لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د پوځ مشر وایي د مې د نهمې په پېښو کې د لاس لرونکو خلاف یې پوځي مقدمې پیل کړې


واشنګټن ــــ د سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو د تنظیمونو له اندېښنو سره سره د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر ویلي، د هغو کسانو خلاف یې قانوني عمل پیل کړی دی چې د مې په نهمه یې پر پوځي ودانیو په بریدونو کې لاس درلود.

د پوځ د اطلاعاتو ادارې ای ایس پي آر په یو بیان کې ویلي چې د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د شنبې- خالي په ورځ په لاهور کې د کور کمانډر سوځېدلی کور ولید او وروسته یې د پوځ افسرانو او پوځیانو ته وینا وکړه.

د بیان له مخې د پوځ مشر ویلي، د مې پر نهمه سرکاري ودانیو ته د زیان رسولو لپاره پلان جوړوونکو، پاروونکو، هڅوونکو او تر سره کوونکو خلاف یې د پوځي قانون او آفیشل سیکرټ ایکټ په بنیاد مقدمې پیل کړې دي.

د پوځ مشر ویلي دغه مقدمې یې د هغو موجودو او ټاکل شویو قانوني تګلارو په بنیاد جوړې کړې دي چې وایي "د پاکستان له آیین څخه اخیستل شوې دي".

د پاکستان پوځ په خپل بیان کې دا نه دي ویلي چې پر سرکاري اثاثو د بریدونو په تور یې تر اوسه د لاهور په ګډون په پینډۍ او نورو ښارونو کې څومره خلک نیولي او ایا په هغوی کې د تحریک انصاف ګوند مشران هم شامل دي که نه عام کارکنان دي.

د مې پر نهمه چې د پاکستان د احتساب عدالت په امر مخکینی وزیراعظم عمران خان په اسلام اباد هایکورټ کې دننه رېنجر ځواک ونیو، په غبرګون کې یې د هغه د ګوند سلګونه پلویان په پنجاب او پښتونخوا کې پوځي او نورو سرکاري او ولسي ځایونو ته ننوتي وو، اورونه یې ورکړي وو او نور تاوانونه یې ور رسولي وو.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په ضمانت تر خوشي کېدو وروسته پرله پسې وایي چې د مې پر نهمه د ملک پر سرکاري ودانیو بریدونه "د یوې منظمې دسیسې" په بنیاد شوي چې وایي مقصد یې د ده پر ګوند بندیز لګول دي.

عمران خان د شنبې- خالي په ورځ ناوخته ولس ته په ویډیویي وینا کې وویل، دا خبره سمه نه ده چې ګوندې ده پر سرکاري ودانیو حملې نه دي غندلې، وایي دی غندنه کوي خو په دې اړه دې ازادانه او شفافې پلټنې وشي که واقعي د ده د ګوند غړي پکې لاس لري له قانون سره سم سزا دې ورکړل شي:

"دا یو منظم سازش وو او دا د تحریک انصاف د ختم کولو پلان شوې دسیسه وه، ټول وېرېدلي وو او د پي ډي ایم ټول ګوندونه خبر وو چې هر څه وشي تحریک انصاف ته په انتخاباتو کې ماتې نه شي ورکولای، بیا دا پلان او دسیسه جوړه شوه چې په څه شکل دا [پي ټي ای] ناقانونه وګرځول شي".

عمران خان وایي د ده د ګوند 7,500 کسان نیول شوي دي او وایي دوی تر اوسه عدالتونو ته هم نه دي وړاندې شوي، وایي که وړاندې شوي او ضمانت ورکړل شوی نو بیرته نیول شي دي.

خو د پنجاب د اطلاعاتو نګران وزیر عامر میر دا شمېر ردوي او وایي تر اوسه 3,428 تورن کسان نیول شوي دي او وایي د مې د نهمې د تشدد په پېښو کې "لومړی ملزم" عمران خان دی. «دي ګارډین» ورځپاڼې د ښاغلي میر له خولې لیکلي:

"هیڅ بې ګناه کس نه دی نیول شوی، له ویډیوګانو، سي سي ټي وي ویډیوګانو او وټسپ ګروپونو معلومات اخیستل کېږي، پولیسو د 25,000 ذمه واره کسانو فهرست تیار کړی او د شاوخوا 5,000 هغو کسانو د نیولو اراده لري چې په سرکاري او پوځي ودانیو په بریدونو کې مخامخ لاس لري".

د اطلاعاتو نګران وزیر وایي په نیول شویو کسانو کې 800 هغه دي چې په ضد به یې په پوځي او ترهګرۍ ضد عدالتونو کې مقدمې کېږي.

د پاکستان حکومت پر سرکاري ودانیو د برید کوونکو خلاف د پوځي قانون په بنیاد د مقدمو هرکلی کړی او د حکومت د ملي امنیت کمېټۍ د دې کار منظوري ورکړې خو د پاکستان ځینو نورو ګوندونو او د بشري حقونو فعالانو اندېښنه ښکاره کړې، وایي دا مقدمې دې په ملکي عدالتونو کې وشي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG