لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان او پښتونخوا تر منځ پر غزېدلې لاره زرګونه ماشومان وېکسين شوي


کوټه ــــ په بلوچستان کې د پوليو ضد په کمپېن کې زرګونه هغه ماشومان هم وېکسين شوي، چې د صوبې په افغان کډوال کېمپونو کې مېشت دي او يا هم له سند، پنجاب او پښتونخوا ايالتونو له خپلو میندو سره بلوچستان ته راغلي وي.

د بلوچستان او پښتونخوا تر منځ پر غزېدلې لويه لاره د ويېسين مرکز يا ټرانزټ پواينټ جوړ شوی، چې له ډېره اسماعيل خان او د صوبې له نورو سيمو راتلونکي ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد څاڅکي ورکړي.

ازل خان حريفال د شېراني سيمې د پيراميډيکل سټاف صدر دی، چې پر ټرانزټ مرکز د وېکسين څارنه کوي. هغه وي او اې ډیوه ته وویل چې دلته له بېلابېلو سيمو د ګرمۍ له امله کډې راځي او د موسم له بدلېدو سره سم بېرته ځي:

"دا ټرانزټ د بلوچستان او خيبر پښتونخوا پر پوله دی. دلته زيات خلک له خيبرپښتونخوا راځي، ځکه دا سيمه د موسم له پلوه يخه ده. موږ دلته ټولو هغو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوو، چې عمرونه يې له يوې ورځې تر پینځو کلونو پورې وي".

ازل خان زياتوي، چې پر ياد ټرانزټ پواينټ د هغو لرې پرتو سيمو ماشومانو ته څاڅکي ورکول کېږي، چې يا خو د پوليو ګرځنده ټيمونه نه وي ورغلي او ياهم ځينې ماشومان يې له قطرو پاته شوي وي.

د شېراني ضلع مرستيال کمیشنر ليفټيننټ بلال شبير وي او اې ډيوه ته وايي، چې سيمه يې ډېره پراخه ده او له قبايلي سيمو سره سرحد لري.

د ده په وینا په غرنیو او لرې پرتو سيمو کې د کيمپېن تر سره کول که څه هم يو چېلنج دی، خو له 22 زره ماشومانو څخه 21 زره ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکول شوي دي:

"ضلع شېراني د پوليو له پلوه يوه چيلنج لرونکې ضلع ده. يوې خواته جنوبي وزيرستان دی، بلې خواته ډېره اسماعيل خان او لوېديځ لور ته يې ږوب ضلع ده. سيمه غرنۍ ده، سړکونه نه لري او ابادي هم لرې پرته ده، خو په اوسني کمپېن کې موږ د پوليس او لېويز په کومک خپل ټارګټ ته رسېدلي يو".

بلوچستان ته د ګرمۍ په موسم کې له نورو صوبو سلګونه کډې راځي او د دې تر څنګ افغان کډوال چې د افغانستان د سرحدي سيمو او پنجاب تر منځ کډې کوي، هم د شمالي بلوچستان د ضلعو ږوب، قلعه سيف الله او شېراني له لارې تېرېږي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

څېړونکي: پي ټي ايي د تنقید دلارې په پوځ فشار اچول غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG