لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان نه سعودي عرب ته د حاجیانو د تګ لړۍ پېل شوه


پاکستان نه سعودي عرب ته دحج فریضې ادا کولو لپاره د حاجیانو تګ پیل شوی اؤ نن د اتوار په سهار دکراچۍ نه دپي ایي ای په الوتکه کې 330 حاجیان مدینې ته روان شوي دي.

سږکال پاکستان نه یو لک ،79 زره اؤ 210 کسان د حج فریضه ترسره کوي اؤ دحاجیانو دتګ دا لړۍ به تر22جون دوامداره وي.

دحج له فریضې ادا کولو وروسته به دحاجیانو د راستنولو لړۍ 2مې جولایي نه پیل کیږي اؤ په 2م اګست به پائ ته رسیږي.

اوړمه ورځ دپاکستان دمذهبي چارو وزیر سینیټر طلحه محمود رسنیو ته ویلي وؤ چې څلور کاله وروسته سږکال پاکستان نه په دومره زیاته شمیره کې خلک دحج سعادت ترلاسه کوي.

هغه وویل پروسکال پاکستان نه 34 زره حاجیان په سرکاري سیکم کې اؤ 45 زره دشخصي اپریټرانو په خدماتو کې حج له تللي وؤ خو سږکال دحاجیانو شمیره څه پاو کم دوؤ لکو ته رسیږي.

د کرونا وبا راپدیخوا سږکال تر ټولو ستر حج کیږي چې ټاکل شوې ده د ګردې نړۍ نه به پکې تر دریوؤ میلیونو زیات حاجیان شامل شي.

سږکال پاکستان نه په حج کولو سرکاري کوټه کې 11 لکه اؤ 75زره خرچه راځي خو ددې برعکس پروسږکال د پاکستان نه81 زره اؤ210 کسانو د حج فریضه ترسره کړې وه چې هغې کې د شمالي ریجن نه حج کوونکو باندې لګښت 8۸لکه اؤ 287روپۍ اؤ دجنوبي نه 8لکه ،91زره اؤ 237 روپۍ خرچه راغلې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG