لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوډان جګړې د درېدو لپاره د امریکې او سعودي په منځګړتوب د اووه ورځنۍ ډزبندۍ تړون وشو


واشنګټن ـــــ په اسلامي هېواد سوډان کې تر یوه میاشت زیاتې مودې راهیسې په خپل منځ کې جنګېدونکې دواړه ډلې په اووه ورځني ډزبندۍ سلا شوې دي او په سعودي‌ عرب کې یې تړون لاسلیک کړی دی.

دا لنډمهالې ډزبندي په داسې وخت شوې چې د جمعې په شپه او د شنبې- خالي په سهار هم له سرښار خرطوم څخه بهر هوایي بمبارۍ شوې دي چې له کبله یې خلکو ته د بشري مرستو رسول اغېزمن کړي دي.

د رویټر د خبر له مخې دغه تړون د شنبې- خالي په ورځ ناوخته شوی چې وایي خبر یې امریکې او سعودي په یو ګډ بیان کې ورکړی دی.

په بیان کې ویل شوي چې د تړون له مخې ډزبندي به د ګل- دوشنبې په ورځ د خرطوم په ځایي وخت ماخوستن پر پاوکم لسو بجو عملي کېږي خو وایي دواړو غاړو منلې چې تر ډزبندۍ مخکې به پر یو بل بریدونه نه کوي:

"دا خبره معلومه ده چې دواړه ډلو مخکې هم ډزبندي اعلان کړې وه خو عملي کړې یې نه وه".

په بیان کې ویل شوي چې د مخکینۍ ډزبندۍ په نسبت دا اوسنی تړون د سعودي په جده ښار کې د امریکې، سعودي او نړیوالو په ملاتړ شوی دی او دوی به یې څارنه کوي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن په یو ټویټ کې له دواړو ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې ده چې دا تړون وساتي ځکه چې وایي د نړۍ سترګې د دوی په لور دي. ښاغلي بلینکن د شنبې- خالي په ماښام په یو ټویټ کې ویلي:

"ډېر وختي لا د دې وخت وو چې ټوپکونه غلي کړل شي او بې له خنډه د بشردوستانه چارو ته د لاسرسي اجازه ورکړل شي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت هم پر خپل ویبپاڼه د دې تړون خبر خپور کړی او وایي دواړو اړخونو پر دې اتفاق وکړ چې د بشري مرستو د رسولو او وېشلو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او له روغتونونو او مهمو ملکي ځایونو خپل ځواکونه بیرته وباسي:

"تړون به د اوو ورځو لپاره وي او کېدای شي د دواړو خواوو په اتفاق سره وغزول شي. موږ هیله کوو چې په جده کې راتلونکې خبرې به د دې لپاره ګامونه پورته کړي چې جګړه په دایمي توګه ختمه شي".

د اپرېل پر 15مه چې د جنرل عبدالفتاح برهان په مشرۍ د سوډان د پوځ او د جنرل محمد حمدان داغلو په مشرۍ د نیم پوځي ځواک تر منځ جګړه پیل شوه، چې له کبله یې له دې هېواده د بهرنیانو په ګډون تر یو لک زیات سوډانیان کډه شوي دي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او د رپوټ له مخې په تېرو شاوخوا پینځو اوونیو کې د سوډان په جګړه کې تر 700 ډېر کسان وژل شوي او لږ تر لږه 5,287 تنه ټپیان شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG