې د سپريم کورټ مخې ته د احتجاج اعلان کړی وو چې له دغې يوه ورځ وړاندې د القادر ټرسټ د غبن په قضيه کې د پاکستان سپريم کورټ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان نيول غېر قانونه ګرځولي، ضمانت یې منظور کړی او د خوشي کولو حکم یې کړی وو.
عمران خان په نهمه مې د اسلام اباد هايکورټ د احاطې څخه د غبن په قضيه کې نيول شوی، حکومت، د احتساب قامي ادارې نېب او د اسلام اباد هايکورټ د عمران خان نيول قانوني ګرځولي وو.
د سپريم کورټ د فېصلې په سبا له [په 12 مې] بيا د اسلام اباد هايکورټ د عمران خان ضمانت د دوه اوونيو دپاره منظور کړی او بيا د هغه د نه نيولو فېصله تر 31م مې پورې غځول شوې وه.
د عمران خان د نيولو وروسته د ملک په لويو ښارونو کې احتجاجونه شوي، په پوځي او سرکاري ودانيو قهرجن مظاهرين ورغلي، ودانيو او ګاډو ته اوورونه اچول شوي او د مرګ ژوبلو پېښې پکې هم شوې وې.
مولانا فضل الرحمان ویلي، د"وی ګڼي چې د يوې مخصوصي ايجنډې د لارې د پاکستان په سياست کې يو غېر ضروري عنصر ته تر دې حده پورې تحفظ ورکول کيږي د کومې چې ښکاره مطلب دا دی چې يوه اداره يا د هغې څو ججان رياست کمزوری کوي".
د پي ډي اېم د مشر بيان ته د تحریک انصاف ګوند لخوا کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
مولانا زياته کړې، که داسې حالات روان وي بيا دې څوک شکايت نه کوي چې عدالت محترم دی او سپکاوی یې کيږي.
پاکستان کې په وروستيو کې د حکومتي اتحاد لخوا په عدالتونو نيوکې کيږي چې د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان ته رعايتونه ورکوي.
د عدالتونو لخوا تورونو او نيوکو ته ځواب مخې ته نه دی راغلی.
مولانا فضل الرحمان په خبري غونډه کې ويلي، "د امريکې د پارلیمان 60 غړو د امریکا د بهرنيو چارو وزير ته خط ليکلی چې پاکستان کې دې د عمران خان ضد اقداماتو باندې هغه ته تحفظ ورکړی شي".
هغه وویل، "د پرونه پورې عمران خان يو خط څنډوو چې زه امريکا د واک نه لرې کړی يم نن د هغه دپاره هلته لابسټ کار کوي، دوی د پاکستان په کورنيو معاملاتو کې ښکاره لاسوهنه کوي او دا څرګندونه کوي چې دی [عمران خان] د چا په ايجنډا دی".
یوه اوونۍ وړاندې امریکې ویلي وو پاکستان کې جمهوري اقدار، اصولو ته غاړه اېښودل او د قانون درناوی لیدل غواړي.
د امریکې د خارجه محکمې نایب ویاند ویدنټ پټیل رسنیو ته ویلي وو امریکا د پاکستان د حالاتو څارنه کوي او یو پیاوړی جمهوري پاکستان د امریکې په ګټه دی.
هغه ويلي وو"مونږ وړاندې ویلي دي چې امریکا دپاکستان په ګډون ټوله نړۍ کې د یو کاندید یا یو ګوند پلوي توب نه کوي بلکې ټوله نړۍ کې د جمهوري اقدارو د درناوي اؤ دقانون د واکمنۍ غوښتنه کوي".